پکتيکا د هېواد سوېل ختيځ ته پروت ولايت دی، د دغه ولايت شمال ته پکتيا او غزني ولايتونه او شمال لوېديځ ته هم غزني موقيعت لري، شمال ختيځ ته خوست، ختيځ، سوېل او سوېل لوېديځ ته له شمالي او سوېلي وزيرستان سره اوږده پوله لري، د لوېديځ په يوه څنډه کې يې زابل او د پاکستان د بلوچستان ايالت موقعيت لري.
١- د کټواز د نفت او ګازو حوزه:
د کټواز د نفتو او ګازو د حوزې سيمه له ښرنې سوېل لور ته د يحيى خېلو، زرغون ښار، جاني خېلو او خوشامند ولسواليو تر منځ مشترکه سيمه ګڼل کېږي، د دې حوزې مساحت ٤٠ زره کيلومتر مربع او د د رسوبي احجارو ضخامت يې ٦ زره مترو ته رسېږي.
په ١٩٧٥ زېږديز کال کې د کټواز د نفتي حوزې د تېلو قرارداد له فرانسوي ټوټال کمپنۍ سره د هغه وخت د نفتو د ملي موسسې له خوا لاسليک شوى و چې له مخې يې ټوټال کمپنۍ مکلفيت درلود چې د دوه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت تر دوه نيم کلونو پورې د نفتو او ګازو د اکتشاف او تشخيص لپاره جيولوجيکي څېړنې وکړې.
ياده کمپنۍ له يو لړ لومړنيو تفحصاتي څېړنو وروسته د ناڅرګندو لاملونو له امله له څېړنو لاس واخيست او درې سوه زره امريکايې ډالر يې د کانونو وزارت ته بېرته ورکړل.
د نفت او ګازو څانګې څېړونکي جيولوجستان پر دې باور دي چې د نفت او ګازو درلودونکې يوه رسوبي حوزه ده او د هغې د راتلونکې په اړه ښه وړاندوينه کېدای شي، همدارنګه د دې حوزې په هغې ګډه سيمه کې چې د ډيورند کرښې ها غاړه د پاکستان په خاوره کې موقعيت لري، همدا اوس هم د نفتو او ګازو ښې زېرمې کشف شوې دي.
څېړونکي پر دې باور هم دي چې که سمې جيولوجيکي څېړنې وشي، په ياده حوزه کې د ژورو جيولوجيکي ساختمانونو د کشف اټکل کېدای شي چې د نفت او ګازو د راټولېدو لپاره مساعد وي.
 
٢- د ګومل نفت:
د ګومل د ولسوال ښايسته خان اخند زاده د معلوماتو له مخې، امريکايي جيو لوجستانو د دې ولسوالۍ د درېيو خويندو په سيمه کې د نفتو شتون تاييد کړی دی چې کېدای شي پراخې نفتي زېرمې ولري خو تر دې دمه عملاً په دې هکله کوم کار نه دى شوى.
همدارنګه د پکتيکا د کانونو رياست او نورو سرچينو د معلوماتو او څېړنو له مخې، د پکتيکا په ولايت کې د لاندې کانونو د شتون اټکل کېدای شي:
٣- ډبرو سکاره:
اټکل کېږي چې په پکتيکا کې د ډبرو د سکرو سترې زېرمې په لاندې سيمو کې شتون لري:
د ګل ردين، ښېوې کمر، سره کوټ، مارزک او ميدانک سيمې چې د سر روضې په ولسوالۍ پورې اړوندې دي، د زاول خېل او خنګل سيمې چې د ګومل په ولسوالۍ پورې اړوند دي، د خيربين سيمه چې د يوسف خېلو په ولسوالۍ پورې اړه لري.
٤- کرومايټ:
په پکتيکا کې هم د هېواد د نورو سوېلي او سوېل ختيځو سيمو په څېر کروماټ ډبرې شته چې اټکل کېږي د مارزک په سيمه کې چې سر روضې په ولسوالۍ پورې اړه لري، په شرقي سيمه کې چې په ګومل ولسوالۍ پورې اړه لري، د ګيانې په سيمه کې چې له ډيورند کرښې سره پر پوله پرته ده، شتون ولري.
٥- مالګه:
په پکتيکا ولايت کې د مالګې کانونه هم شته، د زرغون ښار ولسوالۍ اړوند د بلو خېلو په کلي کې، د ګومل اړوند د ملتني او چهار بران په سيمه کې او د خيربين په سيمه کې چې د يوسف خيلو په ولسوالۍ پورې اړوندېږي په پراخه کچه پيدا کېږي.
 
د پکتيکا نور کانونه:
د پکتيکا ولايت د کانونو او پټروليم د رييس انجنير نقيب الله دلبرزوى د معلوماتو له مخې، د پکتيکا په ولايت کې نفت او ګاز، د ډبرو سکاره، کرومايټ، مالګه او چونه شته چې سروې يې په بشپړه توګه نه ده شوې او نه تر دې دمه يې د کوم کان رسمي قرارداد شوى دی.
د کانونود څېړونکي جاويد نوراني د معلوماتو له مخې، پکتيکا يورانيم هم لري چې د يورانيمو لرونکې سيمې لړۍ يې ان تر هلمنده غځېدلې ده.