پروان ولايت، تر ځمکې لاندې د سرشاره زېرمو په درلودو د افغانستان له مهمو برخو شمېرل کېږي، په ځانګړي ډول د سربو او جستو کانونه يې له اوچت کيفيت څخه برخمن دي او ښه نوم يې ګټلى دى.
په دغه ولايت کې ١٥ ډوله کانيتوکي شته، چې د(سربو، جستو، د ډبرو سکرواو بيرلو) څلور کانونه يې د غوربند درې په سياه ګرد ولسوالۍ او او څلور نور کانونه يې(مس، وسپنه، کرومايت او تراورتين ډبرې) يې په سرخ پارسا ولسوالۍ کې دي.
درې نور کانونه چې د مرمر ډبرو، کوارتز ډبرو او د وسپنې پولي ميتال کانونه په کې شامل دي، د سالنګ په ولسوالۍ او د سديريت دوه کانونه په سالنګ او جبل سراج، د کرومايت کان په کوه ساپي ولسوالۍ او د پګماتيت کان د پروان په مرکز چاريکارو کې موقعيت لري.
د سربو، جستو او د رانجو ډبروکانونه له اتيا کلونو وړاندې او پاتې نور يې د ١٣٩١ لمريز کال له مرغومې مياشتې را په دېخوا تر ننه کشف شوي دي.
ددغو کانونو له ډلې يواځې د تراورتين ډبرو د را ايستنې قرارداد له دوولسو شرکتونو سره شوى دى.
د پروان د کانونوچارواکي وايي، ټاکل شوې چې په راتلونکي کې يو شمېر نور کانونه هم استخراج او قرارداد کړي، چې له دې اړخه به ددوى عوايد هم زيات شي.
١-د سربو او جستو کانونه:
د سربو اوجستو کانونه خاورين او سپين رنګ لري، چې د ډبرو د برمه کارۍ په برخه کې ترې کار اخيستل کېږي، چې د هندوکش غرونو شاوخوا د سياه ګرد ولسوالۍ د فرنجل پراخه سيمه يې پوښلې ده.
په دې اړه شوې څېړنې څرګندوي، چېپه ٦٥ سيمو کې له ٢٦ ډوله ډبرو، سرب شته، تر اوسه د سربو په اتو کانونو کې د زېرمو ارزونه او تثبيت شوى، چې عمده کانونه يې سرب او جست دي، چې دافغانستانپه پروان ولايت کې موندل شوي دي.
ددغو دوو کانونو حجم او اندازه تر اوسه پورې د افغان چارواکو له خوا په کره ډول نه ده مشخصه شوې، خو د امريکايي ځمک پېژندونکو څېړنې څرګندوي، چې دګالينت (PPS) په نوم د سربو يو ډول منرال دى، چې د سربو ٩ سلنه عيار او د جستو ٣ سلنه تثبيت شوى دى او د قطعي زېرمې اندازه يې ٢٢١ زره ټنه سرب کېږي.
٢-د ډبرو سکاره:
دغه کان د سياه ګرد ولسوالۍ په ترکمن دره او تايخان کې موقعيت لري، خو تر اوسه يې د استخراج په اړه کوم اقدام ن دى شوى او د حجم او مساحت په اړه يې هم کوم معلومات په لاس کې نه شته.
٣-د تراورتين، مسو، وسپنې او کرومايت ډبرو کانونه:
دغه کانونه د غوربند درې د سرخ پارسا ولسوالۍ په ترکمن دره او حوض خاص سيمو کې دي، چې په دې وروستيو کې د کانونو وزارت له خوا کشف شوي او تر اوسه مشخصه نه ده چې په دغو کانونو کې په کومه اندازهمواد شته دي.
تراورتين يو ډول ډبره ده، چې په ودانيو کې ترې کار اخيستل کېږي.
ددغو کانونو له منځه يواځې د تراورتين کان استخراج قرارداد له لسو شرکتونو سره شوى دى او قراردادي شرکتونه د ايستل کېدونکې يو مترمکعب ډبرې پر سر د پروان ولايت د کانونو رياست ته ٢٤ افغانۍ ورکوي.
د پروان د کانونو چارواکي وايي، چې پخوا ځينو شرکتونو پر خپلسري ډول دغه کانونهايستل، چې اوس يې مخه نيول شوې ده. ١٠ نور خصوصي شرکتونو هم ددغه کان د استخراج لپارهخپل پروپوزلونه د کانونو رياست ته سپارلي دي.
٤- د کرومايټ کانونه:
دغه کان په روان کال کېپه کوه ساپي ولسوالۍ کې د کانونو وزارت له خوا کشف شوى، چې وروسته يې بيا د ايستلو بهير د کانونو وزارت له خواد هېوادوال په نامه يوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شو او د استخراج بهير يې اوس هم دوام لري، خو دا چې قرارداد يې په کوم معيار شوى، معلومه نه ده.
د کرومايټ کان د ګداخېل او د کوه ساپي ولسوالۍ په ناز دره ولسوالۍ کې موقعيت لري.
کرومايت خاورين رنګ لري او د فولاد جوړونې چې له وسپنې سره يو ځاى کېږي، د کارونې وړ ګرځي.
ددغه کان د کرومايت زېرمې د سرپنتينونو(شاه مقصود) سره چې پهواقعيت کې ساکونيت او پيروکنيت دى، پيدا کېږي.
کرومايټ په بېلابېلو بڼو او اوږدو لنزونو، د پاشلوټوټو او کوچنيو دانو پر بڼو پيدا کېږي. په پروان ولايت کې د کرومايټ کانونو د زېرمو کچه نږدې ١٨٠زره متريک ټنه محاسبه شوې ده.
٥-د پګماتيت کانونه:
دغه کانونه هوفيان شريف، خواجه سياران عليا، توپ دره او د پروان دمرکز چاريکار په سنجددره سيمو کې موقعيت لري او د دغه ولايت د کانونو رياست له خوا کشف شوي، خو استخراج او قرارداد يې تر اوسه پورې نه دى شوى.
پګماتيت سپين رنګه ډبره ده چې په منځ کې يې ګران بيه دانې شته دي.
د پروان د کانونو رييس انجنير عبدالاحد وويل، چې تر اوسه پورې له دې شمېر اندازه کانونو څخه يواځې بېلګه اخيستنه شوې، خو حجم او پراخوالى يې تر اوسه مشخص نه دى.
هغه زياته کړه، چې ددغه ولايت په نورو ساحو کې د کانونو زياتې بېلګې ليدل شوې او دوى په راتلونکي کې تصميم نيولى چې پر همدغه منظور ٢٥زره متره ځمکه سروې کړي.
د کانونو د چارواکو په وينا، دا اداره هڅه کوي، چې په راتلونکي کې د کشف شوو کانونو د قرارداد او استخراج له لارې ددغه ولايت ٦٠ سلنه عوايد تمويل کړي، چې په کلني ډول له سل ميليونه افغانۍ زيات اټکل شوي دي.
انجنيرعبدالاحد وويل، چې که دغه کانونه وسپړل شي، نو د پروان او چاريکار ښار ٥٠ سلنه خلکو ته به کار پيدا شي.
هغه زياته کړه، چې ددغه رياست عوايد تېر کال ٦٠٠ زره افغانۍ وو، خو اوس مهال يواځې د تراورتين کان له ودانيزو توکو څلور ميليونه افغانيو ته اوچت شوي دي.
٦-د مرمر ډبرو، کوارتز او پولي ميتال وسپنې کانونه:
دغه کانونه په سالنګ ولسوالۍ کې موقعيت لري، چې په روان کال کې د کانونو وزارت له خوا کشف شوي، خو تر اوسه يې د استخراج او قرارداد کار نه دى شوى.
د مرمر ډبرو کانونه په هيجان، دره کوکلامي، جعفرک، قلاتک او اهنګران سيمو کې کشف شوي او همدرانګه دوسپنې د پولي ميتال کان د سالنګ په تاغمه او بابه مردان سيمو کې شته دي.
د وسپنې پولي ميتال سور ډوله تور رنګ لري او د وسپنو د منرالونو له هغې ډلې دي، چې د وسپنې په برخه کې ترې کار اخيستل کېږي.
همدارنګه د سديريت کان د سالنګ او جبل سراج ولسواليو او ددغو ولسواليو پهباغ لالا، ده بالا، شاتوتک او تاجکان په ساحو کې کشف شوي، خو د استخراج قرارداد يې له کوم شرکت سره نه دى شوى.
سديريت د وسپنې کانونو له ډبرو څخه دي، چې سور رنګ لري.
کوارتز، سپين، شيرچايي او ګلابي رنګونه لري، چې د ښيښې جوړونې اووسپنې د ويلې کولو د صنعت په برخو کې ترې کار اخيستل کېږي.
نويد بارکزی اوفريد تنها