د سرپل ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې ځمکنۍ زېرمې (کانونه) شته او دغه ولايت د شمال په کچه د کانونو له پلوه غني ولايت دی؛ خو د تېرو څو کلونو جګړو، د معدني سيمو لرې والی او لا هم په سيمه کې د نامسوولو کسانو شتون د هغو د استخراج چارې له ځنډ او خنډ سره مخ کړې دي.
د دغه ولايت د معدن رياست د مسوولينو په وينا، ډېرې داسې کانونه شته، چې لا هم په ولسي توګه د دولت له اجازې پرته په غير فني توګه استخراجېږي.
که څه هم په سرپل ولايت کې به د ډېرو ځمکنيو زېرمو د شتون امکانات وي، خو تر دې دمه د نفت، مسو او د ډبرو سکرو يو شمېر کانونه پېژندل شوي، چې په دې برخه کې د سرپل ولايت د کانو رياست مسوولينو يوازې د امو سيند د نفتي حوزې په اړه پوره معلومات لرل او د پاتې ځمکنيو زېرمو په اړه يې د پوره معلوماتو له لرلو بښنه وغوښته.
نفتي زېرمې
د سرپل ولايت د نفتو ځمکنۍ زېرمې د امو سيند په نفتي حوزې پورې تړاو لري.
په دې حوزه کې د سرپل ولايت قشقري، اقدريا، انګوت او بازار کمي په نومونو د نفتو زېرمې شتون لري، چې په لاندې ډول پېژندل کېږي:
ا- قشقري:د امو سيند د قشقري ستره نفتي حوزه په سرپل ولايت کې موقعيت لري، چې د دغه ولايت له مرکزه په ۱۲ کيلومتره واټن کې پرته ده. دغه حوزه په ۱۹۶۷ زېږديز کال کې کشف شوې ده، چې د نفتو کثيرالطبقي حوزه ده.
دغه حوزه ۱۰ اکتشافي او تفحصاتي نفتي څاګانې لري، چې ۶ يې په کې د استخراج وړ دي.
له ۱۹۸۰ کال څخه د دې حوزې د ټولو نفتي څاګانو امتحاني استخراج د وخت د شوروي اتحاد په مرسته پيل شوى و، چې ۱۴زره کيلوټن نفت ترې استخراج شوي وو.
۲- اقدريا:اقدريا نفتي حوزه هم له قشقري نفتي حوزه سره څېرمه موقيعت لري، چې د سرپل ولايت له مرکز سره په ۱۰ کيلومترو کې پرته ده. دغه حوزه په ۱۹۷۴زېږديز کال کې کشف شوې ده.
دغه حوزه ۸ اکتشافي او تفحصاتي نفتي څاګانې لري، چې ۳ يې په کې د استخراج وړ دي.
له ۱۹۸۸زېږديز کال څخه د شوروي اتحاد په مرسته د دې حوزې له امتحاني استخراج څخه ۵۹۹۷کيلوټن نفت ترلاسه شوي دي.
۳- انګوت: انګوت هم د امو دريا د سترې حوزې يوه برخه ده، چې د سرپل ولايت په ۵ کيلومترۍ کې پرته ده. دغه حوزه په ۱۹۶۷زېږديز کال کې کشف شوې ده.
دغه حوزه ۱۵ اکتشافي او تفحصاتي نفتي څاګانې لري، چې ۴ يې په کې د استخراج وړ دي.
د شوروي اتحاد په مرسته د شوې سروې له مخې، له يادې حوزې تر ۳۴۰۰کيلوټن پورې نفت د استخراج وړ دي.
۴- بازار کمي:بازار کمي هم د سرپل ولايت اړوند د امو سيند د سترې نفتي حوزې يوه برخه ده، چې د دغه ولايت د مرکز په ۲۰ کيلومترۍ کې پرته ده. دغه حوزه په ۱۹۷۷زېږديز کال کې کشف شوې ده.
ياده حوزه ۸ اکتشافي او تفحصاتي نفتي څاګانې لري، چې ۲ يې په کې د استخراج وړ دي.
په ۱۹۸۷زېږديز کال کې د شوروي اتحاد په مرسته د شوې سروې له مخې د بازار کمي په نفتي حوزه کې تر ۱۵۸۸کيلوټن پورې نفت اټکل شوي دي.
په پورته يادو نفتي حوزو کې پر قشقري او انګوت حوزو باندې بيا ځلې کار پيل شوی دی. د دغو حوزو د استخراج د چارو قرارداد دوه کاله وړاندې له چينايي کمپنيو سره شوی دی.
تېرکال يې د څاګانو د کيندلو او نورې لومړنۍ چارې پيل شوې وې او له شپږ مياشتو راهيسې يې د تېلو د استجراج لړۍ هم پيل شوې وه، چې د استخراج کېدونکو نفتي توکو د تصفيې د امکاناتو د نشتوالي له امله يې د استجراج لړۍ له پيلېدو سره سم بېرته بنده شوې ده.
د سرپل ولايت د دولتي مسوولينو په وينا، افغانستان اړ دی چې د نفتي توکو د تصفيې د امکاناتو برابرولو په موخه له ګاونډيو هېوادونو، ازبکستان او يا هم له ترکمنستان سره قرارداد وکړي، چې لا هم نه دی شوی.
د مسو کان
د مسو کان د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې موقيعت لري، چې د دغه ولايت له مرکز سره نږدې ۱۶۰کيلومتره واټن لري.
له تېرو دوو کلونو د دغه کان د استخراج په موخه چارې پيل شوې دي.
د مسو کان د استخراج چارې له داوطلبۍ وروسته د افغان ګلوبل منرال په نوم يوې کمپنۍ ته سپارل شوې دي، چې په دريو مياشتو کې يې دوه ځلې سروې هم ورته کړې ده.
د دغه کان د استخراج لپاره لومړۍ تر معدن پورې د لارې جوړول اړين دي، چې دمګړۍ يې د لارې د جوړېدو پر پلان کار روان دی.
د ډبرو سکرو کانونه
د سرپل ولايت په بلخاب، صياد او کوهستانات ولسواليو کې د ډبرو سکرو کانونه شته دي.
د بلخاب د سکرو کان:د بلخاب ولسوالۍ په ګواښ سيمه کې د ډبرو سکرو کان پېژندل شوی، چې د سرپل ولايت له مرکز سره نږدې ۲۰۰ کيلومتره واټن لري. په دغه کان لا هم هېڅ ډول چارې نه دي ترسره شوې. د سرپل ولايت د کانونو رياست مسوولين وايي، چې دوی لا هم د ياد کان په اړه د معلوماتو راټولو په درشل کې دي.
ميرزالنګ د سکرو کان:د ميرزالنګ د ډبرو سکرو کان د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې موقيعت لري، چې د دغه ولايت له مرکز سره نږدې ۱۵۰ کيلومتره واټن لري.
د سرپل ولايت د کانونو مسوولين وايي، چې دغه معدن د عام خلکو له خوا وخت ناوخت په غير فني توګه د دولت له اجازې پرته استخراجېږي او د همدغه استخراج له امله يې د کانونو رياست ته د ياد کان په اړه دومره معلومات شوی، چې د دغه کاند سکرو کيفيت ډېر ښه نه دی، خو نور معلومات يې په اړه نه لري.
د کوهستانات د سکرو کانونه:کوهستانات ولسوالۍ، چې د سرپل ولايت له لرې پرتو ولسواليو څخه ده، د دغه ولايت له مرکز سره نږدې ۲۵۰ کيلومتره واټن لري.
د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د ډبرو سکرو پنځه کانونه پېژندل شوي، خو د کانونو رياست مسوولين يې په اړه پوره معلومات نه لري.
د کوهستانات ولسوالۍ پنځه واړه کانونه د لرې واټن له امله د دولت له کنټروله يو څه لرې پاتې دي، چې له همدې امله يې د خلکو له خوا په غير فنی توګه استخراج روان دى.
د سرپل ولايت د کانونو رياست هڅه کوي، چې د دغه ولايت د شته ځمکنيو زېرمو په اړه لومړۍ خپل معلومات بشپړ او بيا پرې چارې روانې کړي.
ذبيح الله احساس
کاپي ايډېټ: عبدالجبار اندړ