د کابل اوسېدونکې ٤٠ کلنه مېرمن شکېلا وايي:" په دولتي روغتونونو کې خدمتونه په واسطو او پيسو دي. څوک چې واسطه لري پر وخت يې درملنه کېږي او ښه درمل ورکول کېږي، د غريبو دې خداى مل شي." ددغو ستونزو د هوارۍ لپاره او د افغانستان ټولو خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د برابرولو لپاره نورو کومو کارونو ته اړتيا ده که بريالي شوئ کوم کارونه به مو په روغتيايي لومړيتوبونو کې وي؟
روغتيا د يوه هېواد ګران بيه شتمني ده، روغتيايي خدمتونه زموږ په لومړيتوبونو کې دي. د خدای (ج) په مرسته به دغه وضعيت ته د پای ټکی کېږدو، روغتيايي خدمتونو ته به غوره کيفيت وبښو، مور او ميندو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کول مهم ګڼو، په دې برخه کې به له فساد سره جدي مبارزه وکړو، له محرومينو او زيانمنو قشرونو څخه به مو ملاتړ په لومړيتوبونو کې نيسو او د لرو پرتو سيمو روغتيايي وضعيت ته به پاملرنه وکړو.
د روغتيايي خدماتو د چمتو کولو لپاره لاندې مورادو ته ژمن يو: - بنسټيزو او مډرنو روغتيايي خدماتو ته د هېوادوالو د لاسرسي کچه لوړول. - په ولايتونو او مرکزونو کې د درملنې د بېړنيو مراکزو پراختيا. - د روغتيايي وقايوي فعاليتونو او پروګرامونو څخه ملاتړ. - د روغتيا مسلکي کدرونو د رامنځته کولو لپارهد روغتيايي خدمتونو پروګرام جوړول. - دتاريخ تېرو او بې کيفيته درملو څارنه او مخنيوى. - په ولايتونو کې د روغتونونو رامنځته کول، چې تر اوسه ورته لاسرسى نه شته. - د مور او ميندو مړينې د مخنيوي لپاره اقدامات. - په ولايتونو او ولسواليو کې د ښځينه روغتيايي کارکوونکو زياتول.
د اساسي قانون له مخې، دولت پر دې مکلف دی، چې وګړو ته روغتیایې اسانتیاوې برابر کړي . د تعلیمي روغتیایي نظام اصلاح ، د طبي مرکزونو رامنځته کول او د ښځو لپاره ځانګړي روغتونونه ، چې پر نړۍ والو معیارونو برابر وي ، رامنځته کول زموږ لومړیتوب دی .د ښځینه ډاکټرانو په تیره په نسایي ولادي برخه کې رامنځته کول خپل کار بولو،ترڅودمورو ماشوم مړینې کچه راټیټه کړو . د طبي پرمختللو وسایلو رامنځته کیدل او د فني او تخصصي کادرونو زیاتول غواړو. روغتونونه او روغتیایي مرکزونه به په عصري وسایلو سمبالوو . د روغتیایي چاپریال د رامنځته کیدو لپاره به هلې ځلې کوو. د ماشومانو او ځوانانو د روغتیا پالنې ته به ځانګړې پاملرنه کوو ، په خاصه توګه صحي بیمه ضروري او د اهمېت وړ ده .په نشه یي توکیو باندې روږدو کسانو ته به ددرملنې اوپالنې مرکزونه جوړوو.
دولتبایدپه دېهکلهدترکيېلهتجاربوګټهواخلياوهغویمزیدتعاونتهوهڅوي،دولتبایدپانګېترلاسهکړيچېپهافغانستانکېدتعلیمزیاتهبرخهوړیاويترڅوداغریبولسهملهپوهنېبرخمنشي. • روغتیایيخدماتوتهزیاتهتوجهپه کارده،پخوانيروغتونونهبایدښهمجهزشيدنویوروغتونونودجوړښتلپارهدمليشتمنۍپهاډانهکېاولهبهرنیومرستوڅخهپهګټهاخیستوکارواخیستلشي. • زیاتترکیزبایدپهدولتيروغتونونوويترڅووړیادرملنهولستهمیسرهشي،شخصيروغتیایيمراکزاوکلینیکونهبایددولتاودعامېروغتیاوزارتترجديپاملرنېلاندېونیسي،دشخصيروغتیایيمراکزولپارهځانګړېلوايحاوطرحېجوړېاوعمليکړياوهغویبایدکاملآپرخپلسرنهوي،بایددروغتیاوزارتتهجوابدهوي. • دغیرمعیاريدواګانودواردولوپهکلکهمخنیویوشياوددرمل جوړولوزړېموسسېلکههوخستHOCHST )) ژرفعالېشياوتراړخیې پهافغانستانکېدننهدولتياوخصوصيسکتورپه دېهکلههڅېوکړي،ځينېبهرني هیوادونهپه دېهکلهمرستوتهلېوالدي. • دنوروټکسونوتراړخکهصحيټکسپهمعتدلډولرایجشينودابههمدوړیادرملنېلپارهمرستهوکړيلکهچېپهغربيهېوادونوکې (خصوصاًانګلستان) سترهکلنۍبودیجهدصحيخدماتولپارهځانګړېکیږياودادصحيټکسدترویجنتیجهده.
روغتيا د ښوونې روزنې تر څنګ زموږ يو لومړيتوب دى؛ د ناروغانو په درملنه کې تبعيض او امتياز د زغم وړ نه دى، غريب او شتمن بايد ښه روغتيا ولري او ټول روغتيايي خدمتونه ورته په مساوي ډول ورسېږي.هر وخت چې د خداى تعالى رضا وه او کامبياب شوو، نو وقايوي روغتيايي تدابيرو ته به زيات اهميت او امکانات مساعدکړو. البته معالجوي تدابير هم په نظر کې لرو، موږ خلکو ته د وړيا طبي خدمتونو له وړاندې کولو څارنه کوو، دولتيډاکتران اوروغتونونه به وګومارل شي، چې خپلو خلکو ته يو ډول وړيا خدمتونه وړاندې کړي،دا خدمتونه به با کيفيته وي، غوره ډاکتر او اغېزناک درمل د ناروغ حق دى اوموږ پر خپلو ټولو امکاناتو له دې حق نه ملاتړ کوو.