دخوستښارهټيوال ٦٠ كلنمحمدرحمانوايي:"دادېرشكالهكيږي،چېګاونډيهېوادونهدافغانستانپهچاروكېلاسوهنهكوي،ګاونډيوموږ برباد کړو،دادومرهڅرګندهخبرهده،چېثبوتتههماړتيانهلري،خودافغانستانيوهحكومتهملهدوىسرهداخبرهسپينهنهكړه." پهافغانستانکېدبهرنيوځواکونوشتوندسيمېاوپهځانګړېتوګهګاونډيهېوادونهاندېښمنکړيدي،دځينوپهباور،دغهلاسوهنېهمدهمدېاندېښنولاملدي،ستاسوبهرنۍپاليسيبهدغواندېښنوتهڅهځوابووايي؟
موږ د ښه ګاونډيتوب او مسالمت اميزه ژوند اصل اهميت ورکوو، ګاونډيان به وهڅوو، چې زموږ مشترکات د امنيت او سيمه ييږې پراختيا پر محورونو غښتلي کړو، هڅه به وکړو، چې نوي واقعيتونه په سيمه کې پياوړي کړو او د محوري پراختيا پر لور ګام واخلو.
په خپله بهرنۍ کړنلاره کې لاندې مواردو ته ژمن يو: - د افغانستان د ملي ګټو په نظر کې نيولو سره په سيمه ييزو او نړيوالو مناسباتو کې د توازن او حتى بې پرې والي د اصل رعايت. - د ملي حاکميت حق ته درناوى، د هېوادونو په کورنيو چارو کې نه لاسوهنه، متقابل درناوى او کاونډيتوب د بشپړ حق رعايت. - په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قانوني کول. - د ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتيا په نظر کې نيولو سره د افغانستان د سيمه ييزو شخړو حل.
زموږ هڅه دا ده ، چې تر څه وړاندې یو ملي حکومت او پیاوړی دولت رامنځته کړو، د بهرني سياست په برخه کې موږ پنځه کړۍ لرو . لومړۍ کړۍ مو ګاونډي هېوادونه دي . له شپږو ګاونډیو هېوادونو څخه پنځه اسلامي دي . له دغو پنځو سره سياسي ،اقتصادي او فرهنګي مشترکات لرو .زموږ هڅه داده ، چې لومړی له خپلو ګاونډیانو سره سيمه کې د ثبات ،امنيت او اقتصادي پرمختګ لپاره دسيمه ییزې همکارۍ یو تړون ته ورسو . دغه همکاري به موږ یو له بل سره وتړي ، یو د بل حقوق او وجایب به درک کړو . یو هېواد به هم د بل هېواد لپاره سنګر ونه ګرځول شي ، او نه به دبې ثباتۍ لامل شي. موږ له ګاونډیو هېوادونو سره د مشترکاتو له مخې حسنه روابط او ښه راشه درشه لرو . زموږ بهرنۍ پالېسي له ګاونډیانوسره پر سياسي ، اقتصادي او فرهنګي ارزښتونو ولاړه ده او ژمنه مو دا ده چې د ګاونډي ثبات او پرمختګ د ځان ثبات او پرمختګ بولو . د خپل هېواد له ملي ګټو او ارزښتونو نه مو ننګه هم یو ستر اصل دی .
ګاونډیانو سره د متقابل احترام له مخې روابط اړین دي، ځکه په یوه جغرافیه کې واقع یو، د بې باوریو لاملونه وڅېـړو او تر هر څه لومړی دې باور رامنځ ته شي. ګاونډیان باید په دې وپوهول شي چې که کشاله حل شي نو دوى تجارتي، علمي او فني اړیکې ساتلای شي. د افغانستان له لارې د سيمې د هېوادونو ترمنځ ښه خدمات ترسره کېداى شي، دا به هم د افغانانو لپاره پانګونه او هم د کار پیدا کېدو لامل شي او هم به د باور لامل وګرځي او هم به ګاونډیان په اقتصادي لحاظ افغانستان ته اړ وي او سره به وتړل شي. • جګړه به روابط لا کړکېچن کړي او د نورو لاسوهنو لامل به شي. • افغانستان چې په وچه کې راګير دی له ګاونډیانو سره ښو روابطو ته اړ دی، خو ملي مصالح باید اولویت ولري او یواځې د اقتصادي اړتیاوو لپاره ملي مصالح هېڅکله هم هېر نه شي. • په افغانستان کې بهرنی نظامي شتون هم دننه د جګړې او ناخوالو انګېزه ده او هم د ګاونډیانو او د ځينو نږدې سترو هېوادونو د اندېښنې لامل هم دی؛ بهرنى نظامي شتون خامخا سیمه يیزې موخې لري او غربي نظامي حضور د ګاونډیانو په شمول د چین او روس لپاره هم اندېښنه ده. • ښه به دا وي چې زموږ د ملي اردو او پولیس پر خپلو پښو ودرېږي او بهرنیان افغانستان خپل دوست وګڼي او افغانان هم هغوی مطمین کړي؛ ځکه افغانستان د دوی مرستو ته اړتیا لري او په دې ډول به یې نظامي شتون هم پای ومومي.
زما په نظر په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو حضور په هېڅ صورت د کوم درېيم يا ګاونډيو هېوادونو پر زيان نه دى. ددې برعکس دا شتون اوسمهال افغانستان ته د تروريزم او ورانکارۍ د بېرته راستنېدو تضمين کوي، چې زموږ هېواد يې د نړيوالو ويجاړيو په اډه بدل کړى و.دا دافغانستان خلک دي، چې بايد شکايت وکړي او اندېښنه ولري، چې د ګاونډيانو د پرله پسې لاسوهنېله امله په جګړو او نښتو کې معروض وو. ددغه حضور نوعيت او همدرانګه د دوى ماموريت په داسې بڼه دى، چې ګاونډي هېوادونه دي اندېښمن کړي. په هر حال موږ باور لرو، چې نېک ګاونډيتوب او د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ ديني او فرهنګي مشترکات، سياسي سيالۍ په سيمه کې پهاقتصادي او ترانسپورتي سياليو بدلې کړي. بهرني ځواکونه په نږدې يا لرې وخت کې خپلو هېوادونو ته ځي، خو افغانستان او ګاونډيان يې تر ابده پاتې دي. موږ د بهرنيانو له شتون څخه په افغانستان کې د سولې او کورني امنيت او هم د سيمې د ثبات لپاره کار اخلو. په افغانستان کې سوله او امنيت د سيمې د ثبات او امنيت لامل ګرځي اقتصاد ته وده ورکوي، چې اوسمهال د سيمې د هېوادونو خلک ورته اړتيا لر.نو پر دې اساس د بهرنيو ځواکونو د شتون له اړخه د ګاونډيانو داندېښنې په اړه کوم دليل نه ګورو، هيله لرم چې دافغانستان ګاونډي هېوادونه په خپل نوبت سره په مخالفينو کې دشته نفوذ له مخې د افغانستان د سولې لپاره کار وکړي، تر څو له دې لارې د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره هواره شي.