د ننګرهار اوسېدونکى سمېع شينوارى وايي، چې په افغانستان کې ټولې ستونزې د اداري فساد زېږنده دي. "جګړه، نا امني، بيکاري، پر دولت بې باوري او له دولت سره د خلکو نه همکاري د همدې فساد محصول دى." تاسو د اداري فساد د له منځه وړلو او ددې لپاره ، چې کار اهل کار ته وسپارل شيکومو کارونو ته لومړيتوب ورکوئ؟
له اداري فساد سره زموږ د مبارزې عزم جدي دی، موږ په دې برخه کې لاندې شاخصونه په نظر کې نيولي دي.. د قوانينو پلي کول، د قوانينو او مقرراتو اسانول، اداري تحول، د ديني روزنې عامول، د اداري اخلاقو پياوړتيا، عدالت غوښتنه، د ټکنالوژيکو خدماتو پراختيا، د روڼتيا فرهنګ شفافيت، نظارت او جامع کنټرول، د ځواب ورکولو سنت تقويه، مالي او اداري دسپلين، د ظرفيت ارتقا او زده کړه، ښايسته سالاري، د مصرف الګو معقولول، له قوانينو څخه د خلکو د پوهاوي فرهنګ عامول، د اداري او سياسي حوزو د کړنو تمايز، د کار کوونکو د شغلي رضايت تامين، د معافيت د فرهنګ نفې او احتساب.
د فساد د له منځه وړو لپاره به موږ لاندې وعدو ته ژمن وو: - په سازماني پېچلي جوړښت کې اصلاحات، چې د اداري فساد فرصتونه رامنځته کوي. - د اداري طرز العملونو اسانتيا. - د لياقت او استعداد له مخې د استخدام بهير رامنځته کول. - د تفتيش د ظرزالعملونو اصلاح او پياوړتيا. - له اداري فساد څخه د مخنيوي په موخه د قوانينو او ظرزالعملونو تعديل او تنفيذ. - د دولتي کارکوونکو د کافي تنخواوو او امتيازاتو په نظر کې نيول، چې نشتوالى يې د پراخ اداري فساد لامل ګرځېدلى شي.
۳: لومړی به قانون پر ځان او بیا پر نورو تطبیقوو . د فساد د له منځه وړلو لپاره به عدلي او قضایي ارګانونه له فساد څخه پاکوو . تر بریاليتوب ورسته به د شپږو میاشتو په بهير کې د ټولو بندیانو دوسيې څېړو . د مکافاتو او مجازاتو اصل به ژوندی کړو . ضوابط به پر روابطو حاکموو. کار به د کفایت او اهلیت پر بنسټ ویشل کېږي . د دولت له وزیر څخه به تر مامور پورې وظيفې تعریفوم . کله چې وظیفه تعريف شوه ، نو اشخاص پخپله په چوکاټ کې لوېږي .دویم د ملي مشارکت پر بنسټ عمل کول دي . مشارکت مانا دا ده چې د ټولنې بیلا بیلې خواووې لکه ځوانان ،مېرمنې ، علما ځان باید په حکومت کې وويني .
دا حقیقت دی چې اداري فساد شته، د ټولو ناخوالو ستر لامل دی او د خلاصون لاره يې د مفسدو چارواکو پر ځای د صالح او اهل کسانو ګومارل دي. په فساد اخته کسان او هغه چا چې فساد کړی باید ورسره قضایي او عدلي حساب وشي؛ د دغه کار د عملي کېدو لپاره د یو اختصاصي بې پرې عدلي محکمې جوړېدو اړتیا ده، تر څو افغانان مطمین شي، لوټ شوي مالونه (شخصي یا دولتي) دوباره وسپارل شي او داسې روحیه رامنځ ته شي، چې نور د فساد او لوټمار محاسبه، استرداد او مجازات شته. • د فساد د مخنیوي لپاره د شفاف اداري نظام د جوړښت ضرورت دی، چې د فساد مخه ونیسي او هغه داسې اداري تشکيلات، کړنې او پروسيجرونه وي، چې که څوک و غواړي هم ونه شي کولای فساد وکړي. ټولې راکړې ورکړې باید کمپیوټرایز وي او د اصلاح شوو بانکونو له لارې وشي، د لاس په لاس کړو وړو پلورلو او رانیولو مخه ونیول شي، چې په دې ډول دا په اسانۍ جوتېدای شي چې پیسې له کومه ځایه راځي او چېرې او څه ډول کارول کېږي. • ساختماني قراردادونه باید د فوايد عامې وزارت له لارې ترسره شي او یا د نوموړي وزارت له لارې شخصي شرکتونو ته ورکړل شي، خو باید دغه کار یواځي یو لاس وي د دويم، درېیم... لاس قراردادونو او فرعي قراردادونو جداً مخنیوی وشي. • خارجي پانګه وال او مرسته کوونکي هم باید د همدغو اصولو پابندي وکړي، ځکه بهرنیانو هم د فساد لامل دي.
په افغانستان يواځې رشوت فساد نه دى، اداري، سياسي او مالي فساد غټې ستونزې دي.لومړى ګام به مو په حکومت کې د ساختاري فساد له منځه وړل وي. موږ انشاالله د قانون حاکميتخوندي کوو، چې دا چاره تر ډېره د فساد مخه نيولى شي. زموږ کابينه به هم انشاءالله چې يوه متقي، با تجربه او د افغانستان د خلکو ګټو ته ژمنه کابينه وي. دا کابينه به په فساد کې ښکېله نه وي او د فساد پر ضد به کلکه مبارزه کوي.که خداى ته منظوره وهخپله به هم شخصاً له فساد سره مبارزه په نظر کې نيسم او البته چې د افغانستان د خلکو مرسته به را جلبوم. هو! زموږ په پروګرامونو کې کار اهلکار ته سپارل يو اصل دى، موږ کوښښ کوو او پرېکنده اداره لرو، چې کار اهل کار ته وسپارو.موږ د ځوانانو، ښځو، روڼ اندو، پوهانو، استادانو، ښوونکو، ديپلوماتانو، اهل خبرهاو نورو ته په بېلابېلو برخو کې فرهنګي او ټولنيز پروګرامونه لرو. له شک پرته چې موږ به له خلکو سره دهغو کسانو په ټاکنه کې چېد دوى برخليک اوورځيني کارونه ورسره تړلي مشوره کوو.کوم حکومت چې موږ يې جوړوو له يوه مامور څخه تر وزيره پورې به ټول ملي ګټو ته ژمن با تجربه، کارپوه او خدمتګاران وي. زموږ کوښښ دا دى، چې عامه اداره ځواب ورکولو، مسووليت منلو او خدمت کولو ته چمتو کړو. همدرانګه هيله لرو، چې دادارې په اصلاح سره ځوان کدرونه د زيات مسووليت منلو ته جلب کړو او په عامه اداره او کاري مهارتونو لوړولو کې روزنې ورکړو. زموږ اداره داده، چې واګې هغو بچيانو ته ورکړي، چې د وطن لپاره په پاک روح خدمت کوي او ملي ګټې پر شخصي ګټو اوچتې ګني. موږ ملي ګټو ته دوفادارې، خدمتګارې او عامه ادارې د رامنځته کولو او پرمختګ غوښتونکي يو.