- دکندوزدخانابادولسوالۍداقتاشدکلياوسېدونکى ٦٥ کلناماناللهبابکرخېلدامنيتدراوستولپارهپربينالافغانيتفاهمټينګارکوياووايي:"هيلهمېداده،چېټولافغانانکهپهدولتکېدياوکهمروروروڼهديسرهيوشياوپهمنځکېشتهدښمنۍيېپهمينهاوورورولۍبدلهشي." دسولې مليپخلاينېاوپهواککېددولت د وسله والو مخالفینو په ځانګړې توګه د طالبانو دشريکولولپارهبه مو اراده څه وي،همدارازلهجنګيجنايتکارانواودبشردحقونولهناقضينوسرهبهڅهکوئ؟
بين الافغاني تفاهم چې د هېواد د ملي مصالحو پر بنسټ ترسره شي، مثبته پراختيا د نفرت پر محبت د اوښتول لامل کېږي. په دې برخه کې موږ اعتماد جوړوونکي او اوچتګامونه اخلو، خو له مخالفينو هم غواړو، چې د هېواد د ملي ګټو پر کرښه لازم انعطاف ولري. منطقي لاره دا ده چې د هېواد اساسي قانون په چوکاټ کې له يو بل سره خبرې وکړو او د ګډو زمينو په نظر کې نيولو سره عملي حل لارې ولټوو.
تلپاتې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره اړتيا ده، چې له متخاصمو ډلو سره يوې کلي پايلې ته ورسېږو، موږ له ټولو ډلو سره د خبرو اترو غوښتونکي يو، خو پر دې شرط چې د افغانستان له شرايطو او غوښتنو سره مطابقت ولري (اساسي قانون، د تېرې څه باندې يوې لسېږې لاسته راوړنې، له تروريستي سازمانونو سره د اړيکو پرې کول.)
واک ته د رسېدو پر مهال به یو ملي حکومت جوړوو، چې په سياسي حل لارې باندې اجماع ته ورسېږو . له وسله والو مخالفينو په تیره له طالبانو مو غوښتنه دا ده، چې د یو پیاوړي نظام جوړونې او ملي مشارکت لپاره ځینې وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړي . او د یو سياسي نظام په چوکاټ کې ځان داخل کړي . زموږ د واک غیږ د هر چا لپاره د کفایت او اهلیت پر بنسټ خلاصه ده . موږ د اسلام مبین دين پر بنسټ عفوه تر غچ اخيستنې وړاندې بولو . د پایداره سولې یوه مانا هم دا ده . چې ټولې خواووې د غچ له فرهنګ څخه د عفوې فرهنګ خپل کړي اوپرخپلو ملي او اسلامي بنسټونو باندې اجماع ته رسېږي .موږ به د قانوني صلاحیتونو په رڼا کې له جنګي جنایتکارانو او د بشر حقونو له ناقصینو سره چلند کوو.
بین الافغاني تفاهم اړین دی چې د بهرنیانو له مستقیم شرکت پرته ترسره شي او نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه باید د بین الافغاني تفاهم لپاره سهولتونه برابر کړي، د همکارۍ لاره هواره کړي او په اخره کې د بین الافغاني تفاهم پایلې باید هغوی ومني. د سولی د راتګ لپاره: د وسله والو مخالفینو (طالبان، حزب اسلامي "حکمتیار") په واک کې شراکت اړین دى او په دې ډول تل پاتې سوله راتلای شي. • د یوه بې پلوي او افغاني قضایي هیئت له لارې لومړی باید جنګي جنایت کاران په ګوته شي او عادلانه قضاوت وشي او بیا یې د سرنوشت په هکله د ملي مصالحو او ملي یووالي د ضرورت په رڼا کې تصمیم ونیول شي، د بشر د حقوقو د نا قضینو باید په کلکه مخنیوی وشي او په هېڅ ډول زورواکي پرې نه ښودل شي چې د افغانانو بشري حقونه تر پـښو لاندې کړي. • د بشر د حقونو سرغړوونکي جداً او عملاً متوجه شي، چې دا ډول کړنې نور سره کرښه ده، چې له دې خط څخه تېرېدل به د مجازاتو لامل ګرځي.
د افغانستان اساسي قانون د هېواد په سياست او اداره کې د ټولو افغانانو ونډه تضمين کړېده. که چېرته طالبان يا هره بله وسله واله ډله د جګړې پرېښودو او په قدرت کې د ورګډېدو غوښتونکې وي، نو موږ ورسره فوراً خبرې پيلوو. په خبرو کې به څرګنده شي، چې دافغانستان له خلکو څه غواړي، فکر کوم اساسي قانون او د خلکو لاسته راوړنو ته په پام سره په دولت کې د ګډون لپاره د مخالفينو پر وړاندې کوم ممانعت نه شته. افغانستان د خپلو اولادونوکار او فعاليت ته اړتيا لري، هر کس چې له هرې لارې کولى شي، بايد مشارکت وکړي. د بشري حقونو د سرغړوونکو او جنايت کارانو پر وړاندې زموږ نظر دادى، چې لومړى او عملي کار د هغوى ايستنه د دولتاو حکومت له دستګاه څخه ده. که چېرې اسناد او شواهد په لاس کې وي، نو د افغانستان محاکم به يې د دوسيو قضايي څېړنې ته وګومارم. خو په هغه حاکميت کې چې زموږ حکومت به يې رهبري کوي، د بشري حقونو سرغړوونکو ته قطعاً ځاى نه شته.