د کونړ د نورګل ولسوالۍ اوسېدنکى۶۰ کلن محمد حسن حسام وايي: " له اوبو څخه ډک سيند زموږ له سيمې تېريـږي، پاکستان ته اوړي، هغوى ( پاکستان ) په ورسک کې پر همدې سيند بند جوړ کړى او ټوله خیبر پښتونخوا ته برېښنا ورکوي، خو موږ د برېښنا له نعمت څخه بې برخې يو ." افغانستان شاوخوا ٧٥ ميليارده مکعبه روانې اوبه لري ، خو د اټکل له مخې، ٨٠% ګاونډيو هېوادونو ته ځي تاسو يې د مهارولواو د انرژۍ اړتيا څنګه پوره کوئ؟ خلکو ته د څښلو د پاکو اوبود برابرولو او د ځمکو د خړوبولو لپاره کوم پلان لرئ ؟
اوبيزې سرچينې زموږ له نظره ستراتيژيک اهميت لري، د اوبو رسونې او انرژۍ د کيفيت ښه کولو او اوچتولو او زېربناوو جوړولو د افغانستان د بڼې د بدلون لپاره له مهمو اقتصادي اړتياوو ګڼو، په دې برخه کې ملي ظرفيتونه په کار اچوو او له پايلې ګټه اخلو. د هېواد د اوبيزو سرچينو د مديريت په اړه د راتلونکې کړنلارې په چوکاټ کې د ګټو په محور کې څو ټکي په نظر کې نيسو، څو د انرژۍ، د کرنيزو او د څښاک پاکو اوبو په برخه کې ګامونه اوچت شي.
افغانستان د اوبو د مهارولو لپاره موږ هڅه کوو، چې خپل ځان له نړيوالو کنوانسيونونو سره سم جوړ کړو او له هغو هېوادونو سره برخورد وکړو چې هره ورځ زموږ د هېواد زرګونه متره مکعبه اوبه ورځي. په پيل کې به مو هڅه دا وي، چې د افغانستان د اوبو لپاره يوه منطقي لاره ومومو، د اړتيا وړ اوبو د را ګرځولو لپاره به ستر بندونه جوړ کړو، چې په ټاکنو کې د بريا په صورت کې به دا موضوع تر کار لاندې ونيسو او لاندې کارونه به وکړو: -د هېواد د غرني والي په نظر کې نيولو سره افغانستان د برېښنا له واردوونکو هېواد څخه پر برېښنا توليدوونکي هېواد بدلول. - د اوبيزې او لمريزې برېښنا پر توليد پانګونه. - د انرژۍ په برخه کې د پانګونې جلبول. - ټولو ولايتونو ته د برېښنا توازني وېش. - د بندونو په جوړولو سره د افغانستان د اوبو مهارول. - د ګاونډيو هېوادونو سره د اوبو د ستونزې عادلانه حل. - له نړيوالو معيارونو سره د برېښنا سکتور د معياري کولو په برخه کې اړين اقدامات.
۱۰: زموږ دګټورې ، عصري او پایدارې ګټې اخيستنې لپاره به موږ د اوبو مدیریت لپاره یو ملي پروګرام جوړ کړو . ترڅو زموږ کروند ګردسېلاب او وچکالۍ له خطره ووځي او په ډاډمنه توګه د راتلونکي مارکېټ شرایطو ته ځان برابر کړي . نړۍ والې تجربې ښودلې ، زموږ دودیزې لارې چې ولس داوبو په انسجام او مدیریت کې لویه برخه ګڼي د پایدارې ګټې یو مهم اصل دی . موږ به دا لاره برابره کړو ، چې داوبو د زېربنا په جوړولو کې ولس برخه واخلي او داوبو په عادلانه وېش کې به مدیریتي ونډه ولري. له ښه مرغه د هېواد ټولې طبیعي زېرمې په هغو سیمو کې دي، چې بې وزلي او محروم هېوادوال په کې ژوند کوي، موږ به د برېښنا د تولید او کانونو د فعالولو لپاره پر دې سیمو داسې پانګونه وکړو، چې هم دا هېوادوال او هم د هېواد نور وګړي ترې برخمن شي. زموږ داوبو دودیز مدیریت داسلام مبین دین په قواعدو ولاړ و او په سلګونو کلونو اغېزناک و . د ډېرو ژورو څاګانو ویستل پرته له دې، چې دودیز اصول په نظر کې ونیسي داوبو سرته ( سر ورخ ) ویالو او سیندونو کې دودیز وېش تر پښو لاندې کړی دی . پایله داده چې داوبو په وېش کې عدالت له منځه تللی او هم اوبه په اغېزمنه توګه نه کارېږي.زموږ هڅه داده چې په دې برخه کې به له اسلامي اوملي بنسټونو کاراخلو.
دافغانستانپهسیندونوپهځانګړېتوګهدکوڼرپرسینددیوهقويبرېښنابندجوړېدلاړیندي. دابههمدهېواددننهاړتیاپورهکوياوکهضرورتشوګاونډيهېوادتهبههمورکولکیږي.دابهدښواړیکوددرلودولاملهمشي.رښتیاهمچېکافياوبهلرو،همدبرېښنادتولیدلپارهاوهمدځمکودخړوبولولپارهورڅخهګټهواخیستلشي.بایدداوبونهرونهجوړشي،سترېسترېکاناليپروژېرامنځتهشيدژوروڅاګانودکیندلوکاربایددزارعتوزارتپهمشورهاواجازهوشي. داوسنيحالتچېهرچېرېژورهڅاهکیندلکېږيبایدمخهیېونیولشيځکهداوبودسطحېدډېرژورواليلاملګرځي،دڅښاکداوبولپارهبایددیوهلویکليلپارهیوژورڅاهوکیندلشيچېرتهچېداوبوچینېنهوياوددېڅاهاویاچینوڅخهدپایپبهذریعههرکورتهاویاهرېکوڅېتهپاکېاوصفااوبهوغځولشي.
نه شو کولى، چې اقتصادي پاليسي په دې محدوده کې بيان کړو. موږ د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، صنعت، ترانسپورټ، سياحت، کورنۍ ، سيمه ييزې، نړيوالې سوداګرۍ، درنو او سپکو صنايعو، کارموندنې، کور جوړونې او د کورنيو توليداتو هڅونې لپاره پروګرامونه او عملي تګلارې طرحه کړې دي. ددې پروګرامونو د پلي کولو موخه داده، چې بېوزلي ښکته شي، په دولت کې کاري فرصتونه په عادلانه ډول ووېشل شي، ددې ترڅنګ له خصوصي تشبثاتو څارنه، د صادراتو او وارداتو د تدريجي متوازن کولو لپاره د مناسبې قانوني او حقوقي زمينې ايجادول او لږ تر لږه دکورنيو صادراتو د کچې لوړول هم ددې پروګرامونو په موخو کې راځي.موږ باور لرو، چې د ګمرکاتو د اصولو او مالي سيستم په اصلاح، د مالي فساد سره په مبارزې، د اقتصادي بيخ بېناوو جوړولو په ځانګړي ډول د کرنې، صنايعو ، حمل او نقل او همدارنګه د کورنيو توليد په پياوړتيا کې له نړيوالو مرستو څخه اغېزناکه استفاده، د کاري فرصتونو را منځته کول او د سيمه ييزو اقتصادي سياليو لپاره کار کولى شي، چې موږ په هېواد کې د بېوزلۍ په کمښت او دهېواد اقتصادي ستنو په پياوړتيا کې بريالي کړي. افغانستان د اوږد مهال لپاره نړيوالو مرستو ته اړتيا لري. زموږ هڅې په دې متمرکزې دي، چې نړيوالې مرستې په کرنيزو ، توليدي، ترانسپورټي او مسلکي روزنې ته ځانګړې شي، څو له دې لارې د محصولات د توليد کچه خلاصه او اوچته شي.