پرته له شکه چې اسلام یو کامل دین دی، چې احکام یې له هر وخت سره سم پر هر چا د پلي کیدا وړ دي.
الله تعالی فرمایلی دی: [الیوم اکلمت لکم دینکم واتتمت علیکم نعمتی ورضیت لکم الاسلام دینا]
ژباړه: نن مې ستاسو دین بشپړ کړ او خپل نعمت مې تاسو باندې تمام کړ او اسلام مې ستاسو د تل پاتې قانون په توګه ومانه.
په پورتني ایات سره سم اسلام هغه بشپړ دین دی، چې د دنیا او اخرت ټولې ګټې په کې نغښتې او د انسانیت د فلاح او نجات لپاره د یوه قانون او ایین بڼه لري.
هر څوک، چې په خپل ژوند کې اسلامي احکام عملي کړي، په دنیا او اخرت کې به یې له مزایاوو څخه برخمن شي.
په اسلام کې پر شورا تاکید شوی او له مسلمانانو غوښتل شوي، چې په خپلو منځونو کې دې سره سلا او مشورې وکړي.
پیغمیر صلی الله علیه وسلم ته الله تعالی امر کړی، چې له صحابه کرامو سره مشوره وکړه:
(وشاورهم فی الام) وامرهم شورا بینهم)
پرته له شکه، چې شورا زیاتي ګټې لري او کوم کار، چې په مشورې سره تر سره شي، بیا پښيماني او نیمګړتیاوې نه لري.
شورا د یوه عادلانه او ولسواکه نظام اصل ګڼل کیږي او مسلمانانو ته په کار ده، چې په خپلو منځونو کې سلا مشورې وکړي.
په تېرو وختونو کې صحابه کرامو خپل زعامت د مشورې او یا هم د وصیت له لارې ټاکلی دی.
خو په نننۍ نړۍ کې د زعیم او ولسمشر ټاکلو ډېره غوره لار د ازادو او عادلانه ټاکنو ترسره کول دي.
باید په پام کې ونیول شي، چې د ټاکنو له لارې د مشرتابه ټاکنه، لکه څنګه چې ادعا کیږي، د لويدیځ تمدن لاسته راوړنه نه ده، بلکې په اسلامي فرهنګ او ارزښتونو کې ریښې لري، هغه عمده ټکې چې موږ په دغه کار باندی باورې کوي هغه داسلام د مبین دین کې د شورا بیعت او اجماع په اړوند د حکمونو شتون دی چې د هریو مفاهیمو په څیړنې تفسیر او پراختیا سره کولاې شو د ټاکنو او مشرانو د ټاکلو د څرنګوالې په اړه پراخې نظریې ترلاسه کړو او دغه راز د اسلام د ستر پیتغمر سنت دی چې له درنو صحابه کرامو سره به یي سلا مشورې کولي.
د ټاکنو په اړه د اسلام نظر کولې شي شو په ددو سرچینو یعنې قران او د اسلام د ستر پیغمر صلی الله علیه وسلم پرسنتو کې و څیړو د اسلام په صدر کې او ان د حضرت صلی الله علیه وسلم له رحلت څخه وروسته د رنو صحابه وو، د خلکو د بیعت ،دمشر ،خلیفه او دپیغمر علیه السلام د جانشین د ټاکلو په اړه له شورا څخه کار اخیستی.
نو داچې په اوس وخت کې ستونزمنه ده چې له هرچا جلا جلا نظر واخیستل شی نو د ټاکنو عرف او عنعنه په زیاتو اسلامي ټولنو کې راج شوی او خلک کولای شي چې په یوه ازاده فضاکې دخپلي خوښی زعیم او کاندید ته رایه ورکړی چې دغه کار د شورا او نظر پوښتنې مترادف ګنل کیږي.
 اوسمهال د ولسواکی د حاکمیت لپاره دغه کار یو منل شوی نړیوال اصل ګڼل کیږي او په زیاتو هیوادونو کې خلک له همدغه لارې خپل سیاسي زعامت ته رایه ورکوی.
نو باید وویل شي چې د ټاکنو ترسره کیدل په اسلام کې دشورا له اصل څخه سرچینه اخلي چې ترمخه یې خلک دی ته اړکیږي چې درایي اچونې په واسطه د خپلي خوښي رهبر ته رایه ورکړي.
د ټاکنو د ترسره کیدو په مخالفت کې داسي کوم صریح نص هم وجود نلري نو بنا مسلمانانو ته پکار ده چې په انتخاباتو کې برخه واخلي او زعامت په اړه خپله مشوره درایي په واسطه ورکړی ، دغه کار د امنیت ثبات په ټینګښت کې مهم رول لري او دغه راز د یوه نظام د مشروعیت لپاره عمده عنصر ګڼل کیږې.