Data Gathered Date: 

Monday, July 29, 2013 - 12:15

کابل (پژواک ٢٠غبرګولى ٩٢) : د کونړ يوشمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې له نا امنۍ او د برېښنا له نه شتون څخه سرټکوي او وايي، چې د پرمختګ چارې يې له خنډ سره مخ کړې دي.
د کونړ دغه اوسېدونکي وايي، سره له دې چې کونړ پرېمانه اوبه لري؛ خو لا هم د برېښنا نه شتون خلک له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کړي دي.
د کونړ د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي ګل خان وايي، د خلکو لويه ستونزه نا امني ده، چې په وينا يې د پرمختګونو مخه يې نيولې ده.
هغه وويل، چې د مرورې ولسوالۍ د اوسېدونکو بله ستونزه د مرورې د کانال نه جوړېدل دي.
دی وايي، چې  دولت په وار وار ورسر د دې کانال د جوړېدو ژمنې کړي؛ خو تر اوسه يې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
حاجي ګل خان زياتوي،چې د مرورې ولسوالۍ ټولې ځمکې للمي دي روانې اوبه نه لري او د خلکو سترګې يواځې باران ته  وي.
د کونړ د مرکز اسعد اباد اوسېدونکی هارون هاشمي بيا د برېښنا له نه شتون څخه سرټکوي او وايي، چې که د کونړ پر سيند د بريښنا بند جوړه شي؛ نو د ګاونډيو هېوادونو په خير به هم وي.
د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی جنت ګل فدا وايي، چې د دوی سترې ستونزې د امنيت او برېښنا نه شتون دى او دغه راز په دې وروستيو کې د پاکستان ړندو بريدونو هم ددوى عادي ژوند تريخ کړى دى
هغه وايي، دغه راز د وټه پور او ماڼوګۍ ولسواليو اوسېدونکي هر کال د اوړي په راتلو سره د پيچ درې د سيند د اوبو د زياتوالي له امله له ستونزو سره مخ کيږي ، چې اوبه ډيرېږي او شاوخوا نږدې کرنيزې ځمکې وړي.
د نوموړي په خبره، دوی د دې سيند غاړو ته د استنادي دېوال د نه شتون  له ستونزو سره مخ دي او د دې دېوال جوړېدل د ولس له وسه وتلې خبره ده.
فدا وايي، چې په کراتو کراتو يې حکومت ته د استنادي دېوالونو د جوړېدو غوښتنليکونه وړاندې کړي؛ خو تر اوسه چا په دې برخه کې اقدام نه دی کړی.
د کونړ د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد ناصر وايي، نا امنۍ په خلکو داسې منفي اغېز کړى، چې هر څوک له کوره وځي دا باور نه لري، چې ژوندى به بېرته کور ته را ستون شي.
دی وايي، چې په جنازو، جوماتونو، بازارونو او په نورو ټولنيزو ځايونو کې د چاودنو امکان شته ، نو له همدې امله ده، چې د دوی په سيمه کې خلک ماخوستن او سهار جوماتونو ته نه ځي.
د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی مولوي عبدالواحد وايي، په ناړۍ او غازي اباد ولسواليو کې لويه ستونزه نا امني ده.
هغه وايي، ځکه په دې ولسواليو کې نا امني ډېره ده ، چې له مرکز اسعداباد څخه ۸۰ کيلومتره لرې سرحدي سيمو کې پرتې او د نورستان له نا امنه ولسوالۍ کامدېش سره ګډه پوله لري.
دی دغه راز زياتوي، چې په کونړ کې د خلکو اقتصاد ډېر کمزوری دی، په غرنيو سيمو کې روغتيايي اسانتياوې نشته او له زده کړو د غرنيزو سيمو اوسېدونکي محروم دي.
د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالستار وايي، چې هر کال يې دغه سيند د دوی او سرکاڼو، نرنګ، څوکۍ او نورګل ولسواليو د خلکو ځمکې له ځانه سره وړي.
دی زياتوي، د کونړ سيند د دغو کلو په منځ کې تېر شوی، چې د اوړي په راتلو سره په کې اوبه ډېرېږي.
عبدالستار وايي، د دې سيند ګټه نورو؛ خو زيان يې دوی ته رسېږي.
د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکی مزمل بيا وايي، چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له نا امنۍ کرار ه شپه او ورځ نلري.
هغه زياتوي، په دانګام کې امنيتي وضعيت ښه نه دی، که له يوې خوا طالبانو تنګ کړي له بلې خوا له تېرو دوو کلونو راهيسې د پاکستان له لوري د راکټي بريدونو له امله هم له ستونزو سره مخ دي.
د نوموړي په خبره، د دې بريدونو له امله خلک په هېڅ ځای کې په ډاډه زړه کار نشي کولای او هره شېبه د راکټونو د بريد امکان شته.
د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکی مولوي ګل رحمن هم له نا امنۍ سرټکوي او وايي، چې که امنيت راشي، د پرمختګ هر  ډول چارې کېدای شي، خو په وينا يې چې په نا امنۍ کې هېڅ کار نشي تر سره کېدای.
دی وايي، کونړ يوغرنی ولايت دی، خلک يې  بې وسه او غريب دي او د کار کولو زمينه ورته نه ده مساعده شوې.
هغه وايي، خلک خپلو ماشومانو ته د قلم او کتابچې د اخيستلو وس هم نه لري او داچې په کونړ کې ډېری ښوونځی لومړني او يا منځني دي؛ نو اوسېدونکي يې د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولای، چې خپل ماشومان په لېسه کې د زده کړو لپاره نورو سيمو وليږي.