Data Gathered Date: 

Monday, July 1, 2013 - 13:30

کندهار (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٢): د کندهار ګڼ اوسېدونکي په دغه ولايت کې نا امني، د برېښنا نشتوالى، د پوهنې د کيفيت ټيټوالى، د روغتيايي اسانتياوو نه شتون، کرنيزو محصولاتو ته د نړيوال بازار نه موندل، د ښځو پر وړاندې تاو تريخوالى او داسې نور تر ټولو لويې ستونزې بولي او له چارواکو يې د هواري غوښتنه کوي.
د کندهار ښار او بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکي که څه هم په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ښه ګڼي، خو وايي چې لا هم په دې برخه کې ډېر کار ته اړتيا شته، تر څو خلک په ډاډه زړه خپلې ورځنۍ چارې مخ ته يوسي.
د کندهار د غورک ولسوالۍ د بهرام سيمې يو اوسېدونکى حاجي نظر ګل وايي، تر هغه وروسته چې دغه ولسوالي د دولت واک ته لوېدلې، اوس هم ناامني د خلکو د ژوند پر وړاندې لوى ګواښ دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، پوره شپږ کاله دغه ولسوالي د طالبانو په واک کې وه، تېر کال دولت عمليات وکړل او بېرته يې له طالبانو ونيوه.
دى وايي، له دې ولسوالۍ ښار ته غځېدلې خامه لاره په ماينونو پوښل شوې، خلک پرې تګ راتګ نه شي کولاى، اوسېدونکي يې لومړى سنګين ولسوالۍ ته سفر کوي او له هغې لارې بيا د خپل ولايت مرکز کندهار ښار ته راځي، چې دا د هغوى لپاره لويه ستونزه ده.
د نوموړي په وينا، يواځې د ولسوالۍ په مرکز کې افغان او بهرني ځواکونو مېشت دي، خو په کلو او بانډو کې اوس هم وسله وال مخالفين فعال دي، د خلکو د کورونو مخې ته په عامه لارو کې ماينونه ږدي او له امله يې په هرو څو ورځو کې د سيمې اوسېدونکي خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هغه له چارواکو غواړي، چې تر هر څه وړاندې له غورک څخه کندهار ښار ته غځېدلى شاوخوا ١٠٠ کيلومتره سړک پوخ او امن کړي، چې خلک له شته ستونزو خلاص شي.
د کندهار ښار يو شمېر اوسېدونکي بيا د امنيت او نورو ستونزو تر څنګ د برېښنا نشتوالى لويه ستونزه ګڼي او وايي، که د برېښنا ستونزه هواره شي، نو نه يوازې د امنيت پر ښه والي اغېز کوي، بلکې صنعت به وده وکړي او خلک به د کار او روزګار څښتنان شي.
د کندهار د صنعتکارانو ټولنې مشر حاجي فيض الحق مشکاني پژواک خبري اژانس ته وويل، د برېښنا د نشتوالي له امله که له يوې خوا د ګڼو فابريکو فعاليت درېدلى، بلخوا ګڼ شمېر سوداګر او پانګه وال زړه نه ښه کوي، چې د صنعت په برخه کې خپلې پيسې ولګوي.
هغه وويل، دا مهال په کندهار کې له ١٢٧ فابريکو له ډلې ٧٢ بېلابېلې فابريکې فعاليت لري، چې په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې يې خپل فعاليت روان ساتلى دى.
دى وايي، په فعالو فابريکو کې ٣٠ زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او د خلکو له غوښتنو سره سم بېلابېل توکي، لکه صابون، لوښي، د اوبو پلاستيکي زېرمې، مالګه، پلاستيکي څپلۍ، پلاستيکي پايپونه، يخ، غير الکولي مشروبات او نور توليدوي.
ده زياته کړه، په ١٣٨٦ کال کې هغه مهال چې د برېښنا په جريان کې ستونزې پيدا شوې، ګڼې فابريکې وتړل شوې، خو په ١٣٨٩ کال کې د امريکا د پرمختيايي ادارې USAIDله خوا صنعتي پارک ته د درېيو کلونو لپاره ١٠ مېګاواټه برېښنا چمو شوه.
هغه وايي، د امريکا د پرمختيايي ادارې له خوا د چمتو شوې لس مېګاواټه برېښنا قرارداد د روان زېږديز کال په سپټمبر مياشت کې پاى ته رسېږي او له همدې امله د فابريکو چلووونکي خپل راتلونکي ته اندېښمن دي.
دى وايي، که برېښنا سمه شي، نو دلته به ګڼې نورې فابريکې هم فعالې شي او دغه راز به په زرګونو نورو کسانو ته هم د کار او روزګار زمينه برابره شي، چې دا به د ډېرو نورو چارو د سمون تر څنګ پر امنيت هم مثبت اغېز وکړي.
دغه راز د کندهار ښار يو شمېر اوسېدونکي هم وايي، چې تر امنيت وروسته يې تر ټولو لويه ستونزه د برېښنا نشتوالى دى، ځکه ډېر مهال په ٢٤ ساعتونو کې يوازې له ٦ تر ٨ ساعته برېښنا لري.
کندهار ښار په عادي حالت کې نږدې ١١٠ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، چې اوسمهال د هلمند له کجکي بند او ډېزلي جنراټورونو شاوخوا ٤٠ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي، چې په هيڅ توګه د خلکو اړتياوې نه شي پوره کولاى.
دغه راز د کندهار ښار او ولسواليو ګڼ اوسېدونکي په خپلو سيمو کې د پوهنې له ټيټ کيفيت، د مسلکي ښوونکو، درسي توکو او کتابونو د نشتوالي او د ښوونځيو لپاره د کافي ودانيو له خراب حالت څخه هم شکايت کوي او په دې برخه کې د جدي کار او سمون غوښتنه کوي.
د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد سيمې اوسېدونکى نياز محمد وايي، چې له يوې خوا يې په ولسوالۍ کې ګڼ شمېر ښوونځي د ناامنيو له امله تړلي دي، خو بله خوا په فعالو ښوونځيو کې هم د زده کړې ټيټ کيفيت او خراب حالت د زغملو نه دى.
دى وايي، د ګڼو ښوونځيو ودانۍ خرابې شوې او ترميم ته اړتيا لري، د دې تر څنګ بله جدي ستونزه، چې د ټول ولايت ښوونځي ورسره مخ دي، د مسلکي او پوهو ښوونکو نشتوالى دى.
د کندهار ښار د ښوراوک ولسوالۍ يو اوسېدونکى محمد نذير بړېڅ بيا وايي، چې په دې ولسوالۍ کې په تېرو لسو کلونو کې ان يوه ښوونځي ته هم ودانۍ نه ده جوړه شوې او زده کوونکي يا خو په جوماتونو او يا هم په کورونو کې ډېرې لومړنۍ زده کړې کوي.
هغه له چارواکو غواړي، چې هغوى ته ښوونځي جوړ کړي او د ماشومانو د روښانه راتلونکي غم وخوري.
د کندهار د پوهنې رياست چارواکي هم مني، چې دغلته تر ٧٠ سلنه پورې ښوونځي ودانۍ نه لري او دغه راز د مسلکي ښوونکو کمښت هم يوه لويه ستونزه ده، خو هغوى له خپل توان او وړتياوو سره سم د ستونزو د هواري هلې ځلې کوي.
د ښورواک ولوسوالۍ اوسېدونکي نه يوازې دا چې د ښوونځيو له نشتوالي شکايت کوي، بلکې وايي، چې دغلته تر اوس هيڅ روغتيايي مرکز نشته، چې له امله يې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي سختې ستونزې زغمي.
د دغې ولسوالۍ د پرمختيايي شورا غړى محبوب خان وايي، چې دغلته ١١٠ زره وګړي ژوند کوي، خو د پوهنې، روغتيا او نورو په ګډون د ژوند هيڅ راز اسانتياوې نه لري.
دى وايي، دغې ولسوالۍ ته غځېدلى ٢٠٠ کيلو متره سړک خام دى، چې خلک ورباندې تګ راتګ نه شي کولاى، ډېر وګړي چې ناروغان شي نو دغلته د روغتيايي مرکز د نشتوالي له امله د څارويو په وسيله د پولې پورې غاړې پاکستان ته وړل کېږي.
ګڼ شمېر خلک بيا د نورو ستونزو تر څنګ د ښځينه ډاکټرانو نشتوالى هم لويه ستونزه ګڼي او وايي، ډېر مهال د ښځينه ډاکټرانو د نه شتون له امله خلک اړ کېږي، خپل ښځينه نارينه ډاکټر ته د درملنې لپاره بوځي.
د ميوند ولسوالۍ د عظيم جان کارېز اوسېدونکی احمدضياء وايي، چې د ولسوالۍ له مرکز څخه يې کور ١٥ کيلو متره لېرې دی، خو کله چې ښځينه او نارينه ناروغ تر مرکز پورې رسوي د خرابې لارې او غير منظم ترانسپورټ له امله په لاره کې ساه ورکوي.
هغه وايي، چې په ولسوالۍ کې يې ټول ډاکټران غير مسلکي دي، خو ښځينه ډاکټرانې او حتا قابله ګانې له لويه سره نشته.
نوموړي زياته کړه، چې په ټولنه کې له عنعنوي سختو دودونو سره سره يې د خپلو کور نسايي ولادي ناروغان نارينه ډاکټر ته د معاينې لپاره ور وستلې ځکه ښځينه ډاکټرانې نشته.
د کندهار د عامي روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا هم دغه ستونزه مني، خو زياتوي، چې دوى تر خپل توان پورې د دغه ولايت تر لرې پرتو سيمو د روغتيايي خدماتو د رسولو ترڅنګ د ښځينه ډاکټرانو د ډېروالي لپاره هڅې کړې دي.
هغه وايي، په کندهار کې اوس ١٢ ښځينه ډاکټرانې په دولتي او خصوصي روغتونونو کې کار کوي، چې ډېرې يې د نورو ولايتونو دي.
د کندهار ولايت په کچه شاوخوا ٣٨ دولتي او ٥٧ شخصي او خيريه روغتيايي مرکزونه موجود دي، چې له دې ډلې په دولتي سکتور کې نهه دغه مرکزونه په بېلابېلو ولسواليو کې د نا امنيو امله تړل شوي دي.
په کندهار کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى هم لويه ستونزه بلل کېږي، بې سوادي، کمزورى اقتصاد، نشه يي توکي او کلتوري مسايل هغه څه دي، چې د مېرمنو ژوند يې له ستونزو او کړاوونو سره مخ کړى دى.
 د کندهار د بېلابېلو ولسواليو باغ لرونکي او کروندګر وايي، چې د کرنيزو محصولاتو لپاره د بازار، سړو خونو، هوايي او ځمکني ترانسپورټ د نشتوالي له امله يې وچه او لنده مېوه تر نړيوالو بازارونو نه رسېږي.
هغوى وايي، کرنيز محصولات يې په ټيټه بيه يوازې پاکستان ته ځي، چې له هغه ځايه بيا نورو بهرنيو هېوادونو ته استول کېږي، چې ډېره ګټه يې سوداګر وړي، خو دوى ته دومره ګټه نه پاتې کېږي.
د کندهار باغ لرونکي او د مېوې سوداګر وايي، د دغه ولايت وچه او لنده مېوه د اسيا تر څنګ د اروپا او امريکا په بازارونو کې ښه نوم او شهرت لري، خو ستونزه دا ده، چې دوى هغه اسانتياوې نه لري، چې له مخې يې دغه توکي بهر ته صادر کړي.
د ارغنداب ولسوالۍ د منارې کلي اوسېدونکى حاجي محمد ګل چې د انارو باغ لري وايي، که اړوندې دولتي ادارې د دغه ولايت کرنيزو محصولاتو ته نړيوال مارکېټ پيدا کړي، نو به له يوې خوا کرنه وده وکړي او د کوکنارو د کر مخه به ونيول شي او دغه راز به د باغ لرونکو او هم د مېوې د سوداګرو اقتصاد ښه شي.
د ژېړۍ ولسوالۍ د پاشمول سيمې د انګورو باغ لرونکى حاجي عبدالقيوم وايي، چې هر کال په ډېره زياته کچه د انګورو حاصلات اخلي، خو ډېره برخه يې يوازې پاکستان ته وړل کېږي.
دى وايي، انګور نازکه مېوه ده، دلته سړې خونې نشته، چې انګور په کې وساتي او نه هم يخچالي موټرونه شته، چې انګور په سمه توګه تر بهرنيو مارکېټونو ورسول شي.
هغه له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د کرنې د ودې او کرنيزو محصولاتو ته د بازار په پيدا کولو کې ورسره مرسته وکړي.
د سوداګرۍ د خونو مرستيال انجنير عبدالباقي هم وايي، چې د صادراتو په برخه کې تر ټولو لويه ستونزه د هوايي ترانسپورټ نه درلودل دي، چې په دې اړه يې په وار وار له بېلابېلو سرچينو او مقاماتو سره خبرې کړې، خو کومه مثبته پايله يې نه ده درلودلې.
دى وايي: ((موږ يواځې يوه لاره لرو، چې هغه پاکستان دى، په ځانګړې توګه لنده مېوه او انګور لرې ځايونو ته نه شو لېږلاى، ستونزه دا ده، چې دلته سوړ ساتنځاى نشته، يخچالي موټرونه او سيده لاره نه لرو، چې مېوه جات مو تر خپل ادرس پورې په بېړه ورسوو.))
د سوداګرۍ خونې مسوولين او سوداګر غوښتنه کوي، چې د دوى د صادراتو لپاره دې د هوايي ترانسپورټ لارې چارې برابرې شي، تر څو له دې لارې کرنه وده وکړي او د خلکو او هېواد اقتصادي حالت ښه شي