Data Gathered Date: 

Sunday, August 4, 2013 - 12:30

محمود راقي ( پژواک ٩ چنګاښ ٩٢ ) : د کاپيسا يو شمېر اوسېدونکي له حکومت څخه د امنيت ترڅنګ د کار   پيدا کولو او اداري فساد پرضد د کلکې مبارزې غوښتنه کوي.
خلک له حکومتي چارواکوڅخه بېلابېلې غوښتنې لري ،دوی زياتره د امنيت په ټينګښت او خلکو ته دکار  په پيدا کولو  باندې تاکيد کوي.
د کاپيسا د مرکز محمود راقي اوسېدونکى او د البيروني پوهنتون استاد پوهنيار يحيی رحيل په وينا دولت بايد دوى ته په لومړي قدم کې امنيت ښه ټينګ کړي .
د هغه په وينا، کله چې امنيت وي بيا بياروغونه ، اقتصادي کارونه او تعليم هم کيږي که امنيت نه وي، نو هيڅ يوه ټولنه پرمختګ نه کوي .
د محمود راقي ښار  يو سپين ږيرى موچي شاه پور وايي: ((خلکو ته دې کار پيدا شي ځوانان ټول بې روزګاره ګرځيږي. په دې دومره پيسو کې ځوانان کار نه لري سړکونه نه جوړيږي، بازارونه په نقشه جوړ نه شول ، حکومت دې اول د يوې ولسوالۍ ښاري يا بازاري سيستم جوړ کړي ، چې خلک په خپلو کارو بار باندې مصروف شي.)).
د سر تور په نوم د کاپيسا د مرکز د نواباد د سيمې اوسيدونکي پژواک اژانس ته وويل: (( زموږ ميوې شته دي خو مارکېټونه ورته نه لرو، چې په کې خوندي يې کړو، حکومت بايد د دهقانانو ستونزو ته پاملرنه وکړي، چې د کال زحمت مو بې ځايه ځي داسې مارکېټ نه شته،چې ميوې په کې خوندي کړو ، رانه خرابيږي يا په ارزانه بيه پلورل کيږي.))
 د سهراب په نوم د تګاب د غازي عثمان د لېسې ښوونکی وايي،  چې دولت دې د راتلونکو ټاکڼو لپاره امنيت ټينګ کړي او د ټاکڼو کمېسون دې هڅه وکړي، چې په خپلو بستونو کې ښه او عدل کسان وګوماري .
دی زياتوي: (( اوسمهال هر سړی په اداري فساد کې ښکيل دی، په ټاکڼو کمېسيون کې هم داسې کسان جذبيږي، چې د کوم کانديد په ګټه وي او اوس نه دوی تقلب ته لاره جوړه کړې ده د داسې کسانو بايد  مخنيوی وشي.))
د صبرينا په نوم د کاپيسا د مرکز د اړوکو د سيمې اوسيدونکې وايي، چې دولت د ښځو د لاسته راوړنو په اړه څه نه دي کړي .
دا وايي : (( زه تعليم نه لرم ميړه مې معيوب دی او د اولاد نفقه زما پر غاړه ده  ادارو کې هم څوک چاته دنده نه ورکوي ، حکومت دې هغو مېرمنو ته چې ناچاره دي په ادارو کې د کار زمينه برابره کړي ، تر څو خپلو اولادونو ته يوه مړه ډوډۍ پيدا کړي. ))
د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکى احمدالله بيا وايي، چې دولت دې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي، هغه وايي : (( موږ په ايران او پاکستان کې د خلکو د کارونو له امله تباه شولو څوک مو پيسې نه راکوي ، څوک را باندې ظلمونه کوي او دلته دومره خارجيان راغلي د پيسو درک يې نشته ، دوی بايد پيسې په اساسي برخو ولګوي، غټې پروژې بايد جوړې کړي ، چې ځوانان په کې کار وکړي او حکومت دې ددغوځوانانو غمه وخوري.))
د تګاب ولسوالۍ يو تن موټر چلوونکى  شااغا وايي، چې حکومت دې زيات فشار په امنيت راوړي، کله چې امنيت خوندي شي د خلکو کارو بار ته هم زړه لګيږي ، حکومت دې په لويو لارو پوستې جوړې کړي،غله او رازن دې ونيول شي،  سزا دې ورته ورکړل شي.
د هغه په وينا، د تګاب ولسوالۍ امنيت خراب دى، هره ورځ پکې جنګونه او نښتې رامنځته کېږي، چې ډېرى قربانيان يې هم ملکي وګړي دي.