Data Gathered Date: 

Sunday, August 4, 2013 - 12:30

محمود راقي( پژواک ٢٨غبرګولى ٩٢ ) : د کاپيسا ډېری اوسېدونکي په خپله سيمه کې د خلکوله خراب اقتصادي وضعيت، بې کارۍ، د برېښنا له نه شتون، اداري فساد ، کمزورې حکومتولۍ او نورو ستونزو څخه سر ټکوي.
دغه راز ددغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي د پوهنې ټيټ کيفيت، د کرنيزو توکيو لپاره د بازار نه شتون او د اوبوکمښت خپلې نورې مهمې ستونزې بولي .
د کاپيسا د مرکزي سيمې د اړوکو کلي قومي مشر حاجي ملا داد الله وايي، چې د برېښنا د نشت له امله له ستونزو سره مخ دي.
هغه وويل، د برېښنا د نشتون له امله يې ځوانان له کمپوټري زده کړو او نورو اسانتياوو بې برخې دي، کورونه او دوکانونه يې تياره او له پرمختګونو پاتې دي.
د کاپيسا د کره تاز سيمې اوسېدونکی شاه اغا وايي، چې په سيمه کې يې د اوبو کمښت لويه ستونزه ده.
نوموړي وويل، چې په سيمه کې يې ډېر د انګورو باغونه او کرنيزې ځمکې شته؛ خو د اوبو د کمښت له امله ډېرې ځمکې شاړې او د پاتې نورو  حاصلات خورا کم کېږي.
د کاپيسا د اله سای ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي ثناوالله وايي، چې سيمه وال يې له نا امنۍ کړيږي او د دوی په سيمه کې امنيتي وضعيت ښه نه دی.
د تګاب د حمزه خېلو اوسېدونکی لالاغا وايي، چې خلک خپلو کرنيزو توکيو ته مناسب بازار نه لري او له همدې امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
ده وويل، چې که د کاپيسا ټرانزيټي سړک جوړ شي، نو خلکو يو څه اقتصادي ستونزې به ورسره راکمې شي.
د کاپيسا يو شمېر بزګر بيا ورسره په کرنيزو برخو کې له نه مرستې ګيله من دي او وايي، چې د ډېرو ستونزو په درلودو سره سره ورسره حکومت مرسته نه ده کړې.
د لومړي کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکی غلام رباني زياتوي، چې د کرنې رياست له لوري  ورسره تر اوسه د اصلاح شويو تخمونو، کيمياوي سرو او نورې هېڅ مرستې نه دي شوي او نه يې چا ستونزې اورېدلې دي.