لښکرګاه ( پژواک ٢١ غبرګولي ٩٢): په هلمند کې که څه هم چې نا امنۍ ځپلی ، خو په تېرو څو کلونو کې د پوهنې په برخه کې د شويو پرمختګونو ترڅنګ لا هم په دې برخه کې ستونزې شته.
د هلمند د پوهنې چارواکي وايي، چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې په دې ولايت کې د امن په راتلو سره يوشمېر تړلي ښوونځي هم بېرته پرانيستل شوي دي.
د پوهنې رييس محمد نسيم ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، څلور کاله وړاندې په دې ولايت کې له٣٦٠ ښوونځيو څخه يواځې ٧٠ ښوونځي فعال و؛ خو زياتوي چې دمګړۍ د خلکو په مرسته د پرانيستو او فعالو ښوونځيو شمېر ۲۰۷  ته لوړ شوی دی.
ساپی وايي، چې په دغو پرانيستو ښوونځيو کې اوس مهال کابو ١٣٧ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي ، چې ٣٠ زره  يې ښځينه زده کوونکې دي.
د نوموړي په وينا،په په يادو ښوونځيوکې ٦٨ لېسې،٧٠ منځني، ١٠٧ لومړني ښوونځي، ١١ تخنيکي او مسلکي لېسې او ١٨ ديني مدرسې شاملې دي.
د ده په خبره، چې له اتلسو دينی مدرسو څخه يې يوولس پرانيستي او پاتې نورې يې په کجکي، ديشو، باغران، موسى کلا او خانشين ولسواليو کې د نا امنۍ له امله تړل شوي دي.
د پوهني رييس وويل، که  څه هم چې وسله وال طالبان د ښوونځيو له بهير سره کار نه لري؛ خو په دې ولايت کې شته نا امنۍ د کابو ۱۵۳ ښوونځيو دروازې تړلې دي.
ساپي زياته کړه، دمګړۍ ۳۴۲۴ اداري او تدريسي پرسونل لري، چې ۲۹۰۰ يې ښوونکي دي، چې ډېر لږ شمېر يې مسلکي دي.
د هلمند د پوهنې رييس وويل، په  پرانيستو مدرسو کې کابو ٢٠٠٠ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې د ۱۱۰ تنه ديني عالمانو له لوري زده کړې ورکول کېږي.
هغه زياته کړه، دغه راز په يوشمېر کليو او بانډو کې هم ډېر شمېر ديني مدرسې فعالې دي، چې په رسمي ډول له پوهنې رياست سره ثبت نه دي؛ خو اړيکې ورسره لري.
د ساپي په وينا، په هلمند کې دغه راز ۱۱ مسلکي او تخنيکي لېسې او شپږ خصوصي ښوونځي هم فعال دي، چې ١٤٢٨ تنه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي، چې ١٩٥ تنه يې نجونې دي.
نوموړي وايي، د دې ترڅنګ د لښګرګاه ښار په ګډون په نوزاد، ګرشک، ناوه، ګرمسېر، نادعلي او مارجې ولسواليو کې د حرفوي زده کړو ٥٧ کورسونه هم فعال دي، چې کابو ٣٠٠٠ تنه په کې په ۲۲ بېلابېلو برخو کې په زده کړو بوخت دي.
ساپي وويل، دغه کورسونه د DFAD موسسې په مرسته جوړ شوي، چې يوه کمه اندازه پيسې ( فيس ) له زده کوونکو هم اخيستل کېږي.
د هلمند د پوهنې رييس زياته کړه، په لښکرګاه کې يو دارالمعليمن هم شته، چې دمګړۍ په کې ٥٥٨ تنه محصلين زده کړې کوي، چې ٢٧٩ يې ښځينه محصلينې دي.
د پوهنې رييس وايي، چې په دې دارالمعلمين کې کابو يوويشت تنه استادان تدريس کوي، چې څلور تنه يې ښځې دي.
د ده په خبره، ياد دارالمعلمين په نادعلي، ناوې او ګرشک ولسواليو کې هم څانګې لري، چې سلګونه شمېر محصلين په کې زده کړې کوي، چې له فارغېدو سره به يې په هلمند کې د مسلکي ښوونکو د نشت ستونزه هم تر يوه ځايه ختمه شي.
په هلمند کې د سواد زده کړې کابو ۱۶۸ کورسونه هم فعال دي، چې د پوهنې د رييس په خبره، ۳۳۰۰ نارينه او ۱۲۰۰ تنه ښځينه په کې په زده کړو بوخت دي، چې د پوهنې وزارت په مالي مرستو جوړ شوي دي.
د هلمند د پوهنې رييس وايي، هڅه کوي چې د قومي مشرانو او ديني عالمانو په مرسته سيمه ييز مشران او خلک وهڅوي، چې د تړلو ښوونځيو په پرانيسته کې ورسره مرسته وکړي.
د ښوونځيو او حرفوي زده کړو ترڅنګ په هلمند کې يو دولتي او درې خصوصي پوهنتونونه هم فعال دي.
د هلمند د پوهنتون مشر انجينر سورګل وايي، چې دغه پوهنتون په ۱۳۸۷ کال کې د څلورو پوهنځيو په شتون سره تاسيس شو.
د هغه په وينا، په دې پوهنتون کې په کرنه، ښوونې او روزنې، انجينرۍ او وترنرۍ پوهنځيو کې محصلين په زده کړو بوخت دي.
انجينر سورګل زياته کړه، چې په دې پوهنتون کې ١١٠٠محصلين په زد کړو بوخت دي، چې د٤٠ تنو استادانو له لوري ورته تدريس کېږي، چې درې تنه يې ماسټري لري او اته تنه نور يې د ماسټرۍ لپاره بهر ته استول شوي دي.
نوموړي وويل، چې هلمند پوهنتون تر اوسه ۳۲ تنه فارغان ورکړي دي.
دی زياتوي، چې د هلمند پوهنتون خپله ودانۍ نه لري اود دارالمعلمين په ودانۍ کې خپلې چارې پر مخ وړي؛ خو په وينا يې چې د پوهنتون لپاره يې د ودانۍ د جوړولو هڅې پيل کړې دي.
د هغه په خبره، چې د دولتي پوهنتون تر څنګ په لښکرګاه کې درې خصوصي پوهنتونونه د وادي هلمند، اراکوزيا او بست په نومونو هم فعاله دي، چې د طب، حقوقو او اقتصاد پوهنځيو په برخه کې کابو ۱۵۰۰ محصلينو ته زده کړې ورکوي.
ستونزې :
د هلمند د پوهنې رييس وايي، که څه هم اوس مهال ورځ تر بلې د پوهنې بهير مخ په غوړېدو دى او خلک لېواله شوي ، چې د ښوونځيو په ساتنه کې مرسته وکړي؛ خو لا هم د مسلکي ښوونکيو نشتون د دوى پر وړاندې ستره ستونزه ده.
محمد نسيم ساپی زياتوي، چې اوس مهال په هلمند کې١٣٠ بابه ښوونځي ودانۍ نه لري؛ خو زياتوي، په پام کې لري، چې په روان کال ( ۱۳۹۲ ) کې به د ښوونځيو لپاره ۴۰ نوې ودانۍ جوړې کړي.
د ده په خبره، هغه ښوونځي چې ودانۍ نه لري، زده کوونکي يې په خېمو، جوماتونو او کرايي کورنو کې خپلې زده کړې پرمخ بيايي.
نوموړي وويل، د هلمند هېڅ داسې ولسوالي نشته،  چې په کې ښوونځي تړلي نه وي.
خلک:
د هلمند د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکی او کروندګر اختر محمد نيازی وايي، شپږ زامن يې په ښوونځي کې دي، خو د ښوونکو د نشتون يا د نه  مسلکي توب له امله  يې هېڅ هم نه دي زده کړي.
د ده په خبره، چې اولادونه يې ښوونځي ته ځي، مينه ورسره لري؛ خو د زده کړو کيفت يې سم نه دى، مسلکي ښوونکي نشته او ښوونځي يې ودانۍ نه لري.
نيازى زياتوي، چې ډېرى ښوونکي اجير دي او له دوولسم ټولکي څخه هم لا نه دي فارغ شوي، د ښوونکو معاشونه او د زده کوونکو کتابونه پر وخت نه ورکول کېږي.
هغه وويل، د دې ټولو ستونزو پړه پر پوهنې وزارت ده ، چې تر اوسه يې د دې ستونزو په حل کې اقدام نه دی کړی.
نوموړي زياتوي، د مارجې اوسېدونکي له زده کړو سره مينه لري او غواړي چې ماشومان يې ښوونځي ته لاړ شي؛ خو د دولت د نه پاملرنې له امله دوی هم زړه توري شوي دي.
اخترمحمد نيازي له چارواکو وغوښتل، چې تر هر څه ژر دې د پوهنې ستونزې حل کړي .
د ګرشک ولسوالۍ قومي مشر حاجې ګل احمد وايي، دوه زامن يې لښکرګاه  ته د زده کړو لپاره ليږلي؛ خو په وينا يې چې هلته هم د زده کړو چندان خوند نشته.
ده وويل، چې دګرشک په مرکزي سيموکې د امنيت له پلوه ستونزې کمې دي؛ خو په شمالي او ختيځو سيمو کې ښوونځي خو څه چې په جوماتونو کې هم ماشومان له زده کړو بې برخې دي.
د نوموړي په خبره، هيڅوک د زده کړو مخالف نه دی او هر سړی د زده کړو لېواله دی؛ خو د نا امنۍ له امله څوک د ښوونځي نوم هم په خوله نشي اخيستلی.
د ګرشک دغه قومي مشر زياتوي، تر اوسه له پنځوس سلنې زيات ماشومان له زده کړو بې برخې دي، چې پايلې به يې د هېواد د راتلونکې لپاره ښې نه وي.
ده په دې برخه کې حکومت، د حکومت وسله وال مخالفان او عام خلک پړه وبلل، چې بې غوري يې کړې ده.
د نادعلي ولسوالۍ قومي مشر حاجي محمد صادق پژواک خبري اژانس ته وويل، څلور زامن او لمسيان يې په لښکرګاه کې ښوونځيو کې شامل کړي دي؛ خو هلته هم د زده کړو بهير د خلکو له غوښتنې سره سم نه دی.
نوموړي وويل، په دې برخه کې يواځې پوهنې وزارت يا رياست ګرم ځکه نه دي، که چېرې انجينر او يا هم مسلکي ښوونکي وي؛ موسسو ته ورځي او طبيعي ده چې پوهنې وزارت به مسلکي ښوونکي له کومه کړي؟
نوموړي وويل، عام خلک هم په دې برخه کې بې تفاوته دي، د زده کړو په ارزښت نه پوهېږي او خپل ماشومان ښوونځيو ته نه استوي.
زده کوونکي او ښوونکي:
د لښکرګاه ښار د شهيد عبدالمتين د لېسې زده کوونکى نياز محمد وايي، په ښار کې د ښوونځيو او زده کړې بهير خورا نيمګړی او ناسم دی؛ نو چې په لرې پرتو سيمو او ولسواليو کې به څه حال وي؟
هغه وويل، روان ښوونيز کال پای ته په رسېدو او دوی له يوولسم ټولګي د فارغېدو په درشل کې دی؛ خو لا يې هم پوره کتابونه تر لاسه نه کړل.
نوموړي زياته کړه، له يوې خوا د ښوونکو نه لېواليتا او له بلې خوا د ښوونکيو پر وړاندې د زده کوونکو درېدل، چې ښوونکي يې هم مخه نشي نيولای، پوهنيز سيستم يې له بې نظمۍ او ستونزو سره مخ کړی دی.
په ګرشک کې د نواباد لېسې ښوونکې پلوشه اميني وايي، په خپل درسي پروګرامونو کې ستونزې نه لري؛ خو په وينا يې د ودانۍ نشتون هغه ستونزه ده، چې د دوی پر فعاليتونو يې منفي اغېز ښندلی دی.
اميني وويل، دمګړۍ په جامع جومات کې د ښوونځي پروګرام مخ ته وړي، خو ورسره ورسره د ښوونکو د معاشونو کمښت او د ( خطر سيمو امتيازي معاش ) نشتون يې نورې ستونزې دي.
ښوونکې پلوشې زياته کړه، له دوی سره په وار وار د ځمکو د نومرو د ورکړې ژمنه شوې، خو تر اوسه هم دغه ژمنې نه دي عملي شوي.
د هغې په باور، په نواباد سيمه کې خلک لېوالتيا لري، چې خپل ماشومان ښونځيو ته واستوي؛ خو د پوهنې وزارت له لوري ورته په وخت امکانات نه برابرېږي.
هغې وويل، د دوی بله ستونزه دا ده، چې ۳۳۵ نجونو ته درې مسلکي او نورې  له دوولسم نه فارغې دي، زده کړې ورکوي.
د کجکي ولسوالۍ د پوهنې مدير حاجي محمد ناصر وايی، په دې ولسوالۍ کې له شته ١٩ ښوونځيو څخه يې يواځې درې ښوونځي پرانيستي دي، چې ۱۳۰۰ تنه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.
هغه وايي، يواځې درې ښوونځي يې ودانۍ لري، چې هغه هم د وسله والو مخالفانو تر واک لاندې سيمو کې دي.
د ده په خبره، بله ستونزه يې د کتابونو نشتون او په تشکيل کې د شته ۱۰۹ ښوونکو پر ځای د ۱۵ تنو رسمي او يوولس تنو اجيرو ښوونکو شتون دی، چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يې معاشونه هم نه دي اخيستي.
د کجکي د پوهنې مدير وويل، هڅه کوي، چې د وسله والو مخالفانو تر واک لاندې سيمو کې هم تړل شوي ښوونځي فعاله کړي؛ خو په وينا يې چې دولت له پامه غورځولي دي.
د هغه په خبره، په کار ده چې د ښوونکو معاشونه په وخت ورکړل شي، رسمي تشکيل يې ورته اجرا او د دفتر لپاره ورته ودانۍ جوړه شي.
نوموړى وايي، د ښوونځيو په پرانيسته کې وسله والو طالبانو هم ورسره د مرستې ژمنه کړې او هيله من دی ، چې په دې برخه کې به نورې ستونزې ونه لري.