Data Gathered Date: 

Sunday, July 21, 2013 - 13:15

 
هرات ( پژواک، ١٦چنګاښ، ۹۲ ) د هرات اوسېدونکي په دې ولايت کې د پوهنې د ودې او پراختيا،د روغتيايي کلينيکونو د جوړېدو، د امنيت د تامين، د کرنې د پرمختګ او سړکونو د جوړولو غوښتنې کوي او وايي، په کار ده چې حکومت او نړۍ واله ټولنه يې په ترسره کولو کې اقدام وکړي.
د هرات ښار د ۱۲ ناحيې اوسېدونکی ارباب عصمت الله وايي، تر ټولو لويه غوښتنه يې په ښار کې د کاناليزاسيون سيستم جوړېدل دي.
هغه زياتوي، تر اوسه هرات ښار يو منظم کاناليزاسيون نه لري، چې له امله يې هر مهال په بېلابېلو سيمو کې اوبه ډنډېږي او د ښار چاپېريال يې خراب کړی دی.
د چشت شريف ولسوالۍ اوسېدونکي نوراحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، د چشت شريف ولسوالۍ د خلکو لويه اړتيا د سلما بند جوړېدل دي، چې خلک يې کلونو کلونو جوړېدو ته په تمه دي؛ خو لا هم نه دی جوړ شوی.
د ده په وينا، حکومت په ۲۰۰۷ کال کې د دې پروژې د ترسره کولو ژمنه کړې وه؛ خو د شپږو کلونو په تېرېدو سره يې لا هم چارې په لومړنيو پړاوونو کې دي.
هغه زياته کړه، د سلما بند خلکو ته د نوي ژوند  مانا لري، له برېښنا نېولې تر ځمکو خړوبولو پورې ټولې هيلې په همدې پروژې پورې تړل شوې دي.
د پښتون زرغون ولسوالۍ اوسېدونکي سلطان احمد محصل پژواک ته وويل، د دوی له ولسوالۍ څخه تر هرات ښاره پورې غځېدلې لاره خامه او کنډو کپر ده.
هغه وايي، لويه اړتيا يې دا ده، چې دغه لاره پخه او جوړه شي، څو د دوی ستونزې و رسره ختمې شي.
د هرات ښار اوسېدونکی محمد وايي، په هرات کې امنيتي پېښې مخ په ډېرېدو دي، په ځانګړي ډول انسان تښتونه او د هرات د خلکو لويه اړتيا په دې ولايت کې د امنيت ټينګښت دی، څو خلک وکولای شي په ډاډه زړه خپلې چارې مخ ته بوځي.
د پښتون زرغون ولسوالۍ اوسېدونکي اسماعيل وويل، چې د دوی په سيمه کې سره له دې چې ښوونځي شته ، خو د کوچيانو لپاره ښوونځي نشته او په ډېرو سيمو کې عام خلک هم له زده کړو بې برخې دي.
هغه وايي، د دوی يوازينۍ اړتيا ده چې ماشومانو ته يې د ښوونځي او زده کړو زمينه برابره شي. ده زياته کړه، په دې ولسوالۍ کې خلک له زده کړې سره ډېره مينه لري؛ خو په ډېره فاصله کې د ښوونځيو شتون د ماشومانو لپاره ستونزې جوړوي.
د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرووف په دې ولسوالۍ کې له نا امنۍ، د سړکونو د خراب وضعيت او روغتيايي مرکزونو له کمښت سر ټکوي وايي، حکومت بايد د دې ولسوالۍ د خلکو غوښتنې پوره کړي.
دی وايي، په لومړي سر کې سړکونه ډېر اړين دی، ځکه ناروغان او کرنيز توکي يې په وخت روغتون او بازارته نه رسېږي، ورسره بايد په شينډنډ کې خلکو ته د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونه ډېر شي او امنيت په کې تامين شي.