Data Gathered Date: 

Tuesday, August 6, 2013 - 14:15

مهترلام (پژواک ١٩غبرګولى ٩٢): د لغمان ولايت ډېرى اوسېدونکى د برېښنا او سړکونو پروژو ترسره کولو ترڅنګ د کرنې په برخه کې د زياتو کارونو غښتنه کوي.
په لغمان ولايت کې د تېرو لسو کلونو پرمهال د بيارغونې وړې پروژې ډېرې پلې شوې دي  او په ځانګړې توګه په دې ولايت کې د ملي پيوستون له خوا ګڼ شمېر پروژې ترسره شوي، په دې وروستيو کې دې ولايت ته له نغلو څخه څلور ميګاواټه برېښنا هم لېږدول شوې ده، خو بيا هم ددې ولايت اوسېدونکي د ژوندانه د اسانتياوو لپاره يو شمېر غوښتنې لري.
د لغمان د ولايتي شورا مرستيال ګلزار سنګروال وايي ، چې دا ولايت دستراتيژيک موقعيت له پلوه ډېر اهميت لري، ځکه چې د کابل - تورخم لويه لاره ډېره له دې ولسوالۍ څخه تېريږي او دا سړک د اقتصادي او امنيتي لحاظه هم ډېر ارزښتمن دى.
هغه زياتوي ، چې که څه هم ددې لارې په اوږدو کې امنيتي پوستې شته، خو غوښتنه کوي، چې په دې ساحه کې بايد نورې امنيتي پوستې هم جوړې شي.
سنګروال وايي چې پر دې لاره د سپرليو او سوداګريزو موټرو ګڼه ګوڼه زياته وي، ځکه نو هغه وايي چې دا سړک بايد دوه طرفه  شي، چې له دې کار سره به دترافيکي پېښو کچه هم ټيټه شي.
د نوموړي په وينا، ددې ولايت ډېرى خلک پر کروندو اتکا کوي او د کروندو لپاره د کافي اوبو پيدا کولو په موخه بايد په دې ولايت کې د کله ګوش او وطن ګټو بندونه جوړ شي،  چې هم به  د کروندو لپاره اوبه پيدا شي او هم به ترې برېښنا توليد شي.
د دې ولايت د قرغيو ولسوالۍ يو تن قومي مشر ملک عنايت الرحمن وايي ، چې د الينګار او اليشنګ سيندونو کې ، چې کله سيلابونه راځي، نو د خلکو کورونه او کروندې له سخت ګواښ سره مخ کوي.
هغه زياتوي چې د کليو په منځ کې بايد د دې سيندونو تر غاړو بايد استنادي دېوالونه جوړ شي، څو د خلکو کورونه او کروندې له سيلابي څپو وژغورل شي .
هغه دغه راز وويل ، چې د قرغيو ولسوالۍ کې د کابل په سيند د شهيدانو پول بايد جوړ شي ځکه چې دده په وينا، د قرغيو ولسوالۍ او هم د بادپښ ولسوالۍ خلک د دې پول له لارې سره وصل شي او په تګ راتګ کې ورته اسانتياوې پيدا شي.
 
د قرغيو ولسوالۍ اوسېدونکى عين الله وايي، چې د ننګرهار په هوايي ډګر کې د نظامي الوتکو ګڼه ګوڼه زياته وي، ځکه نو په دې ولايت کې دې يو لوى ملکي هوايي ډګر جوړ شي .
د هغه په وينا، دغه هوايي ډګر به د جلال اباد هوايي ډګر بديل وګرځي او د خلکو ستونزې به ورسره هوارې شي .
د لغمان والي فضل الله مجددي وايي، چې مرکزي دولت ورسره د قرغيو ولسوالۍ  په يوه لوى ډاګ کې د هوايي ډګر د جوړولو هوکړه کړې ده.
نوموړى زياتوي ، چې په دې برخه کې لومړي اقدامات او سروې هم بشپړه شوې او ډېر ژر به ورته بوديجه هم ځانګړې شي.
 
د الينګار ولسوالۍ يوتن اوسېدونکى امين الدين وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د الينګار  شاهي کانال بايد ژر تر ژره جوړ شي، چې ورسره زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي.
 
هغه دغه راز له ولايتي ادارې او مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې په دې ولايت کې شنې خونې او سټورونه جوړ کړي.
 
نوموړي پژواک ته وويل چې ددې ولايت د ځينو ولسوالۍ ټول عايدات کرنې پورې اړونده دي او کروندې يې ښه حاصلات ورکوي، خو په بازار کې په دومره ټيټه بيه پلورل کېږي، چې کروندګر د ګټې پر ځاى تاوان کوي.
امين الدين زياتوي : (( که چېرې شنې خونې او سټورونه جوړ شي، نو کروند ګر به پکې خپل حاصلات وساتلى شي او بيا به يې په ښه نرخ مارکېټ ته وړاندې کړي.))
 
د ولايت د مرکز مهترلام ښار اوسېدونکى سيد حبيب وايي، چې په دې ښار کې بايد صنعتي پارکونه جوړ کړاى شي.
د بادپښ نوې جوړې ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي بسم الله وايي، چې دا ولسوالۍ د ولايت له مرکز څخه ډېر لرې ده  او د خامه سړک له امله يې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
هغه له حکومت څخه د بادپښ او مهترلام ترمنځ د سړک د ژر تر ژره جوړولو غوښتنه وکړه.
 
هغه دغه راز په دې ولسوالۍ کې د کلينيکونو او ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو غوښتنې هم وکړي.