Data Gathered Date: 

Tuesday, August 6, 2013 - 14:45

لغمان (پژواک٢٨غبرګولى٩٢): د لغمان ولايت ډېرى اوسېدونکي وايي، چې بې کاري او نا امنۍ ددوى لويې او مهمې ستونزې دي.  
د لغمان دولت شاه ولسوالۍ اوسېدونکي فرهاد پژواک ته وويل، چې په ولسوالۍ کې يې له ناامنۍ سربېره د بې کارۍ ستونزه يو له هغو غټو ستونزو څخه ده ، چې له ګڼو مشکلاتو سره يې مخ کړي دي.
دى وايي ، چې د دوى د ولسوالۍ ډېرى ځوانان بې کاره ګرځي او يا هم د کار لپاره ايران ته ځي ، چې په لاره او ايران کې بيا وژل کېږي .
د ده په خبره، چې که د دوى په ولسوالۍ کې د بيارغونې کارونه پيل شي، نو له يوې خوا به ددوى ځوانان په کارونو بوخت شي او له بله پلوه به د بيارغونې چارې په دغه ولسوالۍ کې سرته ورسيږي.
ده زياته کړه: ((د ناامنۍ د زياتېدو يو لامل هم همدا دى ، چې ځوانان بې کاره دي، که چېرې د کار زمينه برابره شوه، مشکل حليږي.))
د الينګار اوسېدونکى خسرو وايي ، چې په دغه ولسوالۍ کې د نا امنيو ترڅنګ د اوبو   نشتوالى مهمه ستونزه ده.
د هغه په وينا،که چېرې د الينګار د شاهي کانال جوړ شي، نو زرګونه جريبه ځمکه به خړوبه شي.
نوموړى وايي:(( په دغه ولسوالۍ کې بايد ښوونځيو ته ودانۍ هم جوړې شي، نور د بيارغونې کارونه هم بايد په کې وشي.))
د ولايتي شورا غړې راضيه نيازۍ پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې په دغه ولايت کې تر ټولو ستره اړتيا ، چې ليدل کيږي هغه د برېښنا په برخه کې ده.
 نوموړې وايي،چې که په لغمان کې د برېښنا ستونزه هواره شي، نو ډېر شمېر فابريکې به ورسره فعاله شي.
نوموړې وايي: (( د قلعه ګوش او وطن ګټو د برېښنا کوټونو او بندونو جوړول تر ټولو مهم بيارغنيز کار دى.))
نوموړي دغه راز وويل ، چې د نا امنيو ترڅنګ بې روزګاري هغه ستونزې دي، چې ددې ولايت خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.
 
د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکې وږمه قلم يار وايي ، چې ددوى په ولسوالۍ کې د نجونو په ښوونځيو کې د ښځينه ښوونکو نه شتون او د ښوونځيو کمښت هغه ستونزه ده، چې اکثره نجونې يې له زده کړو بې برخې کړي دي.
نوموړې پژواک ته وويل ، چې په ډېرى ښوونځيو کې د ښځو ښوونکو پر ځاى نارينه ښوونکي ورته زده کړې ورکوي.
هغه زياتوي: (( بايد ښځينه ښوونکې په دندو وګومارل شي او مسلکي ښوونکي بايد ډېر شي.))
وږمه پر دولت غږ کوي ،چې د پادپښ په ولسوالۍ کې دې د نجونو ښوونځي زيات کړي او هم دې ورته ښځينه ښوونکې وګوماري ،تر څو ټولې نجونې زده کړو ته لاسرسى پېدا کړي.
 د قرغيو ولسوالۍ اوسېدونکى اباسين وايي، چې د قرغيو په ولسوالۍ کې د کابل په سيند د شهيدانو پول يوه لويه ستونز د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو ته جوړه کړې ده.
هغه پر دولت غږ کوي ،چې دغه پول دې دوى ته ورغوي، تر څو د قرغيو ولسوالۍ د بادپښ له ولسوالۍ سره وصل او ولسونه يې په اسانۍ سره وکولى شي ، چې تګ راتګ پرې وکړي.
نوموړي دغه راز وويل ، چې ددې ولايت په پوهنتون کې مسلکي او د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه استادان نشته.
هغه وايي ، چې د لوړو زده کړو وزارت بايد د دغه پوهنتون استادان د ماسټرۍ په موخه نورو هېوادونو ته واستوي، تر څو ډېرى استادان يې ماسټران او يا هم ډاکټران شي.
د الينګار ولسوالۍ اوسېدونکي نصيب جان پژواک ته وويل ، چې په دې ولسوالۍ کې يې ډېرى خلک روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسۍ نه لري.
دى وايي ، چې په يو شمېر لرو پرتو درو کې خلک د روغتيايي اسانتياوو له نشتون څخه دومره په تکليف دي، چې د يوې عادي ناروغۍ له امله هم يو ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دى وايي، چې له لرو پرتو درو څخه خو يوه ستونزه د سړک ده، چې نه يې لري او بله دا چې تر څو هغوى ښار ته راځي ناروغ يې  مړ شوى وي.
ده زياته کړه: (( د لغمان مرکزي روغتون هم دومره ظرفيت نه لري، لږ سخت ناروغ چې وي بيا يې ننګرهار ته وړو.))
په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازې زيفنون ساپۍ پژواک ته وويل ،چې په لغمان کې تر ټولو ستره  ستونزه د هوايي ډګر نه شتون دى.
هغه وايي ، چې مرکزي اداره بايد په دغه ولايت کې د هوايي ډګر ستونزه هواره کړي او په دغه ولايت کې دې يو هوايي ډګر جوړ کړي ، تر څو ملکي او نظامي الوتنې ترې پيل شي.
نوموړې زياتوي: ((د برېښنا د نوې شبکې مکمله غځونه پاتې ده بايد په دغه برخه کې کار وشي.))
د لغمان پوهنتون استاد سيد عباس سادات پژواک اژانس ته وويل ،چې د دوى د پوهنتون پر ودانۍ کار روان دى، خو د احاطې د دېوال لپاره دوى بوديجه نه لري، چې په دغه برخه کې بايد جدي اقدامات وشي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک هم په دغه ولايت کې ستونزې مني او وايي، چې په دغه ولايت کې تر پخوا امنيتي ستونزې کمې شوي، خو د بيارغونې کارونو ته سخته اړتيا ليدل کيږي.
دى وايي چې په دغه ولايت کې د بادپښ او مهترلام تر منځ سړک خام دى، چې په دغه لاره تلونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
ځواک زياته کړه: (( که چېرې دا سړک جوړ شي زرګونه خلک به له ګڼو ستونزو خلاص شي او په اسانۍ سره به تګ راتګ وکولى شي.))
ځواک وايي، يو شمېر دولتي ادارې شته، چې تر اوسه پورې په لغمان ولايت کې خپلې ودانۍ نه لري، چې دا په لغمان کې د دولتي ادارو يوه تر ټولو لويو ستونزو څخه ګڼل کيږي.
د لغمان د پوهنې رييس اسد الله رويا وايي ، چې که څه هم د پوهنې په برخه کې له پخوا ستونزې کمې شوي، خو بيا هم په يو شمېر ولسواليو کې د يو شمېر ښوونځيو، انستيتيوتونو، دارالمعليمنونو ودانيو او د احاطې ديوالونو نه شتون هغه ستونزه ده چې دوى ترې تل رنج وړي.