Data Gathered Date: 

Wednesday, June 26, 2013 - 13:45

مزارشريف (پژواک ۳۰ غبرګولی ۹۲): د راتلونکو ټولټاکنو په اړه د بلخ له ۸ تنو اوسېدونکو سره  مرکې شوي يو شمېر يې خپل ژوند د تېر  په پرتله ښه ګڼي  او په ټاکنو کې د ونډې اخيستو لپاره  ليواله دي.
 کونډه: د زامنو تعليم ته مې خوشاله يم؛ خو دنده نه شي پيدا کولی
د بلخ ولايت د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکې ۵۰ کلنه بي بي عايشه وايي، چې د طالبانو له دورې مخکې يې په خپلمنځي جنګونو کې يې ميړه وژل شوی دی. له هماغې ورځې وروسته يې د کور د ټولو چارو مسووليت د دې پر غاړه دی. نوموړې مېرمن شپږ اولادونه لري، دوه يې نجونې  او څلور يې زامن دي . عايشه له طالبانو وروسته د نوي دورې د پيل سره سم له دهدادي ولسوالۍ څخه مزارشريف ښار ته راځي او په کرايي کور کې ژوند پيلوي. په همدې ښار کې  يې څلور اولادونه درې زامن او يوه لور زده کړې کوي، دوه زامن يې له لوړو زده کړو فارغېږي او يو يوه لور او يو زوی يې لا هم د بلخ پوهنتون محصلين دي. دا چې اولادونو يې زده کړې وکړې؛ عايشه له تېرې دورې خوشاله ده، خو اندېښنه لري، چې تر اوسه يې يو زوی دنده لري، چې د کور اقتصادي ستونزې سمې نه شي حلولی. نوموړې وايي، چې په راتلونکو ټاکنو کې له ټولې کورنۍ سره برخه اخلي ، خو په دې تمه ده، چې زامنو ته يې دندې پيدا شي.
 
 کروندګر: په ټاکنو کې ضرور برخه اخلم
د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکى ۴۰ کلن حاجي ميرزا وايي، چې که څه هم په تېره لسه کلنه دوره کې د کروندګرو ټولې ستونزې نه دي حل شوي؛ خو دی دغه دوره د جنګونو له مهال سره تشبيه کوي او له همدې امله ورته خوشاله دی، چې لږ تر لږ د خپلې ځمکې کرلو ته خو په اسانه تر پټي تللی شي . حاجي ميرزا وويل، چې په تېره دوره کې ښارونو پرمختګ وکړ او دی هيله لري، چې د ټاکنو له لارې راتلونکى ولسمشر ولسواليو او کليو ته هم پام وکړي. نوموړي وويل، چې ضرور به په ټاکنو کې برخه اخلي. د هغه په وينا ، په اوسني حکومت کې يې د کليو تر منځ سړکونه او پلګوټي جوړ شول، پر همدې لارو يې خپل حاصلات تر ښارونو ورسول ، خو له راتلونکي حکومت څخه د کروندې په برخه کې د اساسي ستونزو د حل غوښتنه کوي، چې يوه يې د کرنيزو اوبو کمښت دی.
 کارګر: له پخوا څخه مې ژوند لږ ښه شوی دی
د مزارشريف ښار د سيد اباد سيمې اوسېدونکى ۳۰ کلن علي رضا، چې درې کاله مخکې له باميان ولايت څخه دغه ښار ته راغلی، د ورځنۍ مزدورۍ له لارې د خبل ژوند اقتصادي ستونزې حلوي. نوموړی وايی، چې په باميان ولايت کې يې د کار نه  پيدا کېدو له امله ژوند ښه نه و، خو له کله نه چې مزارشريف ښار ته راغلی ، نو وخت ناوخته کار پيدا کوی، چې له امله يې ژوند د تېر په پرتله يو څه ښه شوی دی. دی د راتلونکو ټاکنو له لارې جوړېدونکي حکومت ته هيله مند دی. وايي، چې په ټاکنو کې به برخه اخلي او داسې شخص ته رايه ورکوي، چې د عام ملت د ژوند ښه کولو لپاره کوښښ وکړي.
 معيوب: په ټاکنو کې برخې اخيستو ته مې زړه نه کېږي
د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکى ۲۷ کلن فدا محمد، چې په دواړو سترګو  ړوند دی، وايي، چې راتلونکو ټاکنو کې برخه اخيستو ته زړه نا زړه دی. نوموړی دم ګړۍ په مزارشريف ښار کې ژوند کوي. د هغه په وينا، زړه يې ځکه له ټاکنو تور دی، چې که هر ډول حکومت راشي، نو د معيوبينو لپاره کومه ښکاره تګلاره نه لري. دی وايي، چې د دوی د ولايت د شهيدانو او معلولينو رياست په دغه برخه کې هېڅ کار نه دی کړی او  نور ولايتونه به هم همداسې وي. دی وايي، چې په تېره دوره کې يې حامد کرزي ته رايه ورکړې وه؛ خو په راتلونکو ټاکنو کې يې برخې اخيستو ته زړه نه کېږي.
 دولتي مامور: که ټاکنو کې برخه وانخلم نو دا مانا به ولري، چې له خپل وطن سره مينه نه لرم.
د مزارشريف ښار اوسېدونکى ۳۴کلن احمد خان ، چې په يوه دولتي اداره کې له تېرو پنځو کلونو راهيسې کار کوی، وايي، چې له دې سترګې پټول نه دي پکار، چې د  اوسني حکومت په دوره کې د افغانستان حالات ډېر ښه شوي دي. دی په دې باور لري، چې ټولې هيلې او نيمګړتياوې په يوه ورځ نه پوره کېږي. دی وايي، چې ټاکنې همدومره مهمې دي لکه څومره چې عام خلک له حکومت څخه د کار کولو تمه لري، د ولس دنده ده، چې بايد ټاکنو کې برخه واخلي او مشروعيت ورکړی. دی وايي، چې په ټاکنو کې ځکه برخه اخلي، چې له خپل وطن سره مينه لري.
  زده کوونکې: پېژندل شوي  او سم کانديد ته رايه ورکوم.
د مزارشريف ښار اوسېدونکې او د عايشه افغان د نجونو ښوونځي د دوولسم ټولګي زده کوونکې زهرا وايی، چې د حکومت له برکته يې زده کړې په بشبړېدو دي. نوموړې وايي، کله چې حکومت  نه و او د هر قوماندان باچايي وه نو د نجونو زده کړې خو څه چې عمومي زده کړې هم نه وې. زهرا وايي، چې په ټاکنو کې برخه اخيستل اړين دي؛ خو دا هم هېرول نه دي پکار، چې هر ډول خلک ځانونه کانديدوي بايد خپل کاندي سم وپېژنو، باور پرې ولرو او رايه ورکړو. نوموړې وايي، چې که  سم سړي ته رايه ورنکړل شي ، نو افغانستان به پرمختګ ونه شي کړای.
 راستون شوی کډوال: په ټاکنو کې ځکه برخه اخلم، چې بېرته مهاجر نه شم.
د بلخ ولايت د چارکند ولسوالۍ اوسېدونکی ۳۳ کلن سليمان شپږ مياشتې کېږي، چې له ايران څخه وطن ته را ستون شوی دی. نوموړي په ايران کې په ساختماني ودانيو کې کار کاوه، چې د کار پر مهال په نشه يي توکو روږدی شوی و، سليمان وايي، چې له تېرې يوې مياشتې يې نشه پرې ايښی ده، د مزارشريف ښار د معتادينو په روغتون کې يې درملنه وشوه. سليمان وايي، چې راتلونکو ټاکنو ته په تمه دی او ځکه پکې برخه اخلي، چې د وطن حالت يې سم شي او دی بيا پردي وطن ته په مهاجرت مجبور نه شي. دی وايي، چې اوس په مزاشريف ښار کې مزدوري کوي او خوشاله ورته ځکه ده چې نه نشه کوي او نه هم له خپلې کورنۍ څخه لرې دی، که چېرې ټاکنې ښې تر سره شي او ښه سړی باچا شي، نو حالت به يې نور هم سم شي.
 د غير دولتي ادارې کارکوونکی: د جنګسالارانو مخنيوی په کار دی.
۳۷ کلن انجينر محمد الله وايی، چې که  د ټاکنو له لارې د جنګسالارانو مخه ونه نيولی شی، نو بله داسې کومه لاره نشته، چې افغانستان دې د دې خلکو له شره خلاص کړي. نوموړی وايي، چې په ډېره سخته يې لوړې زده کړې وکړي او اوس په يوه موسيسه کې د انجينر په توګه دنده لري، معاش ښه اخلي او ژوند يې هم ښه روان دی؛ خو وخت ناوخته د ځينو پخوانيو قوماندانانو له خوا ځورول کېږي، په يو او بل نوم ورڅخه پيسې اخلي او بيا يې بېرته نه ورکوي. نوموړی وايی،  دا چې د پخوانيو جنګونو پاتې شوني واړه قوماندانان داسې چلند کوي، نو هغه غټ غټ به يې لا پسې څومره د دې وطن او د خلکو ژوند حرام کړی وي. نوموړي زياته کړه، چې ټاکنو  کې برخه اخلي او داسې سړي ته رايه ورکوی، چې جنګسالار نه وي.