Data Gathered Date: 

Wednesday, June 26, 2013 - 10:45

مزارشريف ( پژواک ١۲ غبرګولى ٩٢ ) : د بلخ ولايت اوسېدونکي د کرنيزو اوبو د کمښت، په باراني موسمونو کې د سيلابونو د راوتو له ستونزو سره مخ دي او د دولتي ځمکو د غصب او په ځينو دولتي ادارو کې د فساد له شتون څخه سر ټکوي.
د دغه ولايت د ځينو ولسواليو کروندګر وايي، چې د کرنيزو اوبو د کمښت له امله يې هر کال له نيمې ډېره ځمکه له کر څخه پاتې کېږي.
د بلخ ولسوالۍ د شهاب افغانيه کلي کروندګر سلطان بای، پژواک اژانس ته وويل، چې په ټوليزه توګه د بلخ کروندګر د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه، چې په سيندونو کې د اوبو د کمښت سربېره دولتي چارواکي د کرنيزو اوبو د ستونزې د حل په موخه له کومې بلې لارې ګټه نه پورته کوي.
د هغه په وينا، دوی هر کال بارانونو او واورو ته په تمه وي، چې د ځمکو په خړوب کې يې له اوبو څخه ګټه واخلي.
د همدې ولسوالۍ د دولت اباد اوسېدونکي حاجي نور الله وويل، چې د کمو اوبو له امله يې هر کال له نيمې ډېره ځمکه بوره پاتې کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې سږني کال کې يې د خپلې له ۸۰ جريبه ځمکې څخه ۳۵ جريبه کرلې او پاتې نوره يې د اوبو د کمښت له امله بوره پاتې ده.
د هغه په وينا، يواځې د ده ځمکه نه، بلکې د بلخ ولايت د ډېری کرنيزو ځمکو همدا حال دی.
د کرنې او مالدارۍ رييس کاتب شمس هم وويل، چې د بلخ ولايت کرنيزې چارې د اوبو د کمښت له امله ټکنۍ روانې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د بلخ ولايت کرنيزې ځمکې په يوه ثانيه کې ۴۰۰متر مکعب اوبو ته اړتيا لري؛ خو په دغه ولايت کې له روانو سيندونو څخه په يوه ثانيه کې ۳۵ مترمکعب اوبه ځمکو ته رسېږي.
د هغه په وينا، دوی اړتيا لري، چې باراني اوبه مهار کړي، د ځمکو د خړوبولو له قطريي سيستم څخه کار واخلي؛ خو په دغو ټولو برخو کې بايد مرکزي دولت  له دوی سره مرسته وکړي.
بلخوا د بلخ ولايت د شولګر، کشندې او چارکنت ولسواليو اوسېدونکي هر کال د بارانونو له امله له راوتلو سېلابونو سر ټکوي، چې د مرګ ژوبلې تر څنګ ورته مالي زيانونه هم اړوي.
د سږني کال د بارانونو د راوتلو سېلابونو له امله په شولګر کې اته، په کشنده کې پنځه او په چارکند کې يو تن مړه شوي ، په کشنده کې ٤ او په شولګر کې دوه تنه لادرکه دي.
همداراز په يادو ولسواليو کې تر ١٠٠٠ زيات کورونه د سيلابونو له امله زيانمن او ويجاړ شوي او د نږدې ۵زره جريبه کرنيزې ځمکې فصلونه له منځه تللي دي.
د شولګر ولسوالۍ اوسېدونکي معلم حيات الله خان پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ولسوالۍ  د سيلبر پر وړاندې د تحکيمي دېوالونو د نشتوالي له امله له دغې ستونزې سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه، چې که دولت په سمه توګه په يادو ولسواليو کې د تحکيمي دېوالونو د جوړولو تابيا ونه نيسي، نو هر کال به دوی د سېلابونو له امله زيانمنېږي.
د بلخ ولايت کوچيان بيا وايي، چې زورواکو يې مالچرونه غصب کړي، چې له امله يې د خپلو مالونو د څر د ځای د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي.
د چمتال ولسوالۍ اړوند د البرز غرونو د لمنو کوچيان وايي، چې له تېرو څو کلونو يې د سيمه ييزو زورواکو له امله له دولتي مالچر څخه په سمه توګه ګټه نه ده پورته کړې.
د دغې سيمې د کوچيانو شورا استازي ملا تازه ګل پژواک اژانس ته وويل، چې د البرز غرونو په لمنه کې د کوچيانو د بېلا بېلو خېلونو نږدې ۳۰زره جريبه مالچر دی.
د هغه په وينا ، له  تېرو لسو کلونو يې سيمه ييز زورواکي په دولتي مالچر کې د مالونو څر ته نه پرېږدي.
ملا تازه ګل، چې د خپلو تربرونو سره په ګډه د ۱۰۰۰مېږو رمه لري، وويل، چې دم ګړۍ په شولګر ولسوالۍ کې د سنجارک او مزارشريف د لويې لارې دواړو څنډو ته په پرتو دښتو کې خپل مالونه څروي.
نوموړي زياته کړه، چې سيمه ييز زورواکي داسې نه دي، چې مالونه لري او په مالچر کې خپل مالونه وڅروي، بلکې هغوی يې کري، چې د دولتي مالچر کرل غير قانوني کړنه ده.
دده په وينا، هغه ټول کسان پېژني، چې د دوی مالچر يې غصب کړی؛ خو په دې هم پوهېږي، چې دغه کار سياسي شاليد لري.
په بلخ کې د کوچيانو مدير محمد فاروق پژواک اژانس ته وويل، دوی معلومات لري، چې د البرز د غرو لمنو او د چمتال ولسواليو په نوور کوچي مېشتو سيمو کې د کوچيانو ځمکې غصب شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د بلخ ولايت مقام له خوا د کوچيانو د هراړخيزو ستونزو د حل په موخه شورا جوړه شوې، چې کوچيان کولي شی، د کوچيانو د مديريت له لارې خپلې ستونزې له يادې شورا سره شريکې کړي.
خو د مزارشريف اوسېدونکي بيا د ولايت په ادارو کې د اداري فساد له شتون څخه سر ټکوي.
د ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکي احمد خالد پژواک اژانس ته وويل، چې که په دولتي ادارو کې د شته اداري فساد مخه ونه نيول شوي، نو د حکومتدارۍ روانه لړۍ به له ستونزو سره مخ کړي.
نوموړي زياته کړه، چې دوی د عامو خلکو په توګه په ادارو کې د لاس په لاس اداري فساد په اړه هره ورځ اوري، چې له امله يې د خلکو او دولت تر منځ واټن په زياتېدو دی.
د هغه په وينا، دولتي چارواکي بايد د نورو اړخونو تر څنګ د اداري فساد د له منځه وړلو په موخه هم جدي هڅې پيل کړي.
خو د شمال زون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رييس په بلخ ولايت کې د اداري فساد د شتون تر څنګ، پر وړاندې يې د جدي مبارزې يادونه هم کوي.
د دغې ادراې ريس شمس الله جاويد پژواک اژانس ته وويل، چې بلخ هم د افغانستان يوه برخه ده او په ټول هېواد کې د اداري فساد شتون ستونزې پيدا کړې دي.