Data Gathered Date: 

Thursday, August 1, 2013 - 16:15

کابل (پژواک،٢١غبرګولى ٩٢) : دميدان وردګو ولايت يو شمېراوسېدونکي له نا امنۍ ،اداري فساد،  بېکارۍ ، دسړکونو له خام والي، دنجونو د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو له کمښت او د بهرنيو ځواکونو له خپلسرو کړنو شکايت کوي .
  دچک ولسوالۍ دکوډۍ کلي اوسېدونکي محمدابراهيم وايي، دوه کاله کېږي ، چې دننګرهار پوهنتون له کمپيوټر ساينس پوهنځي څخه فارغ شوى ، ديو څه مودې لپاره ورته په يوه خصوصي اداره کې کار پيدا شو، خو له هغه نه وروسته له تېر يوه کال راهيسې بيکاره دى او کوم مصروفيت يې نه دى پيدا کړى .
سرچينې زياته کړه، چې په دولتي ادارو کې دمقررۍ لپاره اړيکې او پېژندنه مهمه ده، هغه په دې اړه پژواک اژانس ته وويل:(( نور له بېکارۍ تر پزې راغلى يم ، کله کله په خپل تحصيل پښېمانه شم ، که کوم بل کسب مى کړى واى ، اوس به مې سم کار او بار درلود.))
 نوموړي وويل، چې په دغه ولايت کې تر دې دمه په لسګونو خصوصي او دولتي دفترونو ته يې خپله عريضه او سيوي  ورکړي، خو تر اوسه ورته چا زنګ نه دى وهلى .
 
دسيداباد ولسوالۍ د زرني اوسېدونکى حزب الله هم ورته شکايت لري او وايي، چې يو کال وړاندې په ننګرهار ولايت کې دعالي دارالمعلمين څخه په لوړو نومرو فارغ شوى، کله چې خپل ولايت ته راستون شو، نو دسيمې په يوه ښوونځي کې يې دمقررۍ عريضه ورکړه، خو تر اوسه يې هم کوم خالي بست نه دى پيدا کړى.
نوموړي زياته کړه:(( دښوونځي مدير راته ويل، چې خالي بست نه لري ، چې پيدا شي مقرروم دې، خو اوس چې ګورم زما له عريضې وروسته  دوه درې کسه زما همسلکه ښوونکي مقرر شوي .))
هغه وايي له همدې امله اړ شوى ، چې څوکيداري هم ورته پيدا شي، نو مخ به ترې نه اړوي .
 
خو ددغه ولايت دمرکز ميدان ښار اوسېدونکى عبدالغفار بيا وايي، چې دبيکارۍ يو ستر لامل نا امني ، چې له امله يې بهرنۍ ادارې او موسسات په دغه ولايت کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي او ولسواليو تر څنګ په مرکز کې هم ډېر خلک بيکاره دي .
سرچينه وايي، چې که امنيت ښه شي، نو دبيارغونې او روغتيايي موسسې په ولسواليو کې کار کولو ته زړه ښه کوي او اړکېږي ، چې ځايي خلک استخدام کړي او دنورو ولايتونو او سيمو له خلکو په کومو امکاناتو ترې کار واخلي .
 
هغه زياته کړه :(( خپله مې دوولسم ټولګى هم ويلى، غريبي مريبي نه وه ، مجبور شوم، چې يو بل کار وکړم او دادى دوه دوه نيم کاله کېږي، دولايتي شورا له يوه وکيل سره موټرواني کوم .))
دچک ولسوالۍ دخوات درې اوسېدونکې برېښنا،  بيا په دغه ولايت کې دښځينه ښوونځيو له نشتوالي شکايت کوي او وايي، چې له همدې امله اړ شوې ، چې کورنۍ يې ددې او د نورو خويندو دتعليم لپاره کابل ته را کډه شي او دا مهال دکابل په سپين کلي لېسه کې درس وايي .
  برېښنا وايي ،چې دنجونو ښوونځي يواځې ددې ولايت په مرکز او مرکز سره نږدې بهسودو او جلريز ولسواليو کې فعال دي ، خو په چک ، جغتو ، دايميرداد او سيد آباد کې دنا امنيو له امله تړل شوي .
  سرچينې زياته کړه، چې په چک ولسوالۍ کې يې تر شپږم ټولګي پورې درس ويلى، خو کله چې اووم  ټولګي ته لاړه، نو مجبوره شوه، چې نور خپل کتابونه کېږدي.
هغې په دې اړه پژواک اژانس ته وويل:(( وسله والو مخالفينو دنجونو زده کړو ته يواځې تر شپږم ټولګې پورې اجازه ورکړې وه، ښوونکي او دزده کوونکو کورنۍ يې ګواښلي، چې په لورګانو دې نور تعليم نه کوي ، دهمدې وېرې او زموږ دتعليم لپاره مو کورنۍ څلور کاله وړاندې کابل ته را کډه شوه .))
 
دجغتو ولسوالۍ دکمال بابا خېلو اوسېدونکى محمد انور، چې پخوا ښوونکى و او اوس سوداګري کوي ، وايي چې  په دغې ولسوالۍ کې يو تړلى ښوونځى هم نه شته، دهلکانو ګڼې لېسې ان په ډېرو سختو شرايطو کې هم دزده کوونکو پر مخ پرانېستې وې، خو دنجونو ښوونځي نه شته، يواځې په ځينو کليو کې تر شپږم پورې فعال دي، چې امکانات يې په افغانستان کې دسويډن کمېټې  او پوهنې رياست له خوا ورکول کېږي .
 
هغه په دې اړه پژواک ته وويل:((ښځينه ښوونکې نه شته ، نارينه ښوونکي زده کوونکي هسې له سره تېروي ، په نهو لسو بجو راځي او له يو ساعت وروسته ټولګي رخصتوي ، يواځې خپل معاش ته وخت پوره کوي.))
 
 د دايميردادو ولسوالۍ دبخشک کلي  اوسېدونکى  محمدصبور بيا په خپله ولسوالۍ کې  د روغتيايي اسانتياوو له کمښت څخه شکايت کوي او وايي ،   ډېر ځله اړ کېږي ، چې خپل ناروغان دلسګونو کيلومتره کنډو کپر لارو پر وهلو او زيات لګښت تر کابل ورسوي.
 هغه وايي ، چې پخوا ددغې ولسوالۍ دسېبکې روغتون فعال و، ښه امکانات يې درلودل ، همداسې ددې ترڅنګ د چک ولسوالۍ دشېرخانې روغتون هم دولايت په کچه يو ښه روغتون و ، چې دکارلا په نامه يوې جرمنۍ مېرمنې له خوا ورته ښه امکانات ورکول کېدل، له کابله  وخت په وخت ډاکټر ورته راتلل ، خو اوس دناامنيو له امله نه ورته بهرنيان راځي او نه هم ډاکټران ، په کمو امکاناتو کار کوي او مجرب ډاکتران په کې نه شته .
 
دنرخ ولسوالۍ دصدمردې اوسېدونکى او د سباوون په نامه ودانيز شرکت کارکوونکى  محمدعالم صمدي وايي، چې په دغه ولايت کې تر ټولو لويه ستونزه نا امني ده ، چې د نورو کارونو مخه يې نيولې.
 نوموړى وايي ، په نرخ ولسوالۍ کې  په وروستيو کې يواځې ددولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ نه، بلکې خپله دطالبانو او حزب اسلامي تر منځ هم جګړې شوې ، چې د ولسوالۍ په ثبات يې خورا منفي اغېز کړى.
 
 هغه زياته کړه :(( زما غوندې له ډېرو کور کلى ، دا امنۍ له امله  پاتى دى، يواځې په يوه ښه او بده کې ددې چانس وي ، چې کلي کور ته لاړ شو ، خپل خپلوان وپالو ، خو بيا هم وېره راسره وي .))
  سرچينې وويل، چې ددوى دساختماني شرکت ډېر ماشينونه  د پروژه اخيستلو په مهال کرايې کېږي، خو که چېرته په يوه لرې ولسوالۍ کې د ناامنۍ له امله له منځه ولاړ شي ، نو دوى اړ دي ، چې ټول تاوان ورکړي ،نو   ځکه يې شرکت په ولسواليو کې دپروژو پلي کولو ته زړه نه ښه کوي او همدا علت دى ، چې ځينو ولسواليو ته سړکونه  او نورې  مهمې پروژې منظورې شوې ، خو نا امني  يې پر وړاندې خنډ ده .
  دمرکز اړوند دسره پله اوسېدونکى او د ننګرهار پوهنتون محصل ذبيح الله حيدري وايي ، چې ددغه ولايت ډېر خلک زده کړي دي ، دښوونځيو شمېر او هر کال د دوولسمو ټولګيو دفارغينو شمېر په کې زيات دى، خو بيا هم پوهنتون او دلوړو زده کړو نورې خصوصي او دولتي موسسې په کې نه شته ، چې زده کوونکي يې په خپل ولايت کې زده کړه وکړي .
 
 هغه په دې اړه پژواک ته وويل:(( په دولتي ادارو کې دنده له واسطې او شناخت پرته نه شي تر لاسه کېداى ، هغوى پستونه له ځان سره پټ ساتي ، دچارواکو خپلوان په کې مقررېږي ، خو بې واسطې وزګار ګرځي .))
 
 ديني عالم او په چک ولسوالۍ کې دشهادت په نامه ديني مدرسې پخوانى مدرس مولوى شفيق الله وايي، چې دبهرنيو ځواکونو خپلسرو چاپو او عملياتو ډېرې کورنۍ او خلک اړ کړي ، چې خپل کلى کور پرېږدي او يا هم ټوله شپه وېښ پاتې شي .
 
 هغه پژواک ته وويل:(( دلته هره شپه قيامت وي ، په هوا درې څلور ډوله الوتکې ګرځي ، موږ خو خير دى ماشومان مو چيغې وهي ، چې څه خبره ده ، څنګه به مو دولت او خارجيانو ته زړونه ور سپين شي .))
 
د يادې سيمې يو بل اوسېدونکى او کروندګر سلطان محمد وايي ، دغه ولايت دکروندو او باغونو له اړخه ښه محصولات لري ، خو دسړخونو او بازار دنشتوالي له امله ترې زياته ګټه نه شي تر لاسه کولاى او ډېر ځله ترې دميوو سوداګر دباغونو محصولات په نيمه بيه اخلي .
دميدان وردک ولايت دکابل ګاونډى او مرکزي ولايت دى ، که په دغه ولايت کې د امنيت خوندي کولو ، وزګارو ځوانانو ته دکار پيدا کولو او کرنيز سيستم ته پوره پاملرنه وشي ، نو دغه چاربه   نه يواځې دخلکو په اقتصادي پياوړتيا  او ولايت په ثبات ، بلکې دپلازمينې کابل په امنيت هم مثبت اغېز ولري .