Data Gathered Date: 

Sunday, March 31, 2013 - 16:00

 
د جوزجان يو شمېر اوسېدونکي په هغه ولايت کې ناامني او بېکاري غټې ستونزې بولي او له راتلونکي ولسمشر څخه يې د هواري غوښتنه کوي.
جوزجان د کابل شمال ته په ٥٨٠ کيلومترۍ کې موقعيت او ١٠ ولسوالۍ لري.
د جوزجان ولايتي شورا ٩ غړي لري، چې ٣ څوکۍ يې ښځو ته ځانګړې شوې او اوس مهال دغو څوکيو ته ٧٤ کسانو ځانونه نومولي، چې ١٤ په کې ښځې دي.
سړي تښتونه، کمينونه، د سړک غاړې ماينونه، د دولتي کارکوونکيو وژنه، د دولت دمخالفينو له خوا د زکات او عشر په نوم د پيسو او غلو ټولول هغه څه دي، چې د دغه ولايت اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
دغه ګزارش د جوزجان ولايت د ٤ اوسېدونکيو د مرکو پر بنسټ جوړ شوى، چې ٢ يې مېرمنې دي. 
شبرغان ښار اوسېدونکى :د کرنې لپاره دې اوبه برابرې شي
امان الله د شبرغان ښار اوسېدونکى، چې ٤٠ کلن دى وايي، چې راتلونکى ولسمشر د خلکو په رايو سره ټاکل کېږي، نو له همدې امله رايه ورکوي.
 دى زياتوي چې په برحاله حکومت کې يې د هستوګنې په ځاى کې فرعي سړکونه قير شوي او د څښلو پاکې اوبه هم ورته برابرې شوې دي.
امان الله له راتلونکي رييس جمهور څخه غواړي، چې له امو سيند څخه يې د کروندو خړوبولو له پاره کانال و کېندل شي.
کليواله ښځه :په برحاله حکومت کې کار شوى دى
د قوش تپې ولسوالۍ د چقمه چقور کلي اوسېدونکې امنه، چې ٤٠ کلنه ده وايي، چې په برحاله حکومت کې د دوى ژوند د ښه والي له پاره ډېر کارونه ترسره شوي دي.
ددې د معلوماتو له مخې، د ملي پيوستون پروګرام له لارې د دوى په کلي کې يو ٨ خونې لرونکى ښوونځى جوړ شوى، د کلي پر سړک يې کرېړ اچول شوى او د يوه روغتيايي کلينيک د جوړولو ژمنه هم ورسره شوې ده.
دا له راتلونکي ولسمشر څخه د لومړۍ غوښتنې په توګه د امنيت ټينګول او بيا د څښاک اوبه برابرول غواړي.
دې د ټاکنو په اهميت ټينګار وکړ، خو ويې ويل چې په دې شرط رايه ورکوي، چې امنيت وي.
د ښار اوسېدونکى: امنيت خراب شوى دى   
د شبرغان ښار دسرپل بندر اوسېدونکى فدامحمد وايي، چې رايه ورکول د ولسمشر په ټاکلو کې رغنده اهميت لري او غواړي، چې رايه ورکړي.
دى زياتوي چې په تېرو پنځو کلونو کې بډې، اداري فساد، جنګ، خپسه او ترهه زيات شوي دي.
دى وايي چې پر ځينو مثبتو کارونو هم سترګې  پټولاى نه شي، خو د ناامنۍ زيان د بيارغونې له ګټې زيات دى.
دغه ځوان د ولسمشرۍ له کانديدانو څخه ٦ تنه يې پېژني او وايي، چې که له راتلونکي ولسمشر سره مخ شي ورته وايي: ((د خداى له پاره لږ د دغې ټولنې او بېچاره ملت پر حالت  زړه ودردوه، که د نورو ستونزو په اړه جدي ګامونه نه شئ پورته کولى، لږ تر لږه د اداري فساد مخه خو ونيسئ او واليانو، مرستيالانو ته خو ووايي، چې له بربنډو بډو خو ډډه وکړي.))         
 د ښځو موسسې کارمنده: په چارو کې د ښځو ونډه زياته شوې
د غر موسسې د ښځو شبکې د روښانه راتلونکې پروژې مشره حميرا قاضي  زاده، چې ٤٥ کلنه ده وايي چې رايه ورکول د خلکو روا حق دى  او په ټاکنو کې ګډون کوي.
دې وويل: ((عادل جمهور رييس غواړو.))
دا وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې په ژوند کې يې بدلون راغلى او دغه بدلون دا دى، چې ښځې کولى شي، چې چارې له نارينه وو سره ګډې  پر مخ يوسي، مخکې ورته دا زمينه برابره نه وه.
دې وويل چې د فرعي سړکونو قيرېدل او د کوڅو نومېدل دوه کارونه دي، چې د حکومت له خوا يې د هستوګنې په سيمه کې ترسره شوي دي.
دا وايي چې دولت دې د څښاک دپاکو اوبو د برابرولو او دګازو د شبکې د غځولو له پاره کار وکړي.
قاضي زاده وايي چې که له راتلونکي ولسمشر سره مخامخ شي، نو لومړنۍ غوښتنې يې ترې د سراسري امنيت ټينګول، د ښځو له پاره دکار د زياتې زمينې برابرول، د سواد دودولو ته د اسانتياوو برابرول او د ډېرو خلکو له پاره د کارونو پنځول دي.