اسعداباد (پژواک ١٦ ورى ٩٣): په کونړ ولايت کې د رايو اچولو د درېيو مرکزونو پرانيستل تر نامعلومې مودې ځنډول شوي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې د رايو ٩٦ مرکزونه په پلان کې وو، چې پرانيستل شي.
هغه زياته کړه، چې نن سهار د رايو ٩٣ مرکزونه پرانيستل شوي، خو د درېيو نورو پرانيستل تر نامعلومې مودې ځنډول شوي دي.
د سيدخېل په وينا، دغه مرکزونه د نرنګ ولسوالۍ د باډېل، د دانګام ولسوالۍ د بره کۍ او د چپې درې ولسوالۍ په مورچل سيمو کې دي.
نوموړى وايي چې د ولايت په بېلابېلو سيمو کې د وړو نښتو راپورونه ورکړل شوي، خو دا نښتې دومره غټې نه وې چې مرکزونه دې وتړل شي.
بلخوا د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د نښتې او د الينګار په ولسوالۍ کې د يوې چاودنې راپور ورکړل شوى دى.
عيني شاهدان وايي، چې دغه بريد او چاودنه د رايو مرکزونو ته نږدې شوې دي.
خو د لغمان والي فضل الله مجددي په مهترلام کې له رايو اچولو وروسته خبريالانو ته وويل چې په ولايت کې ټول مرکزونه پرانيستل شوي او کومه امنيتي ستونزه نشته.