اسعداباد (پژواک ١٦ ورى ٩٣): په کونړ ولايت کې د رايو اچولو د درېيو مرکزونو پرانيستل تر نامعلومې مودې ځنډول شوي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان  مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې د رايو ٩٦ مرکزونه په پلان کې وو، چې پرانيستل شي.
هغه زياته کړه، چې نن سهار د رايو ٩٣ مرکزونه پرانيستل شوي، خو د درېيو نورو پرانيستل تر نامعلومې مودې ځنډول شوي دي.
د سيدخېل په وينا، دغه مرکزونه د نرنګ ولسوالۍ د باډېل، د دانګام ولسوالۍ د بره کۍ او د چپې درې ولسوالۍ په مورچل سيمو کې دي.
نوموړى وايي چې د ولايت په بېلابېلو سيمو کې د وړو نښتو راپورونه ورکړل شوي، خو دا نښتې دومره غټې نه وې چې مرکزونه دې وتړل شي.
بلخوا د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د نښتې او د الينګار په ولسوالۍ کې د يوې چاودنې راپور ورکړل شوى دى.
عيني شاهدان وايي، چې دغه بريد او چاودنه د رايو مرکزونو ته نږدې شوې دي.
خو د لغمان والي فضل الله مجددي په مهترلام کې له رايو اچولو وروسته خبريالانو ته وويل چې په ولايت کې ټول مرکزونه پرانيستل شوي او کومه امنيتي ستونزه نشته.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.