کندهار ښار (پژواک ١٣ ورى ٩٣): د ملي امنيت اداره وايي، چې د وسله والو طالبانو يوه ډله يې د چاودېدونکو توکو له ډکو موټرسايکلونو او موټر سره نيولې، چې غوښتل يې د ټاکنو پر مهال ورانکارې کړنې ترسره کړي.
په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست له خوا د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغې شپږ کسيزې ډلې د طالبانو د کوېټې شورا په لارښوونه پلان د رلود، چې د راتلونکو ټاکنو پر مهال په کندهار ښار کې چاودنې وکړي.
سرچينې زياته کړه، چې دغه ډله موخې ته تر رسېدو مخکې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا له ٦ موټرسايکلونو او يوه سراچه موټرسره ، چې چاودېدونکي توکي په کې ځاى پر ځاى شوي وو، نيول شوې او تر پلټنو لاندې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى دى.