Terror group busted in Kandahar

 
کندهار ښار (پژواک ١٣ ورى ٩٣): د ملي امنيت اداره وايي، چې د وسله والو طالبانو يوه ډله يې  د چاودېدونکو توکو له ډکو موټرسايکلونو او موټر سره نيولې، چې غوښتل يې  د ټاکنو پر مهال ورانکارې کړنې ترسره کړي.
په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست له خوا د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغې شپږ کسيزې ډلې د طالبانو د کوېټې شورا په لارښوونه پلان د رلود، چې د راتلونکو ټاکنو پر مهال په کندهار ښار کې چاودنې وکړي.
سرچينې زياته کړه، چې دغه ډله موخې ته تر رسېدو مخکې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا له ٦ موټرسايکلونو او يوه سراچه موټرسره ، چې چاودېدونکي توکي په کې ځاى پر ځاى شوي  وو، نيول شوې او تر پلټنو لاندې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.