ميدان ښار (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٢): چارواکي وايي، چې په ميدان وردګو ولايت کې تر دې مهاله نولس زره کسانو د رايې ورکونې کارتونه اخيستې دي.
دغه معلومات په ميدان وردګو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون استازي د دغه ولايت د والي عبدالمجيد خوګياڼي په مشرۍ په جوړه شوې امنيتي غونډه کې ورکړل.
د والي وياند عطاالله خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې هره ورځ شاوخوا ٢٥٠ تنه د رايې ورکونې کارتونه اخلي.
د خوګياڼي د معلوماتو له مخې، په لومړيو کې دغه پروسه ډېره ټکنۍ وه، خو اوس په چټکۍ سره پر مخ ځي او تر اوسه د ٥٥٠٠ مېرمنو په ګډون ١٩ زره تنو د رايې ورکونې کارتونه اخيستي دي.
د ده په وينا، په دريو ولسواليو (دايميرداد، جغتو او نرخ) کې خلک د رايې ورکونې کارتونو اخيستو ته په ښه توګه نه راځې، خو د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د ټاکنو کمېسيون د کار کوونکو او د نوم ليکنې د سيمو امنيت په بشپړ ډول نيول شوی دى.
هغه زياته کړه، هڅه به وکړي خلک د کارت اخيستلو ته و هڅوي او په سيمو کې يې امنيتي شرايط ورته برابر کړي او په دې برخه کې له قومي مشرانو مرسته هم غوښتې ده.
د خوګياڼي په خبره، امنيتي ځواکونه توانېدلي په ډېرى سيمو کې پياوړى امنيت ټينګ کړي او د ټاکنو پر وړاندې د پرتو امنيتي خنډونو مخه ونيسي.
د ده په وينا، د عامه محافظت ځواکونه له نورو امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ اکمالاتي کتارونه لېږدوي، چې له همدې امله په تېره يوه مياشت کې هېڅ امنيتي ستونزه نه ده رامنځ ته شوې.