ميدان وردګو کې د نوم ليکنې مرکزونو ته د خلکو ورتګ ډېر شوى

 
ميدان ښار (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٢): چارواکي وايي، چې په ميدان وردګو ولايت کې تر دې مهاله نولس زره کسانو د رايې ورکونې کارتونه اخيستې دي.
دغه معلومات په ميدان وردګو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون استازي د دغه ولايت د والي عبدالمجيد خوګياڼي په مشرۍ په جوړه شوې امنيتي غونډه کې ورکړل.
د والي وياند عطاالله خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې هره ورځ شاوخوا ٢٥٠ تنه د رايې ورکونې کارتونه اخلي.
 د خوګياڼي د معلوماتو له مخې، په لومړيو کې دغه پروسه ډېره ټکنۍ وه، خو اوس په چټکۍ سره پر مخ ځي او تر اوسه د ٥٥٠٠ مېرمنو په ګډون ١٩ زره تنو د رايې ورکونې کارتونه اخيستي دي.
د ده په وينا، په دريو ولسواليو (دايميرداد، جغتو او نرخ) کې خلک د رايې ورکونې کارتونو اخيستو ته په ښه توګه نه راځې، خو د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د ټاکنو کمېسيون  د کار کوونکو او د نوم ليکنې د سيمو امنيت په بشپړ ډول نيول شوی دى.
 هغه زياته کړه، هڅه به وکړي خلک د کارت اخيستلو ته و هڅوي او په سيمو کې يې امنيتي شرايط ورته برابر کړي او په دې برخه کې له قومي مشرانو مرسته هم غوښتې ده.
د خوګياڼي په خبره، امنيتي ځواکونه توانېدلي په ډېرى سيمو کې پياوړى امنيت ټينګ کړي او د ټاکنو پر وړاندې د پرتو امنيتي خنډونو مخه ونيسي.
 د ده په وينا، د عامه محافظت ځواکونه له نورو امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ اکمالاتي کتارونه لېږدوي، چې له همدې امله په تېره يوه مياشت کې هېڅ امنيتي ستونزه نه ده رامنځ ته شوې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.