کابل (پژواک،۱۴ سلواغه ۹۷): د جمعیت اسلامي رهبرۍ شورا د ملي اردو د ړنګېدو په اړه د عباس ستانکزي په خبرو غبرګون څرګند کړ او ویې ویل، د یاد ګوند یو شمېر غړي د شخصي ګټو لپاره له ټاکنیزو ټکټونو سره یو ځای شوي دي.
د راپورونو له مخې، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د سولې په خبرو کې د طالبانو له یو ځای کېدو سره به د امنیتي ځواکونو تشکیل له منځه لاړ شي.
هغه ویلي: ((د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به نور دغه سرتېري نه وي، ځکه زما په نظر د امنیتي ځواکونو دا تشکیل امریکا جوړ کړی او کله چې امریکايان له هېواده وځي دوی هم له منځه ځي، ځکه د موجودیت دلیل یې پای ته رسېږي.))
د جمعیت اسلامي د رهبرۍ شورا رییس سید ابراهیم عماد نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د عباس ستانکزي څرګندونو ته په اشاره وویل: ((ملي اردو د هېواد له رښتینو بچیانو جوړه شوې او زموږ په بدن کې د زړه حیثیت لري او موږ ترې ملاتړ کوو. موږ د حکومت او ملي اردو د له منځه تلو سل سلنه مخالف یو.))
نوموړي زیاته کړه، افغانان په ځانګړې توګه د جمعیت رهبري شورا به د طالبانو د یادې غوښتنې په اړه چوپ پاتې نه شي.
عماد وویل: ((له بده مرغه موږ ناځوانه ګاونډیان لرو، امن افغانستان د دوی په ګټه دی، دا د طالبانو غوښتنه نه، بلکې د سیمې د استخباراتو غوښتنه ده... هر ډول قربانۍ ته تیار یو، خو چا ته اجازه نه ورکوو چې زړه مو واخلي.))
هغه سوله د ملت په خیر وبلله او زیاته یې کړه: ((موږ داسې سوله غواړو چې ملي ګټې او ۱۷ کلنې لاسته راوړنې مو په کې خوندي وي، سوله ملي اړتیا ده او د افغانانو په اړه اجماع هم لري، خو هغې سولې ته چې د پاکستان په ښارونو کې تنظیمېږي اړتیا نه لرو.))
خو نوموړي هغو راپورونو ته په اشاره چې د لنډمهاله حکومت جوړېدل ګني د سولې د خبرو برخه ده وویل، د دغه ډول حکومت په جوړېدو د تېرو ۱۷ کلونو ټولې لاسته راوړنې له منځه ځي.
هغه د طالبانو له تحریکه وغوښتل چې له افغانانو سره سوله وکړي، ځکه د ده په خبره په هغه صورت کې چې د ملت څنګ ته رانه شي د ملت په منځ کې به ځای نه شي.
ده وویل، د جمعیت رهبري شورا تیاره ده چې د سیاسي ډیالوګ له لارې له طالبانو سره تفاهم وکړي.
عماد زیاته کړه: ((زموږ غوښتنه مخامخ خبرې دي، که دا کار ونه شي خلکو ته ډاډ ورکوم چې د تېر په څېر به د وینې په بیه د خپلو خلکو ملاتړ وکړو.))
د ده په خبره، د جمعیت اسلامي رهبري شورا یوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د کوټې رهبرۍ شورا له پلاوي سره خبرې وکړي.
ټاکنې او ټاکنیز ټګټونه
عماد د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه وویل، تر اوسه د جمعیت اسلامي ګوند یو شمېر غړي د خپلو شخصی ګټو لپاره له ټاکنیزو ټکټونو سره یو ځای شوي او د دوی یو ځای کېدل د رهبرۍ شورا جمعي پرېکړه نه ده.
د جمعیت اسلامي اجرايیه رییس عطامحمد نور، محمد یونس قانوني، محمد اسماعیل خان، بسم الله محمدي، ستار مراد او د جمعیت اسلامي ګوند ځینو نورو غړو د محمد حنیف اتمر له ټاکنیز ټکټ څخه ملاتړ کړی او قانوني په دغه ټکټ کې د اتمر مرستیال ټاکل شوی دی.
خو د جمعیت اسلامي ګوند رییس صلاح الدین رباني د ګوند له یو شمېر نورو غړو سره یو ځای د ډاکتر عبدالله عبدالله له ټاکنیز ټکټه ملاتړ کړی او د یاد ګوند ځنیو غړو د شیدا محمد ابدالي له ټاکنیز ټکټ څخه ملاتړ اعلان کړی دی.
دغه راز د احمدشاه مسعود ورور احمدولي مسعود خپلواک ټاکنیز ټکټ جوړ کړی او د دغه ټکټ په سر کې قرار لري.
عماد د جمعیت اسلامي په منځ کې پر شته بې اتفاقۍ نیوکه وکړه او ویې ویل: (( که تر یوې میاشتې پورې ستونزې حل نه شوې، کنګره رامنځته کوو، په تېرو ۱۷ کلونو کې تل څو مشخصو څېرو د جمعیت له امتیازونو څخه د شخصي ګټې لپاره استفاده کړې ده.))
هغه د چا له نوم اخیستو پرته زیاته کړه، چا چې په څوکیو پر جمعیت اسلامي تکیه وهلې او میلیاردران شوي هېڅکله نه غواړي چې کنګره جوړه شي.
خو د نوموړي په خبره، د کنګرې د جوړېدو طرحه تیاره شوې او له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې به ترسره شي.
عماد وویل، د جمعیت رهبري شورا د هېواد په کچه شاوخوا درې میلیون کسان لري په ولسمشرۍ ټاکنوکې به له داسې ټېم څخه ملاتړ وکړي چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت، اقتصاد او له ملي او سیمه ییز بحران څخه د مخنیوي منظم پروګرامونه ولري.
هغه پر ټاکنیزو کمېسیونونو نیوکه وکړه او ویې ویل، دغه کمېسیونونه له دې زیات د باور وړ نه دي او باید حکومتي مشران له سیاسي ګوندونو سره په مشوره یوه حلاره ولټوي او داسې کمېسیونونه جوړ کړي چې ځواکمن او ځواب ورکوونکي وي.