ګردېز(پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٤): ولسمشر محمداشرف غني پکتيا ته د سفر پر مهال د دې ولايت د امنيتي ځواکونو هڅې وستايلې او له وسلوالو مخالفينو سره يې د سولې د خبرو پر دوام ټينګار وکړ.
ولسمشر غني نن له غرمې مخکې پکتيا ولايت ته تللى و.
هغه په دې ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو ته ولاړ او د دې قول اردو له افسرانو او سرتېرو او دغه راز د دې ولايت له يو شمېر نورو امنيتي چارواکيو سره يې وليدل.
ده د دې ولايت په جانيخېلو او څمکنيو ولسواليو کې د وسلوالو مخالفينو د بريدونو پر وړاندې د امنيتي ځواکونو مقاومت او هلته له امنيتي ځواکونو د ولسونو د ملاتړ ستاينه وکړه.
ولسمشر غني په دې سفر کې د پکتيا په مرکز ګردېز کې د مدني ټولنو له استازو، د ولايتي شورا غړيو، قومي مشرانو، والي او ځينو نورو ولايتي چارواکيو سره هم ناسته لرله.
ده په دې ناسته کې وويل چې له وسلوالو مخالفينو سره به د سولې خبرو ته دوام ورکړي.
هغه په خوښۍ سره زياته کړه چې سږنى اختر له امنيتي پلوه د نورو وروستيو کلونو د اخترونو په پرتله غوره و، ځکه چې تر اوسه په اختر کې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې لويه امنيتي ستونزه نه ده رامنځته شوې.
ولسمشر غن وويل چې تر اوسه له وسلوالو مخاليفينو سره د سولې خبرې ښې روانې دي او هرو مرو به به يوې پايلې ته ورسيږي .
له طالبانو سره مخکې هم ځينې سياستوالو په ناروې، چين او قطر کې ناستې لرلې، خو د افغانستان د دولت او وسلوالو طالبانو استازو د لومړي ځل لپاره د روانې چنګاښ مياشتې په ١٦مه په اسلام آباد کې د سولې په اړه خبرې وکړې او ټاکل شوې چې بله ناسته يې په نږدې راتلونکې کې تر سره شي.
د پکتيا قومي مشرانو، په دې ناسته کې له ولسمشر څخه وغوښتل چې د حکومت مشران له دې ولايت سره د پراختيايي پروژو او نورو مسايلو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.
دغه راز دغو مشرانو له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چې په دې ولايت کې د هغو پروژو کار بېرته پيل کړي چې دا مهال په ټپه درېدلى دى.
قومي مشر جنت خان منګل وويل چې د دې ولايت بيا رغونې ته پاملرنه نه ده شوې او نوى حکومت بايد ورته پاملرنه وکړي.
هغه وويل ،چې په دې ولايت کې دې د مچلغو بند،ګردېز غزني سړک او ځينې نورې پروژې ،چې چارې ېې په ټپه ولاړې دي، بيرته پيل شي.
منګل وويل په دې ورستيو کې د پکتيا په سرحدي ولسواليو کې امنيتي ستونزې ډېرې شوي او بايد حکومت يې له منځه وړو ته پاملرنه وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني دقومي مشرانو د غوښتنو په ځواب کې وويل چې حکومت تر اوسه دومره پراختيايي بودجه نه لري ،چې د دې ولايت لپاره لوېې پروژې پيل کړي.
د پکتيا ولايت په احمدابا ولسوالۍ کې د مچلغو بند جوړول يوه هغه مهمه پروژه ده چې له يو کال راهيسې يې کار په ټپه درېدلى دى.
د مچلغو بند په جوړېدو سره به د برېښنا پر توليد سربېره سلګونه هکتاره ځمکه خړوبه شي.
د اوبو او برېښنا وزارت د ١٣٨٩ لمريز کال د غبرګولي په ٣٠ مه د دغه بند د جوړولو تړون له يوه روسي او افغاني ګډ شرکت (ګلف او نرګو منولستراى) سره لاسليک کړ.
هغه مهال د اوبو او برېښنا وزارت ويلي و چې دغه بند به په درېيو کلونو کې جوړ شي، خو تر اوسه يې شل سلنه کار پر مخ تللي دى.