Peace talks with Taliban to continue, says Ghani

ګردېز(پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٤): ولسمشر محمداشرف غني پکتيا ته د سفر پر مهال د دې ولايت د امنيتي ځواکونو هڅې وستايلې او له وسلوالو مخالفينو سره يې د سولې د خبرو پر دوام ټينګار وکړ.
ولسمشر غني نن له غرمې مخکې پکتيا ولايت ته تللى و.
هغه په دې ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو ته ولاړ او د دې قول اردو له افسرانو او سرتېرو او دغه راز د دې ولايت له يو شمېر نورو امنيتي چارواکيو سره يې وليدل.
ده د دې ولايت په جانيخېلو او څمکنيو ولسواليو کې د وسلوالو مخالفينو د بريدونو پر وړاندې د امنيتي ځواکونو مقاومت او هلته  له امنيتي ځواکونو د ولسونو د ملاتړ ستاينه وکړه.
 ولسمشر غني په دې سفر کې د پکتيا په مرکز ګردېز کې د مدني ټولنو له استازو، د ولايتي شورا غړيو، قومي مشرانو، والي او ځينو نورو ولايتي چارواکيو سره هم ناسته لرله.
ده  په دې ناسته کې وويل چې له وسلوالو مخالفينو سره به د سولې خبرو ته دوام ورکړي.
هغه په خوښۍ سره زياته کړه چې سږنى اختر له امنيتي پلوه د نورو وروستيو کلونو د اخترونو په پرتله غوره و، ځکه چې تر اوسه په اختر کې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې لويه امنيتي ستونزه نه ده رامنځته شوې.
ولسمشر غن وويل چې تر اوسه له وسلوالو مخاليفينو سره د سولې خبرې ښې روانې دي او هرو مرو به به يوې پايلې ته ورسيږي .
له طالبانو سره مخکې هم ځينې سياستوالو په ناروې، چين او قطر کې ناستې لرلې، خو د افغانستان د دولت او وسلوالو طالبانو استازو د لومړي ځل لپاره د روانې چنګاښ مياشتې په ١٦مه په اسلام آباد کې د سولې په اړه خبرې وکړې او ټاکل شوې چې بله ناسته يې په نږدې راتلونکې کې تر سره شي.
د پکتيا قومي مشرانو، په دې ناسته کې له ولسمشر څخه وغوښتل چې د حکومت مشران له دې ولايت سره د پراختيايي پروژو او نورو مسايلو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.
دغه راز دغو مشرانو له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چې په دې ولايت کې د هغو پروژو کار بېرته پيل کړي چې دا مهال په ټپه درېدلى دى.
قومي مشر جنت خان منګل وويل چې د دې ولايت بيا رغونې ته پاملرنه نه ده شوې او نوى حکومت بايد ورته پاملرنه وکړي.
هغه وويل ،چې په دې ولايت کې دې د مچلغو بند،ګردېز غزني سړک او ځينې نورې پروژې ،چې چارې ېې په ټپه ولاړې دي، بيرته پيل شي.
منګل وويل په دې ورستيو کې د پکتيا په سرحدي ولسواليو کې امنيتي ستونزې ډېرې شوي او بايد حکومت يې له منځه وړو ته پاملرنه وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني دقومي مشرانو د غوښتنو په ځواب کې وويل چې حکومت تر اوسه دومره پراختيايي بودجه نه لري ،چې د دې ولايت لپاره لوېې پروژې پيل کړي.
د پکتيا ولايت په احمدابا ولسوالۍ کې د مچلغو بند جوړول يوه  هغه مهمه پروژه ده چې له يو کال راهيسې يې کار په ټپه درېدلى دى.
د مچلغو بند  په جوړېدو سره به د برېښنا پر توليد سربېره سلګونه هکتاره ځمکه خړوبه شي.
د اوبو او برېښنا وزارت د ١٣٨٩ لمريز کال د غبرګولي په ٣٠ مه د دغه بند د جوړولو تړون له يوه روسي او افغاني ګډ شرکت (ګلف او نرګو منولستراى) سره  لاسليک کړ.
هغه مهال د اوبو او برېښنا وزارت ويلي و چې دغه بند به په  درېيو کلونو کې جوړ شي، خو تر اوسه يې  شل سلنه کار پر مخ تللي دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.