Add new comment

Daikundi gets first female governor

کابل(پژواک،۱۵ غبرګولى ۹۴): د لومړي ځل لپاره د دایکندي ولايت لپاره يوه ښځه د والي په توګه وټاکل شوه.
 د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې معصومه مرادي د دایکنديولايت او محمد انور اسحق زى د زابل ولايت  لپاره د واليانو په توګه ټاکل شوي دي .
 خبرپاڼه زياتوي چې ياد کسان د سيمه ييزو ارګانونود خپلواک کمېسيون له خوا وړانديز او ولسمشر منظور کړي دي.
 په خبرپاڼه کې د يادو دواړو کسانو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي ، خو يادونه شوې چې ياد کسان د لوړو زده کړو او اداري تجربې خاوندان دي .
 سيمه ييزو ارګانونو په ياده خبرپاڼه کې ټينګار کړى چې د ښې حکومتولۍ په برخه کې به خپلو مثبتو بدلونونو ته دوام ورکړي .
تر دې مخکې دیادې ادارې لخوا په خپره شوه خبرپاڼه کې راغلي وو، ې میرمن مرادي، د میدان وردګو لپاره د والي په توګه ټاکل شوې، چې ددې ولایت د خلکو غبرګونونه یې راپارولي وو.
یوې بلې دولتي سرچینې پژواک ته وویل چې د حیات الله حیات  په نامه د ننګرهار ولایت یوه اوسیدونکی د میدان وردګو دوالي په توګه ټاکل شوی دی.
د یادې ادارې ویاند تواب غورځنګ پژواک ته وویل چې داداره امور لخوا ددې معلوماتو په خپرولو کې تیروتنه شوې وه.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.