کابل(پژواک،۱۵ غبرګولى ۹۴): د لومړي ځل لپاره د دایکندي ولايت لپاره يوه ښځه د والي په توګه وټاکل شوه.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې معصومه مرادي د دایکنديولايت او محمد انور اسحق زى د زابل ولايت لپاره د واليانو په توګه ټاکل شوي دي .
خبرپاڼه زياتوي چې ياد کسان د سيمه ييزو ارګانونود خپلواک کمېسيون له خوا وړانديز او ولسمشر منظور کړي دي.
په خبرپاڼه کې د يادو دواړو کسانو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي ، خو يادونه شوې چې ياد کسان د لوړو زده کړو او اداري تجربې خاوندان دي .
سيمه ييزو ارګانونو په ياده خبرپاڼه کې ټينګار کړى چې د ښې حکومتولۍ په برخه کې به خپلو مثبتو بدلونونو ته دوام ورکړي .
تر دې مخکې دیادې ادارې لخوا په خپره شوه خبرپاڼه کې راغلي وو، ې میرمن مرادي، د میدان وردګو لپاره د والي په توګه ټاکل شوې، چې ددې ولایت د خلکو غبرګونونه یې راپارولي وو.
یوې بلې دولتي سرچینې پژواک ته وویل چې د حیات الله حیات په نامه د ننګرهار ولایت یوه اوسیدونکی د میدان وردګو دوالي په توګه ټاکل شوی دی.
د یادې ادارې ویاند تواب غورځنګ پژواک ته وویل چې داداره امور لخوا ددې معلوماتو په خپرولو کې تیروتنه شوې وه.
Add new comment