کابل (پژواک، ٢١سلواغه ۹۳): په کابل کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشر ويلي چې د افغانستان ولايتي شوراګانو ته بېرته د څارنې د صلاحيت په ورکولو کې به پوره هلې ځلې وکړي.
سټېفن هربر (Stefan Huber) دغه څرګندونې پرون په خپل دفتر کې د افغانستان د ولايتي شوراګانو د همغږۍ د کمېسيون له غړو سره په يوه ځانګړې لېدنه کړې دي.
د ياد کمېسيون او د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياده ليدنه کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشر د ولايتي شوراګانو له کاري اعتصاب څخه پوره ملاتړ وکړ.
نوموړي وويل چې له دې ليدنې د دوی موخه په هېواد کې د ولسواکۍ د پياوړتيا، د ښې حکومتولۍ او په سيمه ييزو ادارو کې د فساد د مخنيوي لپاره ولايتي شوراګانو ته د څارنې د حق په ورکولو کې د مرستې غوښتنه وه.
د تاج محمد منګل په وينا، د سيمې هېوادونه په يو نه يو ډول دې موضوع کې د ولسي جرګې د غړو تر شا ولاړ دي، خو ويې ويل چې د يادې ستونزې د هواري لپاره د ټولو ولايتي شوراګانو غړي پر خپل هوډ کلک ولاړ دي.
د ولايتي شوراګانو د همغږۍ له کمېسيون سره د اروپايي ټولنې ياد لوړپوړي چارواکي ژمنه کړې چې ياده ستونزه به له ولسمشر سره شريکوي او د څارنې د صلاحيت په ورکړه کې به پوره زيار وباسي.
سټېفن ويلي چې افغان حکومت هغه مهال پوره مشروعيت پيدا کوي چې سيمه ييزې ادارې په مستقيم او غير مستقيم ډول د عامو خلکو او يا د هغوی د استازو له ملاتړه برخمنې وي.
د پکتيا د ولايتي شورا ياد غړى تاج محمد منګل وايي چې هربر په افغانستان کې د روانې جګړې او د شته ستونزو د هواري يواځېنۍ لاره ښه حکومتوالي او پياوړې ولسواکي وبلله.
د اروپايي ټولنې دغه چارواکي دغه راز ويلي چې که څه هم اروپايي ټولنه په خپله له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې، خو بيا يې هم د اوو کلونو لپاره له افغانستان سره د مرستو ژمنليک لاسليک کړی دی.
هغه د ولايتي شوراګانو د همغږۍ کمېسيون ته ويلي، پلان لري چې خپلې مرستې د يوې منظمې ستراتېژۍ له مخې په ولايتونو کې د دې شوراګانو له استازو سره د مشورو پر بنسټ ولګوي.
د ولايتي شوراګانو د همغږۍ ياد کمېسيون تېره ورځ د ولسمشر له لومړي مرستيال جنرال دوستم سره په ليدنه کې هم دا ژمنه ترلاسه کړې چې دوی ته به بېرته له حکومتي چارو د څارنې صلاحيت ورکول کېږي.
په کابل کې د اروپايي ټولنې لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مرستيال يې د ولایتي شوراګانو له پلاوي سره ليدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په افغانستان کې د اروپاېې ټولنې د پلاوې استازې ستیفن هوبر د ١٨ ولایتي شورګانو له غړو سره ولیدل ترڅو هغوې څخه د ولایتي شورګانو د قانون په اړه شته اندیښنو په اړه واوري. په دغه لیدنه کې همدارنګه سیمه ایز حکومتداري او ولایتونو سره د اروپاېې ټولنې مرستو باندې هم خبرې وشوې.
د يادونې ده، څه موده مخکې ولسي جرګې هغه قانون تصويب کړ چې په کې ولايتي شوراګانو ته يواځې د مشورې حق ورکړل شوی، نه د څارنې.
د ولسي جرګې د دې پرېکړې په غبرګون کې ټولو ولايتي شوراګانو د احتجاج په توګه خپل دفترونه وتړل.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره څو ورځې مخکې د ولايتي شوراګانو له استازو سره د يوې ناستې په ترڅ کې ولايتي شوراګانو ته د څارنې د حق د بېرته ورکولو په ځينو مواردو پرېکړې ته ورسېده او په دې اړوند نوې طرحه ولسمشرۍ ماڼې ته لېږدول شوې ده.