PCs claim EU delegation support

کابل (پژواک، ٢١سلواغه ۹۳): په کابل کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشر ويلي چې د افغانستان ولايتي شوراګانو ته بېرته د څارنې د صلاحيت په ورکولو کې به پوره هلې ځلې وکړي.
سټېفن هربر (Stefan Huber) دغه څرګندونې پرون په خپل دفتر کې د افغانستان د ولايتي شوراګانو د همغږۍ د کمېسيون له غړو سره په يوه ځانګړې لېدنه کړې دي.
د ياد کمېسيون او د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياده ليدنه کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشر د ولايتي شوراګانو له کاري اعتصاب څخه پوره ملاتړ وکړ.
نوموړي وويل چې له دې ليدنې د دوی موخه په هېواد کې د ولسواکۍ د پياوړتيا، د ښې حکومتولۍ او په سيمه ييزو ادارو کې د فساد د مخنيوي لپاره ولايتي شوراګانو ته د څارنې د حق په ورکولو کې د مرستې غوښتنه وه.
د تاج محمد منګل په وينا، د سيمې هېوادونه په يو نه يو ډول دې موضوع کې د ولسي جرګې د غړو تر شا ولاړ دي، خو ويې ويل چې د يادې ستونزې د هواري لپاره د ټولو ولايتي شوراګانو غړي پر خپل هوډ کلک ولاړ دي.
د ولايتي شوراګانو د همغږۍ له کمېسيون سره د اروپايي ټولنې ياد لوړپوړي چارواکي ژمنه کړې چې ياده ستونزه به له ولسمشر سره شريکوي او د څارنې د صلاحيت په ورکړه کې به پوره زيار وباسي.
سټېفن ويلي چې افغان حکومت هغه مهال پوره مشروعيت پيدا کوي چې سيمه ييزې ادارې په مستقيم او غير مستقيم ډول د عامو خلکو او يا د هغوی د استازو له ملاتړه برخمنې وي.
د پکتيا د ولايتي شورا ياد غړى تاج محمد منګل وايي چې هربر په افغانستان کې د روانې جګړې او د شته ستونزو د هواري يواځېنۍ لاره ښه حکومتوالي او پياوړې ولسواکي وبلله.
د اروپايي ټولنې دغه چارواکي دغه راز ويلي چې که څه هم اروپايي ټولنه په خپله له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې، خو بيا يې هم د اوو کلونو لپاره له افغانستان سره د مرستو ژمنليک لاسليک کړی دی.
هغه د ولايتي شوراګانو د همغږۍ کمېسيون ته ويلي، پلان لري چې خپلې مرستې د يوې منظمې ستراتېژۍ له مخې په ولايتونو کې د دې شوراګانو له استازو سره د مشورو پر بنسټ ولګوي.
د ولايتي شوراګانو د همغږۍ ياد کمېسيون تېره ورځ د ولسمشر له لومړي مرستيال جنرال دوستم سره په ليدنه کې هم دا ژمنه ترلاسه کړې چې دوی ته به بېرته له حکومتي چارو د څارنې صلاحيت ورکول کېږي.
په کابل کې د اروپايي ټولنې لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مرستيال يې د ولایتي شوراګانو له پلاوي سره ليدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په افغانستان کې د اروپاېې ټولنې د پلاوې استازې ستیفن هوبر د ١٨  ولایتي شورګانو له غړو سره ولیدل ترڅو هغوې څخه د ولایتي شورګانو د قانون په اړه شته اندیښنو په اړه واوري. په دغه لیدنه کې همدارنګه سیمه ایز حکومتداري او ولایتونو سره د اروپاېې ټولنې مرستو باندې هم خبرې وشوې.
د يادونې ده، څه موده مخکې ولسي جرګې هغه قانون تصويب کړ چې په کې ولايتي شوراګانو ته يواځې د مشورې حق ورکړل شوی، نه د څارنې.
د ولسي جرګې د دې پرېکړې په غبرګون کې ټولو ولايتي شوراګانو د احتجاج په توګه خپل دفترونه وتړل.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره څو ورځې  مخکې د ولايتي شوراګانو له استازو سره د يوې ناستې په ترڅ کې ولايتي شوراګانو ته د څارنې د حق د بېرته ورکولو په ځينو مواردو پرېکړې ته ورسېده او په دې اړوند نوې طرحه ولسمشرۍ ماڼې ته لېږدول شوې ده.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.