Add new comment

Stalemate over provincial councils’ role resolved

کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٣): ولايتي شوراګانې د حکومته له سيمه ييزو دولتي ادارو پر څارنې هوکړې ته رسېدلې دي.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند تواب غورځنګ د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايتي شوراګانو استازي له ولسمشر سره په دې اړه وليدل او موافقې ته سره ورسېدل.
سرچينې زياته کړې چې حکومت او د ولايتي شوراګانو استازو د نظارت د څرنګوالي په اړه موافقه کړې او سر له ننه به ولايتي شوراګانې خپل کاري اعتصاب پاى ته ورسوي.
د غورځنګ په وينا، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست متين بېګ به تر غرمې وروسته په يوه خبري غونډه کې په دې اړه نور معلومات ورکړي.
د يادونې ده چې څو ورځې مخکې ولسي جرګې د ولايتي شوراګانو هغه  قانون تصويب کړ چې دوى ته  په کې يواځې د مشورې حق ورکړل شوى، خو د څار حق نه.
ولسي جرګه وايي چې په اساسي قانون کې ولايتي شوراګانو ته د څار حق نه دى ورکړل شوى.
د ولسي جرګې تر يادې پرېکړې وروسته په ټول هېواد کې ولايتي شوراګانو خپل دفترونه بند کړل او کاري اعتصاب يې پيل کړ.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.