کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٣): ولايتي شوراګانې د حکومته له سيمه ييزو دولتي ادارو پر څارنې هوکړې ته رسېدلې دي.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند تواب غورځنګ د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايتي شوراګانو استازي له ولسمشر سره په دې اړه وليدل او موافقې ته سره ورسېدل.
سرچينې زياته کړې چې حکومت او د ولايتي شوراګانو استازو د نظارت د څرنګوالي په اړه موافقه کړې او سر له ننه به ولايتي شوراګانې خپل کاري اعتصاب پاى ته ورسوي.
د غورځنګ په وينا، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست متين بېګ به تر غرمې وروسته په يوه خبري غونډه کې په دې اړه نور معلومات ورکړي.
د يادونې ده چې څو ورځې مخکې ولسي جرګې د ولايتي شوراګانو هغه قانون تصويب کړ چې دوى ته په کې يواځې د مشورې حق ورکړل شوى، خو د څار حق نه.
ولسي جرګه وايي چې په اساسي قانون کې ولايتي شوراګانو ته د څار حق نه دى ورکړل شوى.
د ولسي جرګې تر يادې پرېکړې وروسته په ټول هېواد کې ولايتي شوراګانو خپل دفترونه بند کړل او کاري اعتصاب يې پيل کړ.
Add new comment