کابل(پژاواک،۱۹لړم ۹۸): د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم د رایو د بیا شمېرنې بهیر نامشروع بولي او د یاد بهیر د درېدو د غوښتنې ترڅنګ ګواښ کوي چې که دغه بهیر دوام پیداکړي افغانستان به له بحران سره مخ شي او مسوولیت به یې د دولت ساز ټېم پر غاړه وي.
 د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره شنبه «د لړم اتلسمه» اعلان وکړ چې د رایو د بیا شمېرنې بهیر یې پیل کړی دی. له دې سره پر یو وخت د رحمت الله نبیل، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار ټاکنیزو ټيمونو دغه بهیر غندلی دی.
 د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او د ملي يووالي حکومت اجرایيه رییس ډاکتر عبدالله چې نن یې د لویې جرګې په تالار کې خپلو زرګونو پلویانو ته خبرې کولې له ټاکنو کمېسیون څخه وغوښتل چې د رایې ورکولو د محلونو او رایې بیا شمېرنې بهیر دې ژر تر ژره ودروي.
 نوموړي ټاکنو کمېسیون ته په خطاب وویل، د ثبات او همپالنې ټيم نرم دريځ دې د خلکو جدي غوښتنه وګڼي او د رایو د بیا شمېرنې بهیر له درېدو وروسته دې د یاد ټاکنیز ټيم له څارونکو سره خبرې اترې وکړي.
 هغه د رایو د بیاشمېرنې بهیر په برخه کې د ثبات او همپالنې ټيم د څارونکو نه ګډون ته په اشاره وویل، د ثبات او همپالنې ټېم د څارونکو په نه موجودیت کې د رایو بیا شمېرنه نامشروع ده.
 د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند چې په ورته وخت کې د ملي یووالي حکومت اجرایيه رییس هم دی ګواښ کوي چې پر ټاکنو کمېسیون هېڅ ډول ناقانونه تصمیم نه تحمیلوي او دغه راز هېڅ ناقانونه تصمیم ورته د منلو نه دی.
 عبدالله په دې په ټینګار چې له ۳۰۰ زره ډېرو رایې باید د ټاکنو قانون او طرزالعمل له مخې لغوه اعلان شوې وای د رایې ورکولو د شاوخوا دوه زر او  ۴۰۰   محلونو د بیا شمېرنې په اړه د ټاکنو کمېسیون پرېکړې ته اشاره وکړه او ویې ویل، د یاد بهیر پایله ناقانونه او خلکو ته دمنلو وړ نه ده.
 عبدالله عبدالله ګواښ وکړ چې له پاکو رایو څخه د ناپاکو رایو د جلا کېدو لپاره تر وروستۍ اندازې مبازره کوي او په دې برخه کې به هېڅ ډول معامله ونه شي.
 نوموړي په ډاګه کړه: «ډاډ ورکوم چې د خلکو له پاکو رایو دفاع کوم، د خلکو د پاکو رایو په اساس پر څوکۍ کېنوو، د ټاکنو پایلې یوازې او یوازې د افغانستان د خلکو د پاکو رایو په اساس دي او د خلکو په حق او پاکو رایو هېڅ ډول جوړېدل مطرح نه دي او د بحران پلویان نه یو، که هېواد د بحران لوري ته ځي مسوولیت یې د دولت جوړوونکي ټېم پر غاړه دی.
 هغه ددې په روښانولو چې مخکې یې مصلحت منلی خو زیان یې د افغانستان خلکو ته ورسېد، وویل، ای کاش له هغه فرصته د ملي يووالي، همپالنې او قومونو د یوځای کېدو په برخه کې استفاده شوې وای چې داسې ونه شول او له دغه فرصت څخه ناوړه استفاده وشوه، دوه ګونی چلند، فساد او ... تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدل.
 هغه په ډاګه کړه: ((زموږ ټېم خبرو ته تیار دی، خبرې کولای شو د نړیوالو، تیفا او فیفا د داخلي څارونکو په موجودیت کې له کمېسیون سره ترسره کړو، او موږ د ټاکنو د ګډوډولو په لټه کې نه بلکې له درغلۍ څخه ددغه بهیر د خلاصون هڅه کوو.))
 دده په خبره، که د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر بند نه شي د ثبات او همپالنې ټېم مجبور دی چې سوله ییز لاریونونه ترسره کړي.
 په ورته وخت کې د دولت جوړوونکي ټېم لومړي مرستیال د ډاکتر عبدالله عبدالله د یادو څرګندونو په غبرګون پر خپله فيسبوک پاڼه لیکلي: «ډاکتر عبدالله د ټاکنیزو کمېسیونونو او دولتي ادارو د کارکوونکو په ګومارنه کې په مستقیم یا حضوري ډول رول درلودلی، که د دغه کمېسیون کفایت تر پوښتنې لاندې دی په یادو بې کفایتۍ کې د اجرایيه ریاست رول څه دی؟»
 هغه زیاته کړې: «تر ټولو اسانه لار له خپل مسوولیت څخه د اوږو تشول، د دښمنۍ رامنځته کول او د خیالي مخالفت رامنځته کول دي څو ځان ته برائت ورکړو، هغه کار چې نن یې ډاکتر صاحب عبدالله ترسره کوي.»
 صالح ددې په روښانولو چې د ټاکنو کمېسیون د ټولو نوماندانو له خوا ټاکل شوی چې دا د ډېموکراسۍ ښکارندويي کوي ویلي: ((په کومه کچه چې محمد اشرف غني په دې ټاکنو کې رول درلود تاسو او نورو معترضینو یې شپاړس برابره ډېر رول درلود.))
 هغه د ثبات او همپالنې ټيم مشر ډاکتر عبدالله ته په خطاب ویلي: ((تاسو وایی چې د ټاکنو کمېسیون کار ته احترام لرئ، یوازې په هغه صورت کې چې ستاسو شخصي او ډله ییز فرمایشونه ومني.))
 د ثبات او همپالنې ټيم په داسې حال کې له ټاکنو کمېسیونه د رایو د بیا شمېرنې بهیر د بندېدو غوښتنه کړې چې دغه کمېسیون تېره ورځ په ټولو هېواد کې  د رایې ورکولو د ۸۲۵۵ محلونو د رایو بیا شمېرنه پیل کړه او د کمېسیون مسوولینو ویلي چې که د ټاکنیزو ډلو څارونکي د رایو بیا شمېرنې پر مهال حاضر نه شي د دغه بنسټ کارکوونکي به خپل کار د څارونکو په نه موجودیت کې ترسره کړي.
 دا په داسې حال کې ده چې ټاکنو کمېسیون په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې معتبرې رایې یو میلیون او ۸۴۳ زره او ۱۰۷ دي او له ۸۶ زره ډېرې رایې د تکراري انځور، له انځور څخه د انځور او له ټاکلي وخته مخکې یا وروسته د رایې د استفادې له امله لغوه شوې دي.
 ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې. ټاکل شوې وه لومړنۍ پایلې یې د تلې په ۲۷ مه او وروستۍ پایلې یې د لړم په ۱۶مه اعلان شي، خو ټاکنو کمېسیون په دغه کار بریالی نه شو. د ټاکنو کمېسیون د تازه مهال وېش له مخې، ټاکل شوې د یادو ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په ۲۳ مه او وروستۍ پایلې یې د لیندۍ په ۱۵ مه اعلان شي. تر اوسه معلومه نه ده چې ټاکنو کمېسیون به داځل پر ټاکلي وخت د پایلو پر اعلان بریالی شي او کنه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.