کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٧): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړى استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد وايي، هیله لري د ولسمشریزو ټاکنو تر را رسېدو وړاندې له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې یوې پایلې ته ورسېږي.
خليلزاد د خپلې دندې په دويم ماموريت کې تېره اوونۍ کابل ته راغلى و، له ولسمشر اشرف غني او نورو چارواکو، سياسيونو او مدني فعالانو سره تر ليدنې وروسته عربي متحده اماراتو کې د افغانستان، سعودي، متحده عربي اماراتو او امريکا په څلور اړخيزه غونډه کې يې ګډون وکړ او د سولې په اړه يې تفصيلي خبرې وکړې.
تر اماراتو وروسته بیا قطر ته لاړ، له طالب استازو سره يې هم وليدل.
نوموړي نن په کابل کې له ژورنالېستانو سره په خبرو کې وویل چې له طالبانو سره سولې کولو ته هیله‌من او محتاطانه خوشبین دی.
ده زياته کړه، په افغانستان کې له سولې دا هیله لري چې هیڅ ډله به نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امريکا متحده ايالاتونو ته ګواښ نه وي، دغه راز خپله د افغانانو ترمنځ به سوله وي، ترڅو افغانان نور په سوله کې ژوند وکړي.
د هغه په وينا، سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده، ۴۰ کاله دا هېواد جګړې ځپلی او نور افغانان د سولې وړ دي.
خليلزاد په افغان حکومت او د افغانستان په سياستوالو غږ وکړ چې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره پلاوى وټاکي.
نوموړي دا هم وویل چې امکان لري، طالبان د خبرو اترو په پلاوي کې یو څه بدلون راولي او طالبان باید له دې فرصته ګټه واخلي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدو په اړه وويل، افغانان لومړی سوله غواړي او د ټاکنو وخت هم رانږدې دى، افغانان باید سوله او ټاکنو دواړو ته اماده ګي ونیسي او امريکا د ټاکنو او سولې د دواړو پروسو ملاتړ کوي.
ده وويل: "هيله لرم چې افغان چارواکي او طالبان د سولې په اړه يوې پايلې ته ورسېږي چې سوله مخکې راشي او بيا وروسته د ټاکنو نېټه اعلان شي، ترڅو تاوتريخوالى کم شي او په ټاکنو کې د خلکو ونډه زياته شي."
تېره ورځ د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق ویلي و چې زلمي خلیلزاد د طالبانو د مشر له مرستیال مولوي محمد یعقوب سره هم کتلي دي، خو طالبانو يې د خبرپاڼې په خپرولو سره دا څرګندونې رد کړې دي.
خلیلزاد بيا نن وويل چې نن يې له محقق سره کتلي او د سولې په اړه چې سياسیون کومې اندېښنې لري، په هغو يې ورسره خبرې کړې دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.