کابل (پژواک،۱۹ لړم ۹۷): د ولسي جرګې ځینې غړي، د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له دوو مرستیالانو څخه د زیاتو معرفي کول د قانون خلاف کړنه بولي او د ټاکنو له کمېسيون څخه غواړي چې په دې برخه کې له قانون سره سم اقدام وکړي.
د افغانستان ستر ملی ایتلاف، د لړم په ۱۷مه اعلان وکړ چې ډېر ژر به د ولسمشرۍ څوکې ته د خپلې خوښې نوماند معرفي کړي چې د بریا په صورت کې به د ولسمشرۍ څوکۍ ترڅنګ، د لومړي وزیرڅوکۍ هم رامنځ ته کړي.
دغه ایتلاف وايي چې د بریالیتوب په صورت کې به د یو فرمان پربنسټ، د لومړي وزیرڅوکۍ رامنځ ته کوي او فرمان کې به دا هم شامل وي چې ولسمشر او لومړی وزیربه هر یو درې، درې مرستیالان ولري.
خو د اساسي قانون په شپیتمه ماده کې راغلي دي: ((ولسمشر دوه مرستیالان لري، جمهوري ریاست ته نوماند، باید له نوماندۍ سره سم خپل دواړه مرستیالان ولس ته اعلان کړي.))
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د ټاکنیزو ټکټونو په اړه بحث وشو.
 په دې جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازي نادرخان کټوازي د افغانستان سترملي ایتلاف خبرو ته په اشارې سره وویل: ((د اساسي قانون له مخې، ولسمشر دوه مرستیالان لري؛ په يو ټاکنیز ټکټ کې له دوو مرستیالانو څخه زیات د قانون خلاف عمل دی او کمېسیون باید هغو کسانو ته چې په خپلو ټاکنیزو ټکټونو کې له دوو څخه زیات مرستیالان لري، د نوماندۍ اجازه ور نه کړي.))
نوموړي زیاته کړه چې ټول د نوماندۍ حق لري؛ خو باید هغه کسان نوماندان شي چې د قانون په رڼا کې عمل کوي.
په جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارین یون هم وویل: ((څوک چې غواړي، اته تنه په يو ټاکنیزټکټ کې ډګرته راوړاندې شي، هغوی د واک تږي دي او هغوی ته باید اجازه ور نه کړل شي چې د قانون خلاف عمل وکړي.))
 هغې زیاته کړه چې د ولسمشرلپاره د درېیم مرستیال زیاتېدل، له اساسي قانون سره په ټکر کې عمل دی او کمېسیون باید دا ډول سیاسیونو ته چې په خپل ټاکنیزټکټ کې ولسمشرته له دوو نوماندانو څخه د زیاتو مرستیالانو غوښتنه لري، د نوم لیکنې اجازه ور نه کړي.
د دې جرګې ځینې نورغړي هم ورته نظر لري.
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي، له کمېسیون او هېواد کې شته سیاسي جریانونو څخه وغوښتل چې له قانون څخه دې سرغړونه نه کوي.
 په ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون کميشنر او ویاند سید حفیظ الله هاشمي پژواک ته وویل چې له دوو څخه زیات مرستیالان، د قانون خلاف عمل دی.
نوموړي زیاته کړه چې د ټاکنو کمېسیون به هغه شمېر نوماندان په ټاکنو کې د ګډون لپاره ثبت کړي چې له قانون سره سم یې عمل کړی وي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.