هرات (پژواک،٦ تله ٩٧): د ولسي جرګې يو شمېر کاندیدان او ښځينه فعالانې په هرات کې ګډوډ امنیتي وضعیت په ټاکنو کې د ښځو د ګډون پر وړاندې یو ګواښ بولي او وايي چې که امنیتي شرایط ښه نه شي ځينې ښځې به له رایې ورکولو پاتې کېږي.
 هرات چې د هېواد په لوېدیځ کې موقعيت لري له ۱،۹ ميلیون څخه د ډېرو اوسېدونکو په لرلو له کابل څخه وروسته دویم ولایت دی چې په ولسي جرګه کې ډېر استازي لري. د نفوس په تناسب د برخې وېشنې په اساس د هرات اوسېدونکي د پنځو ښځو په ګډون ولسي جرګې ته ۱۷ استازي لېږي.
 په هرات کې د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر د معلوماتو له مخې، له هرات څخه په راتلوونکو ټاکنو کې د ولسي جرګې لپاره د ۲۸ مېرمنو په ګډون ۱۶۱ کسانو ځانونه کاندید کړي او په ټاکنو کې د ګډون لپاره د دغه ولایت له ۵۵۰ زره ډېرو اوسېدونکو نوم لیکنه کړې چې له ۲۴۷ زرو ډېرې یې مېرمنې دي.
په هرات کې د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر مسوول احمدشاه قانوني پژواک ته وویل، په ټاکنو کې د ښځو ګډون د روڼتيا بهیر ته قوت ورکوي، ځکه خلک ډاډه کېږي چې دا یو ملي پروګرام دی.
 نوموړي امنیتي ګواښونه او د ځینو کورنیو له خوا په ټاکنو کې د ګډون لپاره ښځو ته اجازه نه ورکول یوه ستونزه بولي او وايي چې د ټاکنو په ورځ مېرمنو ته لازمې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
 هغه وویل، په تېرو ټاکنو کې د رایې ورکولو په هر مرکز کې د رایې دوه محلونه موجود و، خو په راتلوونکو ټاکنو کې د رایې ورکولو په هر مرکز کې د نارینه او ښځینه وو لپاره درې ـ درې ځانګړي بېل محلونه په پام کې نیول شوي او د ښځو د خوندیتوب لپاره ښځینه پولیسې هم په دنده ګومارل شوې دي.
 قانوني زیاته کړه، د کشک کهنه، رباط سنګي، زاول، پشت کوه، فرسي او ادرسکن ولسوالۍ له امنیتي ګواښونو سره مخ دي او په یادو ولسوالیو کې د یو شمېر مرکزونو د تړلو اټکل کېږي.
 د هغه په خبره، په هرات کې ۴۶۱ د رایې مرکزونه موجود دي خو امنیتي ځواکونه به د امنیتي ګواښونو له څېړنې وروسته د فعالو مرکزونو کره شمېر معلوم کړي.
 د ټاکنیزو منډو ترړو لپاره د تیارۍ په رانږدې کېدو سره یو ځای د هرات ګډوډ امنیتي وضعیت او د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د ناامنۍ زیاتېدل یو شمېر ښځینه فعالانې او د ولسي جرګې کاندیدان اندېښمن کړي دي.
 دوی وايي، که حکومت ښځو ته د رایې ورکولو شرایط برابر نه کړي، نو د هرات په ګډون به په ټول هېواد کې ځينې ښځې د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې شي.
 ښځینه فعالې وحیدې صمدي قلم پژواک ته وویل، د هرات په زیاتره لرې پرتو سیمو کې د سنتي کلتور پیروي د دې لامل شوې چې ښځې نه شي کولی د رایې له خپل حق څخه استفاده وکړي.
 د نوموړې په خبره، د ښځو د حقونو او دندو په اړه د پوهاوي ورکول یو اړین امر دی او په لومړي قدم کې باید له کلیو پيل شي، تر څو خلک په دغه ملي بهیر کې د ښځو د ګډون مانع نه شي.  
 هغې زیاته کړه: ((زه وړاندیز کوم چې د ټاکنو په ورځ د ښځو لپاره مناسبه او امن فضا په پام کې ونیول شي، تر څو وکولی شي په راحته توګه خپله رایه وکاروي.))
 نوموړې زیاته کړه چې د ښځو لپاره د رایې ورکولو د ډېر مرکزونو په جوړېدو دې خلکو ته ډاډ ورکړل شي چې دوی هېڅ ډول خطر نه ګواښوي او کولی شي په ډاډه زړه په ټاکنو کې ګډون وکړي.
 صمدي د ځينو زورواکو له لوري له صحنې د ښځینه کاندیدانو د لرې ساتلو له هڅو، امنیتي ګواښونو، د ټاکنو په بهیر کې د ځينو نوماندانو د پلویانو له خوا له لاس وهنې او د قومي مخورو له مستقیمې لاس وهنې څخه په اندېښنه وویل، دولت باید د ټاکنو د ورځې له رارسېدو مخکې د یادو ستونزو د حل لپاره پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي.
 د هرات یوې بلې مدني فعالې ملالۍ علوي وویل چې د ټاکنو کمېسیون باید د رایې ورکولو مرکزونه د استوګنې سیمو ته نږدې جوړ کړي اوښځینه کارکوونکې دې هم له همغو سیمو جذب کړي.
 نوموړې زیاته کړه، د ټاکنو کمېسیون باید د ټاکنو په ورځ هغو کسانو ته لېږدونکې وسیلې په پام کې ولري چې له لرې پرتو سیمو څخه ښار ته د رایې ورکولو لپاره راځي تر څو سپین ږیري او معلول کسان یې د رایې له حق څخه استفاده وکولی شي.
 د علوي په خبره، د ټاکنو په ورځ باید د رایې ورکولو په مرکزونو کې زیات امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه ښځینه پولیسې په دنده وګومارل شي.
 دغه راز هغې وویل: ((امنیتي ګواښونه د رایې ورکوونکو پر وړاندې مهم ګواښ دی، د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې وروستي ځانمرګي بریدونه، د هرات په ځينو برخو د حکومت نه حاکمیت په ټاکنو کې د خلکو په ځانګړې توګه مېرمنو د نه ګډون لامل شوي دي.))
 په هرات کې د ښځو د حقونو فعاله یاسمین عزیز هم امنیتي ګواښونه د ښځو پر وړاندې لوی ګواښ ګڼي او له امنیتي بنسټونو غواړي چې د ټاکنو په ورځ د هېوادوالو د امنیت ساتنې په برخه کې هڅې وکړي.
 د هغې په خبره، دیني عالمان دې په ټاکنو کې د ښځو د ګډون موضوع ته د جمعې لمانځه په خطبو کې ځای ورکړي، تر څو طالبان د رایې ورکولو صندوقونو ته د ښځو د تلو خنډ نه شي.
 په هرات کې ښځینه کاندیده شېرین شهابي د رایې ورکوونکو په ځانګړې توګه مېرمنو پر وړاندې ناامني لوی ګواښ بولي او په دې باور ده چې که د ټاکنو په ترسره کېدو امنیتي ګواښونه زیات شي زیاتره مېرمنې به د رایې ورکولو صندقونو ته  د تلو لپاره زړه ښه نه کړي .
 هغې سره له دې چې په ټاکنو کې د ښځو په پراخه ګډون ټینګار وکړ، خو ویې ویل، د ټاکنو په مرکزونو کې د رایې ورکوونکو ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره تدابیر نه دي نیول شوي او دغه راز اسانتیاوې لکه د استوګنې کورونو ته د رایې ورکولو د نږدې مرکزونو جوړېدل هم په پام کې نه دي نیول شوي.
 مېرمن شهباني په داسې حال کې د ښځو لپاره د رایې ورکولو له نامناسبو شرایطو اندېښنه ښکاره کړه چې په هرات کې یو شمېر ښځو ادعا کړې چې حکومت په ټاکنو کې د ښځو د ګډون لپاره لازمې اسانتیاوې نه دي رامنځ ته کړې دي.
 د هرات اوسېدونکې لیدا پژواک ته وویل: ((زه فکر کوم چې دولت په ټاکنو کې د ښځو د اسانتیا لپاره دومره امکانات په پام کې نه نیسي، که نه د رایې ورکولو مرکزونه باید د استوګنې په سیمو کې جوړ کړي چې ټولې مېرمنې وکولی شي په ټاکنو کې برخه واخلي.))
یګانه یوه بله هراتۍ مېرمن ده چې په راتلوونکو ټاکنو کې د ښځو لپاره د لازمو اسانتیاوو له نه شتون څخه په اندېښنه وویل، زیاتره کورنۍ په لارو کې د رایې ورکولو د مرکزونو تر څنګ د ښځو د اوږدو کتارونو له امله خپلې مرمنې د رایې ورکولو صندقونو ته له تلو منعه کوي.))
 نوموړې زیاته کړه: ((له بده مرغه په تېرو ټاکنو کې ښځې څو ساعته په کوڅو کې کتار ولاړې وې، دا چې زیاتره کورنۍ سخت ګيره دي نو نه خوښوي چې ښځې یې د نارینه وو د تلو راتلو په کوڅه کې ولاړې وي.))
 هغې له دولت څخه وغوښتل چې د ښځو لپاره دې د رایو مرکزونه په داسې پراخه سیمو کې په پام کې ونیسي چې یوازې ښځې موجودې وي.
بلخوا په هرات کې یوې بلې نوماندې سوسن بهبود زاده وویل، تر اوسه حکومت د ښځو لپاره هېڅ اسانتیا نه ده رامنځته کړې.
 نوموړې د زیاتره نارینه کاندیدانو ناسمې مبارزې د ښځو پر وړاندې لویې ستونزې بولي او ټینګار یې وکړ چې ځينې نارینه کاندیدان له بېلا بېلو لارو هڅه کوي چې ځان ولسي جرګې ته ورسوي.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده د ټاکنو د بهیر په ځانګړې توګه د ټاکنو په ورځ د امنیت ساتنې خبر ورکړ او ويې ویل، د پلان له مخې به امنیتي سرتېري په ګډه د ښار، ولسوالیو   ټاکنو د مرکزونو په ټولو برخو کې په دندو وګومارل شي او په دې برخه کې هېڅ ګواښ نه دى موجود .
 دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت ویاند غفور جاوېد د تلې په دویمه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، افغان امنیتي ځواکونه د ټاکنو د امنیت لپاره له وړاندې لاس په کار شوي دي .
 نوموړي زیاته کړه: ((موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې د دغه ملي او ډېموکراتیک بهیر د ترسره کېدو لپاره په پوره ډول امنیت خوندي دی او افغانان کولی شي په ارامۍ په ټاکنو کې ګډون وکړي.))

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.