کابل (پژواک ٧ ورى ٩٥): حکومت وايي، د ټاکنو خپلواک کميسيون رييس ډاکټر احمد يوسف نورستاني له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
د ولسمشر مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نوموړې خپله استعفا ولسمشر اشرف غني ته وړاندې او هغه منلې هم ده.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې هم راغلي، چې يوسف نورستاني د افغانستان د سياسي او اجتماعي وضعيت، د هېواد د ملي ګټو او د افغانستان د خلکو ټولنيزې سوکالۍ او ثبات ته د بېرته راګرځېدو په درک سره، خپله استعفا ولسمشر ته وړاندې کړې ده.
سرچينه کاږي، ولسمشر محمد اشرف غني هم، له دې امله چې نوموړي د افغانستان سياسي اوضاع درک کړې ده، په مننې سره يې د هغه استعفا منظوره کړې ده.
يوسف نورستانى نږدې درې کاله وړاندې (د ١٣٩٢ کال د زمري په ١٢مه) پر دندې ګومارل شوى و او تر هغه وړاندې د ياد شوي کميسيون مشري فضل احمد معنوي کوله.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.