Decree on electoral reform, tri-pillar meeting on women soon

کابل (پژواک ٢٢ کب ٩٤): د افغان ښځو د ستونزو د حل په موخه به ډېر ژر د دولت درې ګونو قواوو ناسته ترسره او د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان خپور شي.
د ولسمشر مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي چې نن يې په کابل کې په يوه خبري ناسته کې خبرې کولې، وويل چې ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستيو کې چې د مدني ټولنې د ښځو بنسټونو له استازو سره ناستې درلودې، ژمنه کړې چې د دوى د ستونزو د حل لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړي.
 د هاشمي په وينا، ولسمشر ويلي چې ډېر ژر به د دولت د درې ګونو قواوو په يوه ناسته کې د افغان ښځو ستونزې په هر اړخيز ډول وڅېړي او د يادو ستونزو د همېشني حل لپاره به لازمې پرېکړې وکړي.
دغه راز هاشمي په نننۍ ناسته کې وويل، تر سبا ماښام پورې به د ټاکنيزو کميسيونونو د واکونو مشخصولو په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان چې پخوا لاسليک شوى، د عدليې وزارت په انټرنټي پاڼه او رسمي جريده کې خپور شي.
د هغه په وينا، دغه فرمان چې په پوره کره ډول چمتو شوى، له خپلو ځانګړو پړاوونو تېر شوى دى.
د ټاکنيزو اصلاحاتو کميسيون د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره له يوې مياشتې سلا او مشورې وروسته د وږي مياشتې په اتمه په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کولو په موخه خپله وړانديز شوې لس ماده يي کڅوه حکومت ته وسپارله. ولسمشر له يادې ډلې يواځې ٧ مادې تاييد او بيا يي د تصويب په موخه ملي شورا ته ولېږلې.
دا فرمان په داسې حال کې د ولسي جرګې له لوري رد شو، چې ټاکنيز اصلاحات د ملي يووالي حکومت رامنځته کېدو د سياسي هوکړه ليک يوه برخه ده.
د يادولو ده چې د تقنيني فرمانونو ردول، د ملي شورا له واکونو څخه دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.