"د ډيورنډ پولې دواړو غاړو ته افغانان اوسېږي"

کابل (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٤): د مشرانو جرګې ځينو غړو د ولسمشر غني په هغې خبرې چې د وزيرستان بېځايه شوي کسان يې پاکستاني وګړي بللي، نيوکه وکړه او ويې ويل، د ډيورنډ په نوم کرښه په رسميت نه پېژني او د کرښې دواړو غاړو کې اوسېدونکي افغانان دي.
د "استانبول بهير" اسيا زړه دوه ورځينى کنفرانس د ١٤ هېوادونو، ١٢ سازمانونو په ګډون د ليندۍ په ١٨مه د پاکستان په پلازمينې اسلام اباد کې پاى ته ورسېد.
ولسمشر غني په اسلام اباد کې د اسيا زړه غونډې د وينا په جريان کې له کوربه هېواد څخه مننه وکړه، چې افغان کډوالو ته يې له څو کلونو راهيسې ځاى ورکړى دى؛ خو دا يې هم څرګنده کړه چې له تېرو دوو کلونو راهيسې زرګونه "پاکستاني کډوال" د خوست او پکتيکا په ولايتونو کې مېشت دي.
د غني دا څرګندونې، د هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي له کلک غبرګون سره مخامخ شوې.
حامد کرزي، ډيورنډ د انګريزي استعمار تپل شوې کرښه وبلله او ويې ويل، د وزيرستان اوسېدونکو خپل کورونه او شتمنۍ د پاکستانيو ځواکونو هوايي بريدونو له امله له لاسه ورکړي او اړ شوي، چې د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته راشي.
نوموړي ويلي: "اصلاً هغوى له يوه کور څخه بل کور ته راغلي دي."
د هغه په وينا، د وزيرستان اوسېدونکي په افغانستان کې پاکستاني کډوال نه دي، بلکې د نورو افغانانو په څېر له حقونو څخه برخمن دي.
د ډيورند تپل شوې کرښه په ١٨٩٣ زېږديز کال کې رامنځ ته شوه او بريتانيا هغه د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ پوله وبلله.
 خو افغانستان هېڅکله دا کرښه د پولې په توګه نه ده پېژندلې، کله چې په ١٩٤٧ کال کې پاکستان جوړ شو، افغانستان دا پوله په رسميت ونه پېژندله.
د مشرانو جرګې يو شمېر غړي هم حامد کرزي ته ورته نظر لري.
د مشرانو جرګې غړي شېرمحمد اخندزاده پر ولسمشر غني د نيوکې تر څنګ وويل: "ولسمشرغني د دې ترڅنګ چې د افغان ولسونو غوښتنې يې د اسيا زړه کنفرانس کې شريکې نه کړي، ان تر دې چې د وزيرستان کډوالو ته يې د پاکستاني وګړو په خطاب کولو سره د ډيورند کرښه په رسميت وپېژندله."
د نوموړي په خبره، د ډيورند کرښې دواړو غاړو ته پراته قومونه افغانان دي او هېڅوک دا حق نه لري چې هغوى ته پاکستانيان ووايي.
د دې جرګې بل غړي رحمت الله اڅکزي وويل: "افغانستان د ډيورند پوله هېڅکله په رسميت نه ده پېژندلې او د پولې دواړو غاړو اوسېدونکي افغانان دي."
د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار د ولسمشر غني د څرګندونو په اړه چې د وزيرستان کډوال يې پاکستانيان بللي، څه ونه ويل، خو يادونه يې وکړه چې ډيورنډ کرښه هېڅکله افغانانو په رسميت نه ده پېژندلې او نه يې پېژني.
هغه زياته کړه: "ولسمشر، پاکستان کې د وروستيو خبرو اترو په اړه خوښ دى، خداى دى وکړي چې حقيقي بڼه غوره کړي."
نوموړي زياته کړه: "څو چې سيمه ييز او نړيوال ضمانتونه تر لاسه نه شي او پاکستان صادقانه لاس په کار نه شي، د افغانستان ستونزې به حل نه شي او په سيمه کې به سوله هم ټينګه نه شي."

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.