"رييس جمهور بايد درکنفرانس قلب آسيا مداخلات پاکستان را با جديت مطرح کند"

 کابل ( پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٤ ): د ولسي جرګې غړي وايي چې ولسمشر بايد د اسيا زړه کنفرانس کې کلک دريځ ولري او په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې په جديت وړاندې کړي.
د استانبول پروسه د افغانستان په نوښت د سيمې هېوادونو په ملاتړ د ٢٠١١ کال په نوامبر مياشت کې را منځ ته شوه چې د اسيا زړه لومړى کنفرانس د افغانستان او ترکيې په ګډ رياست استانبول کې جوړ شو.
د ياد بهير څلورمه ناسته تېرکال چين کې ترسره شوه او ټاکل شوې چې د اسيا زړه استانبول پروسې پنځمه ناسته د ليندۍ په ١٨مه د اسيا زړه هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون اسلام اباد کې جوړه شي.
ولسمشر محمد اشرف غني به سبا د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د اسيا زړه کنفرانس کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته سفر وکړي، ټاکل شوې چې دا غونډه د ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزير په مشرۍ ترسره شي.
د ولسمشر غني دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو له پيکه کېدو څخه وروسته، ولسمشرغني له پاکستان سره اړيکې پرې کړي او د پاکستان له لومړي وزير نوازشريف سره يې له ليدنې ډډه وکړه.
خو راپورونه کاږي چې څو ورځې وړاندې يو شمېرپاکستاني سياستوال کابل ته راغلل او ولسمشر ته يې قناعت ورکړ څو ددې هېواد له لومړي وزير سره پاريس کې وويني او د اسيا زړه کنفرانس چې دوه ورځې وروسته په اسلام اباد کې ترسره کېږي، ګډون وکړي.
 په ولسې جرګه کې د جوزجان خلکو استازي عبدالستار درزابي ددې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د پاکستان پر حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل:" که ولسمشر د استانبول غونډه کې برخه اخلي بايد د افغان ولسونو دريځ په جدي ډول مطرح کړي او د ياد هېواد د استخباراتي جګړو څخه چې زموږ پر هېواد تپل شوي دي، پرده پورته کړي."
هغه زياته کړه چې پاکستان هېڅ کله په خپلو کړنو کې رښتينى نه دى او نور بايد موکه ور نه کړل شي څو د افغانستان خلک د خپلو کرغېړنو موخو قرباني وګرځوي.
 د نوموړي په وينا، د افغان حکومت مشران په دې پوه شوي چې پاکستان رښتينى نه دى او بايد دويم ځل له کوم نړيوال ضمانت پرته، پرې باور و نه شي.
په دې جرګه کې د هرات دخلکو استازې سمين بارکزۍ هم له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه څو ټول معلومات چې د افغانستان په کورنيو چارو کې د پاکستان د لاسوهنې په اړه په لاس کې لري، د اسيا زړه کنفرانس ته دې وړاندې کړي.
 هغه باور لري چې پاکستان صادق نه دى او افغان حکومت بايد د سولې پروسې تر نوم لاندې بل ځل پر پاکستان و نه غولېږي او اجازه ورکړي چې د دولت وسله وال مخالفين وتښتي او په راتلونکي پسرلي کې د افغان دولت و خلکو پر ضد بيا خوځښتونه پيل کړي.
د جرګې يو شمېر نورو غړو هم ورته نظر درلود.
 په دې جرګه کې د بلخ د خلکو استازي مولوي عبدالرحمن رحماني پاکستان ته د ولسمشر سفر په اړه څه و نه ويل، خو يادونه يې وکړه چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې توطيه کوي.
هغه زياته کړه :" د پاکستان ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز ويلي ، چې بايد د حقاني شبکه د طالبانو د مشرتابه مسووليت پرغاړه واخلي."
 هغه زياته کړه :" چې داڅرګندونې له بوى نه ډکې دي، که د طالبانو مشري حقاني شبکې ته وسپارل شي د طالبانو ډله به په نيغ ډول د پاکستان له استخباراتو څخه لارښوونه ترلاسه کوي، د حقاني شبکه په رسمي ډول د اى اېس اى  تر مشرۍ لاندې فعاليت کوي."
 د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير چې د نننۍ جرګې مشري يې پرغاړه وه، وويل : " افغان پلاوى بايد د اسيا زړه په ناسته کې برخه واخلي او جدي دريځ ولري، برخه اخيستونکي هېوادونه بايد پوه شي چې افغان ولس نور د پاکستان پر درواغجنو ژمنو باور نه لري او بايد د سولې بهير په نوم د پاکستان شومې موخې په افغانستان کې پلې نه  شي."
 د نوموړي په وينا، مدام ژمى د سولې خبرو اترو او پسرلى د جګړو موسم وي؛ خو نور به افغان ولسونه " د موسمې سولې" پر پروسه اعتماد ونه کړي.
هغه وويل چې د افغانستان خلک به تر هغه مهاله د پاکستان حکومت پر خبرو باور و نه کړي، څو چې د اسيا زړه کنفرانس ګډون کوونکي هېوادونه افغان حکومت او خلکو ته په دې اړه ضمانت ورکړي.
افغانستان، اذربايجان، ايران، عربي متحده امارات، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان،ترکيه، چين، روسيه، سعودي عربستان،قزاقستان، قرغزستان  او هند، د استانبول اسيا زړه پروسې غړي هېوادونه دي.
 همداراز د امريکا، انګلستان، فرانسې او المان په ګډون ١٧ هېوادونه او د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون ١٢ نړيوال سازمانونه د استانبول له بهير څخه ملاتړ کوي.
 
 
 
 
 
 
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.