مشرانو جرگه ادعای تجاوز برزنان زندانی در زون غرب را بررسى می‌کند

کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٤): مشرانو جرګې يوه پلاوي ته دنده سپارلې، څو د هېواد په لوېديځ زون کې د څارنوالانو او قاضيانو له لوري پر ٣٥ ښځينه زندانيانو باندې د جنسي تېريو په اړه د يوه مدني بنسټ موندنې، وڅېړي.
 د "حقوق او عدالت" په نوم د يوه بنسټ تازه څېړنې څرګندوي، چې په هرات، فراه، غور، بادغيس او نيمروز ولايتونو کې پر يو شمېر زنداني ښځو د نيولو پر مهال او يا له زنداني کېدو وروسته د محکمو د څارنوالانو او قاضيانو له لوري تېرى شوى دي.
 په لوېديځ زون کې د "حقوق او عدالت" په نوم د ياد مدني بنسټ مسوول احمد تبرېز جرائت ويلي، چې د دغه بنسټ د څېړنو له مخې، هرات کې ٩ څارنوالانو او ٦ قاضيانو، بادغيس کې ٦ څارنوالانز او ٤ قاضيانو، بادغيس کې ٦ څارنوالانو او ٤ قاضيانو، غور کې ٥ څارنوالانو او ٤ قاضيانو، فراه کې ٤ څارنوالانو او ٣ قاضيانو او په نيمروز ولايت کې ٣ څارنوالانو او ٢ قاضيانو پر زنداني ښځو جنسي تېري کړي دي.
 د جرئت په وينا، زنداني شوې مېرمنې له حکومت غواړي چې د يادې موضوع په اړه جدي چلند وکړي.
 د مشرانو جرګې يوه غړي عبدالباقي بريال د يادې جرګې په عمومي ناسته کې وويل: "دولت بايد بې پروايي ونه کړي، دا يوه جدي موضوع ده، بايد روښانه شي، د حکومت بې پروايي پر حکومت باندېد د خلکو د بې باورۍ او اعتمادۍ لامل کېږي."
 هغه زياته کړه، چې د دا ډول راپورونو خپرول، دولت پر پوښتنې لاندې راولي او بايد روښانه شي چې ايا پر هغوى باندې تېرى شوى او که نه؟
 نوموړي د مشرانو جرګې له لوري د يادې موضوع د څېړنې لپاره حقيقت موندونکي پلاوي ته د دندې سپارلو غوښتنه وکړه او ويې ويل: "د حکومت چوپتيا ښيي چې دغه پېښه تر سره شوې ده."
د يادې جرګې بلې غړې نبيه مصطفى زاده هم د يادې موضوع د څېړنې غوښتنه وکړه او ويې ويل: " د حکومت د حقيقت موندونکي پلاوي سربېره، مشرانو جرګه هم بايد يو پلاوى ولېږي، څو دغه موضوع په جديت سره وڅېړي."
 د يادې جرګې غړې ډاکټر انارکلي هنريار هم د دغې موضوع د څېړنې غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې په دا ډول مواردو کې بې پروايي کول د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ډېرېدو لامل کېږي.
 هغه وايي، چې دغه ادعا بايد د "حقوق او عدالت" بنسټ په مرسته بايد مستنده شي.
 د مشرانو جرګې نايب منشۍ نجيبه حسيني پر دې سربېره چې د يادې قضيې د څېړنې غوښتنه وکړه، وويل: "د پلاوي په جوړښت کې يوه ښځه هم بايد شتون ولري، ځکه ښځې هيڅکله هم د خپل زړه خبره سړيو ته نه وايي."
 د يادې جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار پر ښځو باندې تېرى کول نه بخښونکى جنايت وباله او پر  ښځو زندانيانو باندې د تېري د ادعا د څېړنې په موخه يې يوه پلاوي ته دنده وسپارله.
هغه زياته کړه، چې د مشرانو جرګې د ياد پلاوي مشرتوب به د جرګې د تقنين کميسيون مشر مولوي محي الدين منصف په غاړه لري او د ښځو چارو کمېسيون د يوې غړې په ګډون به په مشرانو جرګه کې د هرات، غور، بادغيس، فراه او نيمروز ولايتونو يو-يو استازى د ياد پلاوي غړيتوب ولري.
 د يادولو ده چې د هرات د والي وياند احسان الله حيات پرون پژواک ته ويلي و، چې نن د هرات څارنوالۍ او استيناف محکمې د يادې موضوع د څېړنې په موخه پلاوى په دنده ګومارلى دى.
 د هغه په وينا، که چېرې داسې کوم مورد شتون ولري نو له عاملينو سره به يې قانوني چلند وشي.
 حيات د "حقوق او عدالت" له مدني بنسټ وغوښتل چې د يادې موضوع په اړه ټول شته اسناد له ټاکل شوي پلاوي سره شريک کړي.
 هغه زياته کړه، که چېرې ياد بنسټ خپلې کړې ادعاوې ثابتې نه کړي نو له قانوني چلند سره به مخ شي.
 
 
 
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.