مشرانو جرگه: آلمان مهاجرين افغان را جبراً اخراج نکند

کابل ( پژواک، ٥ لړم ٩٤ ): مشرانو جرګې د المان له دولت څخه غوښتنه وکړه، څو له دې هېواد څخه د افغان کډوالو د اېستلو په پرېکړې، بيا  غور وکړي.
يو شمېر الماني رسنيو دوه ورځې مخکې راپور ورکړ، چې ددې هېواد دولت پرېکړه کړې ده څو ډېر شمېر هغه افغانان چې د پناه اخيستنې غوښتنه يې رد کېږي، وباسي.
 په ورته وخت کې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، چې تراوسه د المان دولت د خپل تصميم په اړه  له افغان حکومت سره خبرې نه دي کړي.
په مشرانوجرګه کې د خلکو استازي نثار حارث، نن ددې جرګې په عمومي غونډه کې د المان ددې پرېکړې په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل : " د المان لومړۍ وزيرې انګلا مرکل بايد هيله مندي نه ورکوله، د نورو اروپايي هېوادونو په څېر به يې دروازې تړلې وې، خلکو د ډېرو ستونزو پرګاللو ان د خپلو کورنيو د غړوو له لاسه ورکولو سره  ځانونه اروپا ته ورسول، اوس يې د اېستلو په اړه پرېکړه کېږي."
 هغه د المان دولت دا تصميم له افغانانو سره جفا بولي او وايي چې دوى د بې عدالتۍ، بې وزلۍ او بيکارۍ له امله افغانستان پرېښى او المان ته تللي دي.
نوموړي له پارلمان او المان دولت څخه غوښتنه وکړه ، چې د افغان کډوالو د اېستلو په  پرېکړې دې  له سره غور وکړي.
 ددې مجلس بلې غړې ليلما احمدي هم د المان پر دې تصميم نيوکه وکړه او ويې ويل :" افغانانو په ډېرو ستونزو ځانونه اروپا ته ورسول، ژوند يې په خطر کې واچاوه، که واېستل شي له افغانانو سره به جفا وي."
هغه وايي چې خلکو د ستونزو له امله  افغانستان پرېښى او بايد و نه شړل شي.
 ددې جرګې يو شمېر نورو غړو هم له المان دولت څخه غوښتنه وکړه څو د خپل تصميم په اړه بيا کتنه وکړي  او ويې ويل چې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت دې په دې اړه له المان دولت سره خبرې وکړي.
د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار چې د نننۍ غونډې مشري يې کوله وويل :" لومړى بايد افغانان نه واى تښتېدلي ، اوس چې د ستونزو په ګاللو المان ته رسېدلي بايد په زور و نه اېستل شي."
 هغه زياته کړه : " دا حق چا ته نشته ، چې څوک په زور وباسي."
ايزديار د جرګې  نړيوالو چارو او دارالانشا کمېسيون ته لارښوونه وکړه،  څو د رسمي مکتوب له لارې په کابل کې المان سفارت او د ياد هېواد پارلمان څخه غوښتنه وکړي، څو د پناه غوښتونکو د جبري اېستلو تصميم په اړه بيار  غور وکړي.
 دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان  د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د روان کال غبرګولي مياشت کې د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي دي :" له اروپايي هېوادونو او استراليا سره د افغانستان تړونونو کې ابهامونه ددې لامل شوي څو د پناه اخيستونکو هېوادونو له لوري سرغړونې تر سره شي."
 هغه ويلي و، چې له اروپايي هېوادونو سره د ابهامونو له منځه وړلو لپاره د بهرنيو چارو وزارت په همغږۍ رايې اخيستل شوي او له هغوى څخه غوښتنه شوې کوم کسان چې د افغانستان په خورا ناامنو سيمو کې اوسېږي، زيانمنونکي کسان، په ځانګړو ناروغيو اخته کسان او له سرپرست پرته کورنيو له اېستلو څخه ډډه وشي او داسې کار دې نه کوي چې د کډوالو کورنيو غړي له يو بل څخه جلا شي.
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.