مشرانو جرگه خواهان اعلام تقويم انتخابات ولسى جرگه و شوراهاى ولسوالى ها شد

کابل  (پژواک، ٣ لړم ٩٤):  د مشرانو جرګې يو شمېر غړو د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د ټاکنو د نېټې اعلان غوښتنه وکړه او د کندوز د چاڼيزو عملياتو پر دوام يې ټينګار وکړ.
د اساسي قانون په ٨٣مه ماده کې راغلي دي: "د ولسي جرګې غړي د خلكو د ازادو، عمومي، پټو او مستقيمو انتخاباتو له لارې انتخابېږي. د ولسي جرګې د كار دوره د پنځم كال د چنګاښ په لومړۍ نېټه پاى ته رسېږي او نوې شورا په كار پيل كوي. د ولسى جرګې د غړيو انتخابات له دېرشو ورځو څخه تر شپېتو ورځو پورې د ولسي جرګې د دورې تر پاى ته رسېدو څخه د مخه ترسره كېږي."
د دې مادې له مخې، د ولسي جرګې ټاکنې بايد د روان کال د غويي او غبرګولي مياشتو کې ترسره شوې واى؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي، چې دا کار د مالي امکاناتو د نه شتون له امله ځنډېدلى دى.
همداراز ولسمشر د غبرګولي په ٢٧مه د ولسي جرګې کاري موده د ټاکنو تر سره کولو پورې وغځوله، د دې ترڅنګ حکومت په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره يو کمېسيون رامنځ ته کړ چې کار يې تر اوسه نهايي شوى نه دى.
په مشرانو جرګه کې د غزني خلکو استازي محمد رحيم حسنيار د حکومت له مشرانو څخه وغوښتل، چې له ژمنې سره سم دې د ولسي جرګې ټاکنو نېټه معلومه کړي، ځکه د ولسي جرګې د کار دوام د ټاکنو نېټې له معلومولو څخه پرته غيرقانوني ده.
هغه د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د ټاکنو پر نېټې د ټينګار ترڅنګ وويل: "خلک بايد خپله لار پيدا کړي، خلک اندېښمن دي چې وضعيت کوم لوري ته روان دى، د ټاکنو تقويم اعلان خلکو ته هيله ورکوي."
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسواليو شوراګانو ټاکنې تر اوسه نه دې ترسره شوي او د ولسواليو شوراګانې هم تر دې دمه شتون نه لري.
د دې جرګې بل غړي جمعه دين ګيانوال هم د ټاکنو نېټې پر اعلان ټينګار وکړ او ويې ويل، د ټاکنو تر سره کولو نېټې نه په ګوته کول، خلکو کې د اندېښنې لامل ګرځي.
هغه وايي، که د ټاکنو نېټه معلومه  شي،  د ملي يووالي  حکومت  په اړه د خلکو هيله مندي زياتېږي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم د حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه، چې ډېر ژر د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو نېټه معلومه کړي او له قانوني تشې څخه مخنيوى وکړي.
د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د کندوز  امنيتى وضعيت په اړه هم خبرې وشوې.
طالبانو د تلې په شپږمه  کندوز ښار ونيو، خو امنيتي ځواکونو څو ورځې وروسته طالبان بېرته له ښار څخه ووېستل.
د کندوز د خلکو استازي او د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق وويل: "کندوز کې لا هم ستونزې شته، طالبان اوس هم دشت ارچي او چهاردرې ولسواليو او د کندوز ښار په ځينو سيمو کې شتون لري؛ که عمليات دوام ونه مومي، د وسله والو په لاس د کندوز ښار د سقوط  اندېښنه او ګواښ شتون لري."
د هغه په وينا، دشت ارچي ولسوالۍ چې له پنځو مياشتو راهيسې د وسله والو مخالفينو په لاس کې ده، په شمالي وزيرستان بدله شوې ده.
هغه وايي، په کندوز کې اوسني امنيتي ځواکونه بايد ياد ولايت له وسله والو مخالفينو پاک کړى وى، خو دوى د بېلابېلو دليلونو له امله له جګړې لاس اخيستى او دغه موضوع د خلکو د اندېښنې لامل شوې ده.
ولسمشر اشرف غني، د تلې مياشتې په ٢٤مه کندوز ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هېواد په شمال ختيځ کې د يوې فرقې له منظورۍ خبر ورکړ او د شاهين ٢٠٩ پلې قول اردو دويمې لوا له امنيتي منسوبينو سره د ناستې په ترڅ کې يې شپږو امنيتي منسوبينو ته مډالونه او يوه کس ته افتخاري رتبه ورکړه.
خو قرلق نيوکه وکړه او ويي ويل: "اصلاً له هغو کسانو چې سرښندنه يې کړې او د کندوز په تصفيه کې يې مهم رول درلود، ستاينه نه ده شوې، هغه کسان ستايل شوي چې په يو نه يو ډول يې د کندوز په سقوط کې لاس درلود."
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم د وسله والو مخالفينو له شتون څخه په پوره توګه د کندوز پر پاکولو ټينګار وکړ او ويې ويل، بايد مخالفينو ته اجازه ورنه کړل شي چې ځانونه تمويل او سمبال کړي او يو ځل بيا مزاحمتونه رامنځ ته کړي.
 
 
 
 
 
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.