مشرانوجرگه از درخواست اجماع منطقوى براى تامين صلح حمايت کرد

کابل (پژواک ٣ لړم ٩٤): مشرانو جرګې، د پاکستان د لومړي وزير پر وروستيو څرګندونو باندې د نيوکې ترڅنګ؛ د پاکستان په اړه د افغانستان پر سياست د بياکتنې غوښتنه وکړه او د سولې د ټينګښت لپاره يې د سيمه ييزې اجماع له طرحې ملاتړ وکړ.
د پاکستان لومړي وزير نوازشريف، امريکا ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي، پاکستان حاضر دى چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د خبرو اترو زمينه برابره کړي، خو دا نه شي کولى چې هم مهال هم طالبان ووژني او هم دوى د خبرو ميز ته کينوي.
د مشرانو جرګې غړي شېرمحمد اخندزاده نن د يادې جرګې په عمومي ناسته کې د نوازشريف پر خبرو باندې د نيوکې ترڅنګ وويل: " نوازشريف درواغ وايي، افغانانو هيڅکله هم له پاکستان نه دي غوښتي چې طالبان وځپي، بلکې موږ له پاکستان څخه د طالبانو د مرکزونو د تړلو او دغه راز د هغوى له ملاتړ د لاس اخيستو غوښتنه کړې ده."
هغه زياته کړه: "پاکستان طالبان نه د خبرو ميز ته کېنولي او نه يې هم دوى له منځه وړي دي."
 د هغه په وينا، د پاکستان حکومت له افغانستان سره رښتينې همکاري نه ده کړې، ځکه پخوانى ولسمشر ٢١ ځلې پاکستان ته لاړ او دغه راز د ملي يووالي حکومت چارواکو هم ياد هېواد ته څو ځلې سفرونه وکړل، خو د خلکو له وژنې پرته يې بله لاسته راوړنه نه درلوده.
 هغه د ملي يووالي له حکومته وغوښتل چې د پاکستان په اړه پر خپل سياست بيا کتنه وکړي، ځکه پاکستان د امريکا او ياد هېواد د موخو لپاره د ترهګرۍ پر تمويل او سمبالښت بوخت دى.
 د يادې جرګې بل غړي نثار حارث هم د نواز شريف پر څرګندونو د نيوکې ترڅنګ، په سيمه کې د سولې د ټينګښت په موخه د سيمه ييزې اجماع د رامنځته کولو په اړه د افغان حکومت له پرېکړې د ملاتړ سربېره وويل: " پاکستان درواغ وايي، زياتې هيلې موجودې وې چې امريکا، پاکستان ر ښتينې همکارۍ ته اړ باسي، خو ثابته شوه، چې پاکستان د رښتينې همکارۍ نيت نه لري."
هغه زياته کړه: " افغان حکومت له دې وروسته بايد پر افغانستان باور ونه لري، د سيمه ييزې اجماع د رامنځته کولو لپاره د ولسمشر له ګام پورته کولو بايد ملاتړ وشي."
 ولسمشر اشرف غني وايي، چې د افغانانو دښمنان د انزوا کېدو په حال کې دي او نړيواله اجماع دوى ته ګواښ کوي چې د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
 افغان حکومت، د نوازشريف له وروستيو څرګندونو وورسته په سيمه کې د امنيت رامنځته کېدو لپاره د سيمه ييزې اجماع رامنځته کېدو غوښتنه کړې، چې په همدې موخه به د اجماع ياده ناسته د پاکستان له حضور پرته تر سره شي.
 د مشرانو جرګې غړي جمعه الدين ګيانوال وويل:((افغانستان هېڅکله هم د طالبانو د وژلو غوښتنه نه ده کړې، که چېرته پاکستان غوښتنه هم وشي، نو پاکستان هغه کسان وژني چې د افغانستان په ګټه دي، نه هغوى چې افغانستان ته زيان رسوي.))
هغه زياته کړه:((نور له پاکستان سره اړيکې نه دي په کار.))
د يادې جرګې بل غړي فيصل سميع وويل: "د پاکستان د لومړي وزير څرګندونې، د ملي يووالي حکومت د مشرانو پر مخونو درنې څپېړې بولم، موږ ورته ويلي و چې ستاسو لاره ناسمه ده، ستاسو لار ترکستان دى، حکومت تېروتلى دى."
 افغان حکومت په تېره يوه لسيزه کې هڅه وکړه چې له پاکستان سره ښې اړيکې ولري او پاکستان اړ کړي چې د افغانستان د سولې په ټينګښت  کې صادقانه عمل وکړي او د افغان دولت د وسله والو مخالفينو له ملاتړ څخه لاس واخلي.
خو نه يواځې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي، بلکې د نوي ولسمشر اشرف غني  هڅو هم په دې برخه کې مثبت پايلې نه درلودې.
 فيصل سميع د ملي يووالي حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه چې له پاکستان سره د اړيکو په برخه کې هڅه وکړي چې بيا تېروتنه ونه کړي، ځکه چې د دوى تېروتنه د افغانستان د خلکو د بدبختۍ او وژنې سبب ګرځي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم د پاکستان پر لومړي وزير نيوکه وکړه او ويې ويل:((موږ هېڅکله هم نه دي غوښتي چې طالبان ووژني او هغوى هم دا کار نه دى کړى، پاکستان د افغانستان د خلکو په وژنه کې مخامخ ښکېل دى، د طالبانو او څو پاکستاني مزدورانو په وسيله يې ترور ته لاس اچوي.))
 هغه هم د سيمه ييزې اجماع جوړولو  په اړه د افغان حکومت له اقداماتو ملاتړ وکړ او ويې ويل:((موږ پخوا هم ولسمشر او اجرايي مشر ته ويلي وو چې له پاکستان سره دې خپل سياست ته ځير وي، پاکستان هېڅکله هم صادقانه عمل نه دى کړى او نه يې کوي.))
  ولسمشر محمد اشرف غني هم دې ګمراه کوونکو سياستونو ته په اشارې سره ويلي چې نور له دې هېواد څخه د سولې مېز ته د طالبانو د را غوښتلو غوښتنه نه کوي.

 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.