"افغانستان او پاکستان بيا د امن ګډه جرګه جوړوي"

کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٣): افغانستان او پاکستان پرېکړه کړې چې د دواړو هېوادونو تر منځ دې د امن ګډه جرګه بيا جوړه شي.
تر دې مخکې د ١٣٨٦ لمريز کال په زمري مياشت کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د امن ګډه جرګه جوړه شوې وه چې د هغه مهال د ولسمشرانو جنرال مشرف او حامد کرزي په ګډون له دواړو هېوادونو ٣٥٠-٣٥٠ کسانو برخه اخيستې وه.
د دې جرګې د جوړولو پرېکړه په ١٣٨٥ لمريز کال په واشنګټن کې د امريکا، افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو په ګډه غونډه کې شوې وه.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له خوا د کب په ٢٦مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان سفير جانان موسى زي پرون خيبر پښتونخوا ايالت ته سفر وکړ او د امن جرګې جوړولو پرېکړه يې د دغه ايالت له مشرانو سره په يوه غونډه کې وکړه.
سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې د خيبر پښتونخوا مشر وزير اعلى پروېز خټک، د دغه ايالت د ولايتي شورا مشر اسد قيصر، د ايالت ځايي وزيرانو او په ولايتي شورا کې د مخالفو او حکومتي سياسي ګوندو غړو برخه اخيستې وه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان پر اړيکو او د افغان کډوالو پر ستنېدو او ستونزو باندې خبرې وشوې.
د خيبر پښتونخوا مشر وزير پروېز خټک دې غونډې ته په خپله وينا کې د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پياوړي کولو او يو بل هېواد ته د پلاوو پر تګ راتګ ټينګار وکړ.
هغه د افغان کډوالو په اړه ويلي چې هېڅکله هم نه غواړي افغان کډوال په زور وباسي.
خټک وايي: ((افغان کډوال زموږ مېلمانه دي، زموږ کلتور، زموږ نيتونه او ارادې صافې دي.))
نوموړي هيله څرګنده کړې چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم ښې شي.
د خيبر پښتونخوا ايالت د ولايتي شورا رييس اسد قيصر وړانديز وکړ چې په دې سيمه کې د امنيت او سولې لپاره يو ګډ ميکانيزم جوړ شي، دغه راز د پښتونخوا ايالت او ننګرهار ولايت تر منځ دې د سوداګرۍ خونو تر منځ همکاري زياته شي.
د افغانستان سفير جانان موسى زي يادې غونډې ته ويلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پياوړي کولو لپاره نورو اقداماتو ته اړتيا ده.
د غونډې په پاى کې د افغانستان سفير او د خيبر پښتونخوا ايالت د ولايتي شورا د رييس اسد قيصر له خوا د دې غونډې ګډه اعلاميه رسنيو ته وړاندې او خپره شوه.
په پرېکړه ليک کې راغلي چې ټول ناراجستر افغان کډوال دې راجستر کړى شي، افغانان به د هغوى له خوښې پرته نه ستنول کېږي.
په دې پرېکړه کې دغه راز راغلي چې د دغه ايالت په ټولو روغتونونو کې به د افغان کډوالو وړيا درملنه کېږي.
په پرېکړه ليک کې دغه راز راغلي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د امن جرګه به بيا جوړوي خو په دې اړه نور جزييات نه دي ورکړل شوي.
په کابل کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تېرې امن جرګې په پاى کې د يوې داسې جرګه ګۍ جوړولو پرېكړه شوې وه چې له هرې خوا به په کې ٢٥ تنه غړي ګډون کوي.
خو دې جرګه ګۍ له دوو درېيو غونډو وروسته له کومو پايلو پرته له منځه ولاړه.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.