Provincial councils’ role to be defined clearly: IDLG

کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٣): د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسمشر له سپارښتنې سره سم د ولايتي شوراګانو د څارنې رول د څرنګوالي پر طرحه کار پيل کړى دى.
ولسي جرګې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ولايتي شوراګانو قانون په تعديل شوې طرحه کې له ولايتي شوراګانو د څارنې رول د رايو په اکثريت رد کړ. د دې پرېکړې په غبرګون کې د ولايتي شوراګانو ډېرى دفترونه وتړل شول.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند تواب غورځنګ وايي چې ولسمشر اشرف غني تېره ورځ د دې ادارې له سرپرست او ځينو رييسانو سره په ناسته کې لارښوونه وکړه چې په راتلونکو دوو درېيو اونيو کې د ولايتي شوراګانو د څارنې د څرنګوالي طرحه د دويمو واحدونو له کړنو تدوين کړي.
د غورځنګ په خبره، ولسمشر غني ويلي دي چې د ولايتي شوراګانو په قانون کې د دې طرحې د وړانديزونو له ځاى پر ځاى کولو به طرحه د ملي شورا تصويب ته واستول شي.
د نوموړي په خبره، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست ويلي چې تېرو تجربو او په سيمه ييز حکومتولۍ کې د خلکو د ادارې د تمثيل اړتيا ته په پام سره، په نوې طرحه کې د ولايتي شوراګانو د نظارتي رول څرنوالى په څرګند ډول تعريفېږي.
غورځنګ د دې ادارې د سرپرست له قوله وويل: ((پخوا د ولايتي شوراګانو د څارنيز نقش تعريف روښانه نه و. موږ په خپله نوې طرحه کې د ولايتي شورا دا رول په داسې توګه تعريفوو چې له مخې يې ولس ته د ځواب ويلو چاره بنسټيزه شي، تر څنګ يې په چارو کې سمون راشي او د روڼتيا اصل پياوړى شي.))
نوموړي د دې ادارې په استازولۍ له ولايتي شوراګانو غوښتنه وکړه چې خپل دفترونه دې د خلکو پر مخ پرانيږي.
د دې ادارې وياند وويل چې د ولايتي شوراګانو د دفترونو بندوالى په دې ادارو کې د خلکو استازولۍ ته زيان رسوي.
هغه زياته کړه: ((د ولايتي شوراګانو د څارنې د رول د څرنګوالي پر طرحه کار کووو، هيله ده چې د ولايتي شورا ښاغلي غړي خپلو چارو ته په عادي ډول دوام ورکړي.))

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.